د بالیووډ سېنما وتلي ستوري عامر خان چې تر دې مهاله یې د خپلو مینهوالو زړونه ساتلي، پر یوه داسې نوي فلم کار کوي چې په کتلو به یې د خپلو مینهوالو تنده خړوبه شي.
که څه هم د هغه تېر فلم ټګز اف هندوستان په باکس افېس کې دومره و نه ځلېد، خو هغه لا هم په دې صنعت کې د یوه غوره ممثل ځای لري.
هغه د خپلې ۵۴مې کلیزې پر مهال خپلو مینهوالو ته زېری ورکړ چې د «لعل سېنګهـ چدها» په نوم پر نوي فلم کار کوي چې د ۲۰۲۰ مېلادي کال په وروستۍ میاشت کې به نندارې ته وړاندې شي.
د ادویت چندان په لارښوونه یا ډایرېکټري د دې فلم کیسه د اتول کولکارنې له لوري لیکل شوې ده.
په پیل کې تمه وه چې دا فلم به د سږ کال په ورستیو کې نندارې ته وړاندې شي، خو عامر خان اوس وايي چې اوسمهال تمثیل ته بشپړ چمتو نه دی؛ نو په همدې خاطر یې پرهېز پیل کړی چې ۲۰ کیلو ګرامه وزن کم کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې عامر خان د فلم لپاره خپل وزن کموي. هغه په ۲۰۰۸مېلادي کال کې د «ګجني» او په ۲۰۱۴مېلادي کال کې د «پيکې» فلم لپاره هم خپل وزن کم کړی و.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320