افغان ملي ځواکونه/ عزت الله ځواب

0 666

ښايسته، ښايسته ځوانان دي، افغان ملي ځواکونه!
زمونږ قهرمانان دي، افغان ملي ځواکونه!
په بيړه چې کوي سيلاب ځپلو سره مرسته!
رښتيني انسانان دي، افغان ملي ځواکونه!
يو هم د پنجابي غوندې روژه خوړلې نه ده!
اصلي مسلمانان دي، افغان ملي ځواکونه!
د کلي جينکۍ به بيا په چغو- چغو ژاړي!
بمبار کې شهيدان دي، افغان ملي ځواکونه!
د ښار ښکلي دې راشي پرې دې وشيندي ګلونه
د دې افغانستان دي، افغان ملي ځواکونه!
دښمن به د ښوونځي تر سوځولو مخکې سوځي!
ملګرو راروان دي، افغان ملي ځواکونه!
ځوابه هلکان چې په کې دنګ دي، غنمرنګ دي!
ځوابه په تا ګران دي، افغان ملي ځواکونه!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply