د مولوي هبت الله او ملا عبدالغني برادر د پام وړ

0 1,174

د نجيب الله له وژنې مو څه ترلاسه کړل؟

د خپل ځان ذلت، وژل، خرڅول، د پنجاب او امريکا په زندانونو کې اچول

نجيب که کمونيست وو او که هر څه، خو وژنه يې ستاسې لپاره يوه هېښنده معجزه او لوی تاريخي درس شو چې تاريخ به يې هېڅکله هېر نه کړي

سيد حسين پاچا

وان جنحوا للسلم فاجنح لها وتوکل علی الله

فاتقوا الله واصلحوا ذات بينکم

ښاغليو،

قرآن دوه توري د ((إن))، ((ف)) او ورسره سم يې ((توکل علی الله))کارولی، يعنې که تاسې ته له مقابل لوري نه نرمښت او د سولې وړانديز وشو، نو تاسې هم ورته نرمښت وښيئ او پر څښتن تعالی توکل (اعتماد) وکړئ. او دويم له الله تعالی ووېرېږئ او پخپلو کې روغه وکړئ!

نو تاسې او ستاسې وياند مجاهل د اسلامي ارزښتونو او د دغو حکمونو په رڼا کې څنګه ګورئ؟ ستاسې وياند نه پر قرآني لهجه پوهيږي او نه له خليلزاد سره پر ديپلوماتيکه ژبه پوهيږي. که تاسې پر ديپلوماتيکه ژبه پوهېدای، نو چا به درباندې د پيشوګانو لوبې نه کولای. هم يې حکومت درباندې در ړنګ کړ، هم يې ووژلئ، هم يې وپلورلئ، هم يې خپلې غوجلې درباندې ډکې کړې او هم يې در کې پړی اچولی او منډي پر منډي مو ګرځي او څو ځايه يې خرڅ کړئ، نو تاسې ښه شوئ او که کمونيست نجيب. د هغه انګېرنه او تشويش مو نه پر هېواد او هېوادوالو، بلکې پر خپلو ځانونو مو رښتيا کړه. تاسې خو يوځل له ملا ضعيف هم وپوښتئ چې ورسپارلو په وخت کې يې ورته څه ويلي وو؟

نجيب که کمونيست هم وو، خو مرګ يې تاسې ته د افغانستان د يو ولسمشر او انسان په توګه او هم ستاسې ناانساني سلوک ورسره تاسې ته په ډېره لوړه او درنه بيه او لوی رسوايي پرېوته. داسې چې تاسې د هماغه دوستانو له لاسه اتنيم کاله په زندان کې تېر کړل او نن يې د چا پر خوله په څه مشروط ډول پرېښی يې؟ د دفاع وزير يې درته پخپله تاڼه کې وواژه او دوه کاله يې مرګ درته پټ ساتلی وو، له ملا عمر سره يې هغسې وکړل چې د هغه پر نوم يې نړيوال دروغ ويل او دروغژنې اعلاميې خپرولې، ملا معتصم په سر کې يې ګولۍ سړې کړې، ملا ضعيف يې هغسې پر سپکه بڼه امريکا ته په لاس کړ او همداسې له اکبر اغا او نورو سره ورته چلند کړی او ملا عثماني راواخله تر ملا دادالله اخوند ان تر ملا محمد رباني او نورو سره يې څه وکړل؟ تاسې خو لږ پخپل ګرېوان کې سر کښته کړئ چې څه درسره وشول؟ ان تر دې چې رستم شاه مهمند يې هم پخپله روستۍ وينا کې منلې او يوټيوپ ورپسې کتلی شئ.

همداسې هغوی کمونيستانو ته د داود خان مرګ معجزه شو چې له تره کي راواخله تر نجيبه يې انجام څه شو؟ همداسې يې د بابر د هلکانو حال درواخله چې د ستمی – اخوانی وماويست ((رباني ومسعود)) حال څه شو؟ او د درېيم سوچه اخواني به څه کيږي؟

