لویه خدایه/الحاج عمر پاڅون

0 833

کاشکې چې پیدا وی لویه خدایه په یوه بله زمانه کې

د اقمارو، کهکشانو، د ستورو په یوه بله زمانه کې

نه پاسپورت وی، نه ویزی وی، نه جلا جلا ملکونه

یوه لویه دنیا وی په یوه عظیمه پراخه پیمانه کې

نه جنګ وی، نه جګړې وی نه توپونه، نه راکټونه

سوله امنیت وی، د ښارونو د کلو په کوڅه کې

تعلیم مفت وي، علاج مفت وي، کور ارزانه

د نړۍ په هریو کونج کې ښځې او نر وی اسوده کې

یو دین وی، یو قانون وی، یوه ژبه یو کلتور وی

یو حکومت وی، یو مرکز وی د ځمکې په نقشه کې

ښه عدل وی، انصاف وی، ظلم نه وی په دنیا کې

ورورولی وی او دوستی وی د ادم په اولاده کې

راځۍ چې سره یو شو کوښښ وکړو وروڼو، نړیوالو

سوله راوړو، امن راوړو د نړۍ لویه قاره کې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply