د ولسي جرګې لومړی دستلاف

0 580

بالاخره هغه اندېښنې رښتیا شوې چې نوې ولسي جرګې ته په لویه کچه د بریالي شویو سوداګرو او پانګوالو له اړخه د ځینو زړه خوړین و. په لومړي دغه ډول ډیموکراټیک خوځښت کې د یوه مخکښ سوداګر د غوراوي کیسه چې د ولسي جرګې د ریاست لپاره ولاړ دی کړکېچنه شوه.
سره له دې چې میر رحمان رحماني د ۲۴۷ حاضرو استازو له ډلې ۱۲۳رایې وړې وې، خو په جرګه کې د نصاب کمېدو لپاره څلور رایې ځینو پټې کړې شوې وبللې چې له کبله یې د ولسي جرګې موقت مشر په خپل سر لوبه پای ته رسېدلې او ښاغلی رحماني يې بریالی شوی اعلان کړ چې ورسره سم مساله په کړکېچ واوښته او ۱۲۴ نورو حاضرو د مخالفت غږ پورته کړ.
د مخالفینو استدلال دا دی چې د تر لاسه شویو رای پاڼو لپاره ۲۴۷ وکیلانو لاسلیکونه کړي دي او په نصاب کې یې خپل حضور ثابت کړی او که څلورو کسانو رایې نه وې کارولې؛ نو د هغوی رایې په باطلو کې حسابېږي. ښاغلی رحماني د سیاست او پارلماني چارو تجربه نه لري، خو د پیسو د لرلو له اړخه یې د ډېرو پام ور اړولی دی. د هغه سیال کمال ناصر اصولي تور ولګاوو چې د ریاست د څوکۍ لپاره یې مقابل اړخ ۳ میلیون ډالره مصرف کړي او هره رایه د هغه په خبره په لس زرو ډالرو تر لاسه شوې. هغه ومنله چې د لومړي پړاو په پرتله یې کمې رایې وړې دي، خو دا یې هم په ډاګه کړه چې سیال یې هم بری نه دی خپل کړی او اعلان شويو پایلو ته په لسګونو وکیلانو په غبرګون کې وویل چې هیچا ته په زور د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ خپلولو اجازه نه‌شې ورکولای.
خو د ډېرو افغانانو او څارونکيو لا په دې سر نه دی خلاص چې کمال ناصر اصولي د کوم تاکتیک پر اساس په لومړي پړاو کې ۶۹ او په دویم پړاو کې یې ایله ۵۵ رایې خپلې کړې؟ باور دا وو چې هغه به په دویم پړاو کې د لومړي پړاو نږدې دوه برابره رایې يوسي، خو دا معما د ښاغلي اصولي لګول شوی تور ځوابوي چې ګواکې ببر څڼو ډالرو د یو شمیر هغو وکیلانو پام هم بل خوا اړولی چې د جرګې له پرانیستې وړاندې ځینو نوي پارلمان ته هیلې درلودې.
ورسره سم دا پوښتنه د ښاغلي اصولي ادعا ته وزن ورکوي چې ولې یو شمېر وکیلانو د جرګې په دننه کې د خپلې کارول شوې رایې تصویرونه اخیستل؟ که اخیستل شوی تصویر د پیسو ترلاسه کولو یا کومې بلې مسالې لپاره د سند په حيث نه کارول کېده؛ نو ولې د موقت مشر او ځینو نورو له پرله‌پسې غوښتنو او نارو سره سره د یو شمېر استازو له خوا د کارول کېدونکې رایې د تصویر اخیستو لوبه په خپل زور کې روانه وه؟ ځواب یې پر ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکيو داسې ورکړی چې ګواکې د کړې ژمنې د ثابتولو او کته پورته شویو ډالرو د ترلاسه کولو لپاره د خپل وجدان د تصویر اخیستل اړین و چې د سند په حيث یې د خپلو مبایلونو د کمرو بټنې پرې ور کېکاږلې.
پر ټولنیزو رسنیو په دغه بهیر کې د ډالرو د احتمالي کارېدو په تړاو بحثونو ته د ښاغلي اصولي تورونو نور زور هم ورکړی او د نظام پر دغه بنسټ یې له همدې پیله د خلکو باور ته کلک ګذار ورکړ. سره له دې چې تر اوسه هیچا د وکیلانو تر منځ د کته پورته شویو پیسو په تړاو کوم سند نه دی وړاندې کړی، خو د نوي ريیس شتمنې ته په کتو ځینې شک کوي چې د ولسي جرګې ریاست ته رسېدل له پیسو پرته اسانه چاره نه ده.
خو بل خوا د ولسي جرګې وروستي کړکېچ د دغه کړېدلي ملت هغه خوشبیني په سمندر لاهو کړه چې فکر یې کا وو د افغانستان نوی شوی پارلمان به چې نیمايي یې ځوانان دي وکولای شي د دې هېواد د خلکو هغه هیلې پوره کړي چې د مقننه قوې له اړخه یې له یوې نیمې لسیزې راهیسې درلودې. د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته له ځینو سره داسې تمه پیدا شوې وه چې ممکن د تېرې ولسي جرګې خلاف به نوې هغه چې زورواکي پکې کم او لوستي پکې زیات دي وکولای شي چې له ولسمشر سره د دې هېواد سورۍ بېړۍ تر ساحله ورسوي، خو د نورو ډېرو اټکلونو او خوشبینیو په څېر د دې ملت بېړۍ د هرې ورځې په تېرېدو د فساد او شخصي ګټو له اړخه ډوبېدونکې برېښي.
ځینې شنونکي اندېښنه لري چې د افغانستان نوی پارلمان به تر پخواني هغه د پیسو او اقتصادي مسالو له اړخه ډېر لانجمار او په کړکېچ کې ښکېل وي. لومړنۍ تجربه یې ترخه او ډېرو نورو ته د تمې خلاف وه. د افغانستان ولسي جرګه د قومي او سمتي تربګنیو پر داسې مورچل بدله شوې ښکاري چې له کبله یې د دې اوبدلي ملت تر منځ توپیرونه پراخوي او کرکه زیاتوي.
د دې په خوا کې بله اندېښنه د ولسي جرګې د راتلونکو چارو د مدیریت له اړخه ده چې د پخوانۍ هغې په څېر به په کړکېچونو کې نغاړلې او د کار له اړخه ناسمه وي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply