د جرګې تحریمونکو داسې نه ګڼله!

0 520

محمد بشیر یوسفزوی _

وایي چرګ چې نوی زلمکی شي، نو پر بام او بلۍ داسې کرار کرار ګامونه اخلي او وایي چې بام را لاندې ونه لوېږي. د سولې مشورتي لویې جرګې تحریمونکو هم داسې پلان کړې او داسې یې ګڼله چې ګواکې د دوی له تحریم او مخالفت سره به یاده جرګه لغوه شي او ولس به یې جوړولو ته زړه ښه نه کړي، مګر لکه څنګه چې بام او بلۍ په چرګ خبره نه وي، نو ولس هم په دغو معامله ګرو هیڅ چورت نه وهي.

عام ولس او په ځانګړي ډول ځوانانو د دوی د مخالفت او تحریم توند هرکلی وکړ، ځکه دغه تحریمونکي تل د انحصار په فکر کې وي او کله چې دوی په جرګه کې نه وي، نو ولس به په ازادۍ د سولې بهیر په اړه سلامشورې وکړي او خپل نظریات به سره شریک کړي.

د سولې مشورتي لویه جرګه ولسمشر غني پرانیستله او د پرانیستې پرمهال یې د جرګې غړو ته ډاډ ورکړ او ټینګار یې ورباندې وکړ چې خپل نظریات دې له کوم محدودیت، سانسور او ډار پرته په ازادانه توګه شریک کړي او د خپل زړه خبرې دې وکړي، ځکه چې ممکن همغه د دوی د زړه خبرې سولې او حکومت ته مثبت جهت ورکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې تحریمونکو او د دوی پلویان او د دوی له لوري ګومارل شویو یو شمېر افرادو د جرګې پر ضد په لومړۍ ورځ سخت منفي تبلیغات وکړل او په دروغو یې اوازې خورې کړې چې په جرګه کې شخړې شوي او ځینې کسان په زور له جرګې څخه اېستل شوي دي، مګر دا هیڅ هم ځکه حقیقت نه لري چې دادی په دریمه ورځ هم د جرګې غړي په ازادانه توګه لګیا دي او خپل ګروپي کارونه له نورو سره په ګډه ترسره کوي.

د جرګې تحریمونکو داسې نه ګڼله چې د دوی له شتون پرته دې هم جرګه پرانیستل شي او یا دې دغومره په ښه توګه ادامه پیدا کړي. جرګه به خلاصه شي، جرګه به خپله پرېکړه واوري او د جرګې ګډونوال به بېرته خپلو سیمو او کورونو ته ستانه شي، مګر تاریخ به د دغو تحریمونکو دغه جنایت هیڅ کله هم هېر نه کړي، تاریخ به دا ولیکي چې د هیواد له لیرې او جنګي او ناامنه سیمو څخه هیوادوال د سولې په هیله د سولې مشورتي جرګې ته راغلل، مګر یو شمېر مغرضو او مریضو اشخاصو د دوی پر ضد داسې منفي تبلیغات وکړل چې ګواکې د دوی د هڅو او راتګ قدرداني یې ونه کړه.

جرګه به تمامه شي، که خدای کول سوله به هم راشي، خو د سولې مشورتي جرګې تحریمونکي او نقد کوونکي به د تل لپاره خپل وجدان ته سرټیټي او شرمنده وي. د دوی دا افغان دښمنه عمل به هیڅوک هم هېر نه کړي. همدا یې وخت دی چې ولس له دوی څخه همداسې واټن واخلي، له دوی سره خپلې اړیکې پرېکړي او لکه څنګه چې دوی د سولې مشورتي لویه جرګه تحریم کړه، نو ولس ته ښایي چې دغه معامله ګر د تل لپاره تحریم او منزوي کړي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply