له پاکستانه وروسته ایران کابل ته ګواښونه کوي

0 647

له ختیځ ګاونډي وروسته اوس ایرانیانو له امریکا سره په خپل پراخېدونکي کړکېچ کې د افغانستان د ور ګډولو هڅې پیل کړې دي. تحلیل کوونکي یې پر ټلوېزیون او ټولنیزو رسنیو داسې نظریې وړاندې کوي چې که تر دې هم د تهران او واشنګټن اړیکې خرابېږي؛ نو د افغانستان د سولې پر روان بهیر یې ناوړه اغېزې زیاتېدای شي. دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان مهم ګاونډیان له طالبانو د یوې وسېلې یا عامل په حیث کارولو یادونه کوي، بلکې دوی دا کار له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې کوي او ځانونه بیا د افغانستان نږدې خواخوږي ښيي.

دوې میاشتې وړاندې چې د هند او پاکستان تر منځ جګړه‌یز کړکېچ د برید پولې ته ورسېد؛ نو اسلام‌اباد خورا په ستوغه ژبه دا خبره وکړه چې که نوي ډیلي پر پاکستان برید وکړ، د افغانستان د سولې بهیر ورسره خرابېدای شي. مانایې ښکاره وه چې که د هندوستان د برید مخنیوی و نه شي اسلام‌اباد به له امریکا سره خپله مرسته ودروي چې په کابل کې به د جنګ لمبې ورسره پراخې شي.

پر طالبانو د پاکستان اغېز ته په کتو ډېرو ته ګواښ رښتینی او د افغانستان په کورنیو مسالو کې ښکاره لاسوهنه بلل کېده چې پاکستان یې د پټولو پر ځای ښکاره کولو ته اړ شو، خو د ایران له اړخه دا تصور برعکس و او داسې نه ښکارېده چې ایران به هم له طالبانو د فشار د یوې الې کار اخلي او په سخت وخت کې به یې د خپل سیال پر وړاندې را وباسي.

خو تهران امریکایانو او کابل ته ګواښ وکړ چې که یې امریکا سره اړیکې نورې هم ترینګلې شوې؛ نو پر طالبانو به له خپل نفوذه کار واخلي او د سولې په نوم له روانې لوبې به یې په شا کېدو ته وهڅوي.

دا کیسه دوې مسالې را په ګوته کوي، اول دا چې دوی هم پر طالبانو اغېز لري او هم ورسره کلکې اړیکې لري. دویم دوی د افغانستان پر کړکېچ معامله کړې او لا یې هم کوي. که داسې وي؛ نو په ۲۰۰۱ کال کې هم کېدای شي دوی پر افغانستان د برید له اړخه له امریکایانو سره هم ورته معاملې کړې وي چې ډېر یې د ایران فرهنګي او سیاسي نفوذ ډېرېدا ته له طالبانو را وروسته افغانستان کې د ایران او امریکا تر منځ ممکنه هوکړې ته اشاره کوي.

اوس که ایران دا وايي چې د دوی او واشنګټن تر منځ د اوبو په خړېدو کې به دوی د افغانستان د سولې او ټیکاو هڅو ته جال ور اچوي؛ نو دا افغانستان ته د اندېښنې وړ مساله ګڼل کېدای شي.

کېدای شي ډېرو ته دا ډول څرګندونې ساده سیاسي الفاظي وبرېښي، خو په تېرو څلوېښتو کلونو کې په افغانستان کې جګړې او سولې هرې پرمختیا ته که لیږ ښه په ځیر وکتل شي؛ نو د افغانستان په وراني او جګړو کې د ایران ونډه تر پاکستان کمه نه ده او دغه هېواد په تېرو ۱۸ کلونو کې له طالبانو سره په وار وار په تودو اړیکو تورن شوی او د طالبانو پخوانی وژل شوی مشر ملا منصور له ایرانه پاکستان ته د داخلېدو پر مهال امریکایانو دوړه کړ.

پر دې سربېره په وروستیو کلونو کې له طالب جنګیالیو سره د ایراني وسلو شتون او د تېر کال په وروستۍ شپه په تهران کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړيو ته مېلمستیا ورکول د افغانستان په کړکېچ کې د ایران د ښکاره نفوذ څرګندونه کوي چې هم د افغانستان په سوله کې مرسته او هم خنډونه پېښولای شي.

افغانستان ته اوس په کار ده چې له تهرانه په دې تړاو وضاحت وغواړي او په سیمه کې د را منځ ته کېدونکو کړکېچونو په تړاو خپل دریځ روښانه کړي. په عین حال کې کابل ته لازمه ده چې د افغانستان د سولې پیل شویو هڅو ته توجه ډېره او د سیمې له کړکېچونو یې وساتي. د ولسمشر محمد اشرف غني حکومت باید د ایران د وروستیو څرګندونو په تړاو خپل شدید اعتراض د تهران واکمنو ته وړاندې کړي او د افغانستان په روان ناورین کې یې مخامخ ښکېل وبولي.

ورسره سم افغان چارواکيو ته په کار ده چې په کور دننه د پاکستان په څېر د ایران د لاس وهنو په اړه د شواهدو خپرولو ته کار زیات او د افغانانو د ذهنونو د روښانولو لپاره تبلیغات پراخ کړي. په دې کار سره به له یوې خوا افغان حکومت د روانې لوبې پټ اړخونه خپلو خلکو ته روښانه کړي وي او له بل پلوه به یې د طالبانو اصلي څېره نوره هم ولس ته ور پېژندلې وي چې په څه ډول د سیمې د استخباراتو په جالونو کې ښکېل شوي او هر هېواد یې د خپلو موخو لپاره هر وخت کارولای شي.

حکومت دا پوښتنه هم را مخې ته کولای شي چې که طالبان د خپلواکي ادعا لري؛ نو د پاکستان او ایران د ورته ګوت‌څنډونو په تړاو دې خپل رسمي دریځ په ډاګه کړي.

د تهران وروستۍ څرګندونې ښيي چې د افغانستان د سولې او جګړې په لوبه کې د سیمې هېوادونو ژورې ریښې غزولي او د هر هېواد د ګټو خوندي کولو د ډاډ را منځ ته کول ډېر کار او وخت ته اړتیا لري چې د امریکا، روسیې او چین په څېر د لویو هېوادونو په خوا کې دې د ایران او پاکستان په ګډون نور ټول ښکېل اړخونه ور دخیل او د سولې بهیر دې د نه کارولو له اړخه ډاډمن کړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply