ملګرى۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

استاد عمر پاڅون 

670

ملګرى سرداران کړه نو سردار به شى

مينه ورکړه وحت ورکړه  نو يار به شى

ستورى د اسمان کړه د محفل ياران

ته به هم اوچت شى نو قطار به شى

طمع او لالچ پريږده ځار شه د ملګرو نه

بدى ورځ يار شه نو غمخوار به شى

که خادم د دين ، وطن او د ملت  شولى

سر به شى ، واکدار به شى ، سرکار به شى

که سر دى د خپل قام ځنى قربان کړلو

ورور به شى، بابا به شى، پلار به شى

واخله مشورى د خپل ملګرو نه

هر کار به دى سم وى نو هوښيار به شى

مه کوه سيالى منفى، کينه او حسد پريږده

رښتينى شه، مخلص شه مددګار به شى

پاڅونه! خاورى د پښو د خپل ملګرو شه

سر به د کاروان شى نو سالار به شى

***************************************

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.