په فلسطين باروت وريږى  

استاد عمر پاڅون

245

 ضمير مړ دى، وجدان مړ دى، انسانيت مړ دى

ڼنګ مړ دى ، حيا مړه ده ، غيرت مړ دى

بى پتى د خپلو وروڼو په رڼو سترګو کى  ګورو

خپلوان مړه دى ، وروڼه مړه دى ، عزت مړ دى

بشر فعالان ، ماشوم فعالان ، حقوق فعالان ويده دى

انسان مړ دى ، مينه مړه ده ، محبت مړ دى

بربريت او وحشت نور انتها ته رسى

روغتون بمبارد شو ، زخمى مړ دى ، وصيت مړ دى

چيرته شيخان ، چيرته عرب ، چيرته عجم ويده دى

سعودى مړ دى ، مصر مړ دى ، کويټ مړ دى

اسلامى شورا ، امنيت شورا ، ملګرى ملتونه مړه دى

قاضى مړ دى ، قضا مړه ده ، عدالت مړ دى

اسلامى هيوادونه ، ملتونه ، حکومتونه مړه دى

دفاع مړه ده ، مورال مړ دى ، امت مړ دى

د صبر او مباريزى يوه پيړۍ شوه تيره

د فلسطين تقدير مړ دى نصيب مړ دى، قسمت مړ دى

يا الله ستا د رحمت لښکرى کله راځى؟

 لاس په دوعا يو د عبادت برکت مړ دى

پاڅون د سولى او د امن نړۍ غواړى

د زورواکانو په زړه کى بشريت مړدى

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.