د نجيب په بلنه خو رانغی او د بل په لمسونه دوکه شو چې وروسته ورته بيا زمکې ځای نه ورکولو. له پنجابه تهران او له تهرانه ورپسې ورک خو اخر هم په لغمان کې راووته. همداسې په جهادي پير کې له چاراسيابه ورپسې سروبي او له سروبي لغمان او له لغمانه ورپسې ننګرهار او له ننګرهاره ورپسې تريتم شو چې نه يوازې د نظار شوری په کابل کې پرې نه ښووه، بلکې بېنظيرې له پاکستانه هم ورپسې واخېست او د ايراني اخوندانو غېږې ته يې ورواچوه. نه چا ورسره عقيده وپاللـه او نه ايډيولوژي، بلکې هر چا پرې خپلې موخې پوره کړې، بلکې د همدې غني له برکته راپيدا او وطن ته راستون شو او نن بېغمه شنې ډالرې اخلي. نه ورسره اسلامپالو وپاللـه او نه ورسره نظاميانو او استخباراتو، بلکې همدې احمدزيانو ورسره وپاللـه او د عزت څښتن يې کړ، خو نن د هماغه غني په مخالفت کې ولاړ دی او په مشورتي جرګه کې يې د نورو په لمسون ګډون ونه کړ. انسان خو لږ وړاندې و وروسته ګوري.

اګر چې د کډوالۍ (هجرت) په چاپيريال کې ترې هېڅوک ښاد نه ول. ان تر دې چې د هېواد سترې هستۍ لکه مجروح او داسې نور ان تر ميرويس جليل پورې د دغو ټولو ناخوالو باوجود بيا هم غني ځانته رانژدې او د خلکو (پنجاب) له احتياج او د امريکا له ګوتڅنډنې راخلاص کړ، ولې بيا هم دا هر څه يې مخته ونه درېدل او پر يو مخ يې لاهو کړل. انسان د احسان تابع دی، خو دی بيا هغسې نه دی. دی خو د امريکا وناټو وايی، خو داسې نه ده. دا خو په حقيقت کې د ښاغلي غني زور وو چې هغوی يې دېته قانع کړل او دا يې ميدان ته راوست او راخپل يې کړل.

حکومت خو تاسې ته بار بار وړانديزونه کوي او کړي يې دي، خو تاسې تل رد کړي دي. دويم دا چې که تاسې که له څښتن تعالی وېره وای، نو هرومرو به تاسې له حکومت سره روغه کړی وای او روغې ته به ورسره رامخته شوي وای، خو نه در کې د څښتن تعالی وېره شته، نه نرمښت کوئ او نه پر الله تعالی توکل لرئ، نو تاسې يوځل د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د څښتن تعالی د دغه حکم په هېنداره کې ووينئ چې سرونه مو خلاص شي.

ښاغليو،

زما مشوره تاسې ته دا ده چې د اسلامي – افغاني او اخلاقي ارزښتونو په رڼا کې له حکومت سره مخ پر مخ پخپله خاوره کې خبرو ته کښېنئ چې دې کې به نه يوازې ستاسې، بلکې د ټول ملت درناوی نغښتی وي. تر څو چې تاسې له حکومت سره مخ پر مخ خبرې ونه کړئ ستونزه نه حل کيږي. قرآني ارزښت هم همدا وايی ]

… وشاورهم فی الامر

مصلحت يا سوله (روغه جوړه) پر مخامخ خبرو او خپلمنځي ناسته کې نغښتې ده.

که مو ومنله ښه تر ښه، کنه نو له شک پرته چې د رب العالمين له دې سخت ذلت او رسوايي سره به لاس وګرېوان شئ او د الله تعالی غضب به ستاسې پر سر لکه سيوری چتر وي. دا د رب العالمين وعده ده څوک يې چې ارزښتونه له پامه غورځوي، هغه به يې هم د خلکو له پامه وغورځوي او هېر به يې کړي.

بېغيرته او بې ايمانو، دا خو همدا احمدزيان دي چې يو ته يې لاس وراوږد کړ، خو خپل يې نه کړ او غوڅ يې کړ او چې اوس دا بل تاسې ته د سولې لاس درغځوي، نو لاس نه ورغځوئ او غوڅوئ يې، نو انجام به مو څه وي؟ تاسې لږ هوښيار شئ چې درکړ شوی حکومت درڅخه خلکو واخېست، بيا تاسې ته څوک حکومت نه درکوي، خو د غني په مرسته د حکومت برخه کېدای شئ. دا ستاسې وروستی چاڼس دی له لاسه يې مه ورکوئ! دا خو په حقيقت کې د ښآغلي غني د پلانونو برکت دی چې د ښاغلي خليلزاد په مرسته يې اتنيم کاله وروسته د پنجاب له غوجلې راويستې او قطر ته يې کړې او اوس به دې له قطره کابل ته راولي چې په دې ترتيب سره به د تل لپاره هم تاسې او هم هېواد د پنجاب له ګواښونو او راتلونکو خطرونو بچ شي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply