بښنه کول مو د وجدان له عذابه ژغوري

0 1,538

حمیدالله حمیدي ـ

مور او پلار چې په ماشومتوب کې یې ستاسې له تمې سره ستاسو غوښتنو ته رسیده‌ګي نه وي کړې او ډېر نور کسان چې په ژوند کې یې دردولي وی، دغه څه کله کله ستاسو په وجود کې دومره ژور ټپ رامنځته کوي، چې له ځان سره وایی: «هېڅکله یې هم نه بښم»، « ځینې کسان هېڅ د بښلو ارزښت نه لري»، «ځینې پېښې هېڅ د بښلو نه دي»؛ خو له بلې خوا مذهبي مشران او ارواپوهان وایي چې بښنه کول مو د وجدان له عذابه ژغوري او فشارونه مو له منځه وړي، چې دغه څه د روغتیايي او رواني مسایلو لپاره حیاتي ارزښت لري.

هر څوک کېدای شي یوه ورځ تېروتنه وکړي. فکر وکړئ تاسې خپله تېروتنه کړې ده او له مقابل کس څخه یې د بښنې تمه لری. بښنه په شخص کې هیجاني او عاطفي حالت پیدا کوي. عاطفه، غوسه له منځه وړي؛ خو غوسه بیا د انسان مثبته انرژي له منځه وړي او کېدای شي کله ناکله خو يې د تباهۍ سبب هم شي.

کېدای شي تر اوسه مو د ډېرو بدو پېښو لکه وهلو– ډبولو او يا قتل خبرونه اورېدلي وي. پوهېږی! قتل ډېری وخت د ډېرې غوسې پايله وي. اوس فکر وکړئ چې که د خاوند او مېرمنې تر منځ هم بښنه نه وي او ژوند يې له خپګان او غوسې ډک وي، برخليک به يې څه وي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply