جنګ بدمرغي ده!/ محمدبشیر یوسفزوی

0 422

 

د جنګ بدمرغۍ او بدګڼې تر بل هر چا ځکه افغانانو ته ښې ورمعلومېږ.ي چې له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې په هیواد کې جنګ روان دی او د همدغه بدمرغه جنګ له امله زموږ میلیونونه هیوادوال کډوال شوي، بې ځایه او بې کوره شوي، معیوب او معلول شوي، وژل شوي، د ژوند له اسانتیاو محروم شوي، بې وزله او بدمرغه شوي او لا هم هره لحظه او هره ورځ د ژوند ناخوالې او بدمرغۍ ګالي.

په وروستیو دوه لسیزو کې جګړې خپله بڼه بدله کړې، له کلیو او غرونو څخه ښارونو ته راغلې، چاودنو، انتحار او انفجار شدت اخیستی او د خلکو د ژوند ارام او خوندونه یې ور پیکه کړي دي. تروریستان په دغه بدمرغه جګړه کې ملکي ځایونه، وګړي، تاسیسات او نور نرم اهداف په نښه کوي، هلته انتحار او انفجار کوي. سره له دې چې ټول پوهېږي چې جنګ بدمرغه او ویجاړونکی دی مګر لا هم وسله وال طالبان په جنګ ټینګار کوي.

حکومت په مراتبو ورته د سولې بلنه ورکړې، نرمي یې ښودلې، هغوی یې بین الافغاني مذاکراتو ته وربللي دي، مګر طالبان لا هم یوازې او یوازې په جنګ ټینګار کوي. دوی غواړي له امریکایانو سره سوله وکړي، مګر لا هم له خپل ولس ، افغان حکومت او خلکو سره سولې ته اماده نه دي، حکومت یې هم پر وړاندې جنګېږي، هره ورځ طالب جنګیالي د هیواد په بېلابېلو برخو کې په نښه کوي او له منځه یې وړي، خو واقعیت دادی چې نه جګړه په وژنو او تشدد له منځه ځي او نه هم جنګیالي. د جنګ د ودرولو او له منځه وړلو لپاره باید جنګي فکر له منځه یووړل شي، خو دا چې هیواد لا هم په جنګ کې ښکېل دی، نو له دې امله په دې برخه کې اساسي کار که ناشونی نه دی، نو سخت خامخا دی.

د دې لپاره حتمي ده چې لومړی وسله وال طالبان او افغان حکومت سولې ته غاړه کېږدي، د جنګ پر ځای خپلې ستونزې او مسایل د سولې او مذاکراتو له لارې حل کړي او بیا له هغه وروسته د تشدد، افراطیت او توندلارۍ د ځپلو لپاره اساسي کارونه وکړي. اساسي کار په دې مانا چې په کورنیو، ښوونځیو، مدرسو، جوماتونو، رسنیو، ښوونیزو نصابونو او ټولنه کې داسې لارې چارې او افکار را منځته کړي چې تشدد او افراطیت په کې وده ونشي کړای او د یوې ناوړه او منفي پدیدې په توګه ورڅخه ټول خلک کرکه ولري او ټولنه یې منلو ته تیاره نشي.

د اوسني جنګ د ختمولو لپاره په کوردننه دیني علماو او همدارنګه د اسلامي هیوادونو علماو په سعودي عربستان کې فتواوې ورکړې او اوسنی جنګ یې یوازې او یوازې افغان وژنه او د اسلام د مقدس دین له ارزښتونو سره په تضاد کې وباله او په جنګ کې ښکېلو خواوو څخه یې وغوښتل چې باید خپل مسایل له سیاسي او سوله ییزې لارې په اساسي توګه حل کړي. له دغو فتواوو وروسته د وسله والو طالبانو په دریځ کې بدلون راغلی او حداقل له امریکایانو سره سولې ته راضي شوي او باور دی چې ډېر ژر به له افغان حکومت سره هم مخامخ بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply