که مو ماشومان سهار ښونځي ته نه ځي نو باید څه ورسره وکړئ؟

0 904

 _لیکوال: محمدالله آرین
ډير ماشومان هر سهار مخکې تردې چې ښونځي ته ولاړ شي له هرې شونې لارې ځان ته په کورکې د پاتې کيدو لپاره پلمې لټوي کله وايي ناروغ يم، کله وايي خواب راځي، کله وايي لاس مې درد کوي کله له ټولګي او يا لارې څخه شکایتونه لري…. مور او پلار يي هم وايي چې مخکې داسې نه وو خونه پوهیږي چې ولې په يو وار يي ماشوم له ښونځي څخه زړه توری شو.
په هر حال دا ستونزه يوازې تاسو نه لرۍ بلکه زه« لیکوال» چې د ماشوم په برخه کې لیکنې کوم او مطالعه هم لرم په کور کې د ماشومانو له همداسې ستونزې سره مخ یم خو تدريجي هڅه کوم د مور، خويندو او ښونځي ته تلونکو وروڼو په مرسته يي حل لاره راوباسم او تقریبا حل لاره ګټوره هم ثابته شوې ده خو ددې لپاره چې ددې ستونزې مخنیوی هرې مور او پلار ته اړين دی پرې څو کرښې تورول او په دقت سره لوستل به يي بې ګټي نه وي.
که تاسو هم داسې ماشوم لرئ چې په يو دمي ډول ښونځي ته له تګ څخه انکار کوي مهمه مسله داده چې ستونزه باید پيدا کړئ او روښانه کړئ چې د کورنۍ دنده او درس پرې ډير دی؟ ټولګيوال يي ځوروي؟ اوکه کومه بله ستونزه ده چې ماشوم ورسره مخ دی؟ مور اوپلار ته ډيره مهمه ده چې د ماشوم کړه وړه له نيږدې وڅاري، آيا اړتیا ده چې ډير ويده شي او که ټولنيزه سونزه ده؟ يا داسې خو نه ده چې ماشوم د ستونزې د حل پوره وړتيا نلري او نه غواړئ له خوبه را ويښ شي او يا ښونځي ته د تګ لپاره زړه ښه کړي؟ ځينې ماشومان په ټولګي کې له پټکو او يا تیزو خبرو ډاريږي شونې ده په ټولګي کې ځينې خبرې يا د ښونکي عادات يي خوښ نه وي او له همدې امله زړه توری شوی وي.
کله کله ښونځي ته د تګ پر مهال د هغو ستونزو په تړاو چې ماشوم يي فکر کوي له خپل ذهن سره سمه ورته حل لاره راباسي خو يادې حل لارې نه دي د بیلګې په ډول که کورنۍ دنده پرې ډيره وي نه يي شي کړای سهار چې را پورته شي ددې لپاره چې په ټولګي کې د ښونکي له بدو خبرو يا غصې ځان وساتي ښونځي ته له تګ څخه انکار کوي خو ددې ستونزې حل لاره دا نه بلکه له ماشوم سره په کورنۍ دنده کې مرسته ده، که په ټولګي کې د ګروپي کار وړتيا ونلري او په سبا يي په ټولګي کې ګروپي کار وي بیا هم نه غواړي چې ولاړ شي چې ددې ستونزې حل لاره داده چې له ښونکي سره يي خبرې وشي او دا ماشوم تدريجي او په خپله خوښه ګروپي کار ته وهڅول شي… همداسې ډير نور لاملونه هم شته دي ان تر دې چې شونې ده ستاسو ماشوم غواړي ټولګي ته ولاړ شي خو د بل ټولګیوال نه راتګ ددې لامل شوی وي چې دی هم ونه غواړي ټولګي ته ولاړ شي په هر حال د ماشوم د ستونزو حل لاره له مور او پلار سره ده نه له ماشوم سره.
شونې ده ماشوم مو درته ووايي چې ښونځی ورته ستړی کونکی دی. ځينې څيړونکي وايي هغه ماشومان چې په ښونځي کې فضا ورته بل ډول شکاره شي وايي نور مې ښونځي ته زړه نه کيږي، هلته خوب راځي،کله کله د ښونځي په تړاو ان غصه ورځي او په ژړا کیږي خو دا د مور او پلار دنده چې د ماشوم پوی کړي چې ښونځي ته تګ ستا په خوښه نه بلکه ستا مسولیت دی او همدا ستا دنده ده چې باید ښونځي ته ولاړ شې.
که غواړئ چې ماشوم مو بې حوصلې نکړی ځينې شخصي تجربې درسره شریکوم:
زما ماشومان چې کله هم ښونځي ته نه ځي زه پرې مستقيم فشار نه راوړم بلکه مور ته يي پریږدم چې فشار پرې راوړي څو ښونځي ته ولاړ شي چې کله پوی شم چې ماشوم غصه شو او نور يي ژړا او منډې ته زړه دی دستي مداخله کوم د کتابونو بکس او داوبو بوتل يي را اخلم يو ډول دده پلوي روحيه ښکاره کوم مور ته يي تندۍ تریو نيسم او ماشوم راباسم چې کله کوڅې ته را وزو ماشوم په يوه شيبه کې د کور غصه هيروي وايي پلاره زه خو ښونځي ته تلم خو مور ته مې غصه ووم…. همداسې کله کله بیا داسې کوم چې د اونۍ په لړ کې چې کله هم ماشوم ښونځي ته د تګ په برخه کې ناړامي کړي وي د جمعې په ورځ يي چې د باندې یا چکر ته باسم او ماشوم د ساعتري په اوج کې وي ورته وايم که ښونځي ته سم ولاړ شې تل به دې داسې ځايونو ته راولم او تل به درته داسې ډالۍ ګانې اخلم…. ډير کم داسې هم کوم چې د رخصتۍ پر مهال ښونځي ته خپله پسې ورځم له لاسه يي را نيسم د ټولګيوالو په مخ کې يې ښکلوم څو د غرور احساس وکړي او د باندې چې هر ډول خوراکي څيزونه غواړي ورته يي اخلم څو خوشاله شي… همداسې يو بل دوست مې بیا ويل چې زما بچي ښونځي ته نه تلل زه ورغلم يو قوطی قلمونه مې پټ د خپل بچي ښونکي ته ورکړل او ورته مې وویل چې کله هم زما زوی ځينې ځوابونه سم درکول نو دستي ډالۍ ورکوه او هغه ته مه وايه چې دا قلمونه دې پلار راکړي بلکه داسې وښيه چې ته ډير ښه زده کونکی يې او ښونکي دې درته ډالۍ درکړې چې دا هم يوه ډيره معقوله حل لاره ده.
لاملونه او پايلې:
لکه څنګه چې لويان هم له ورته ستونزو سره مخ کيږي خو موږ وينوچې سهار په ميلیونونو کسان دندې ته ځي په دې ميلیونونو کسانو کې ټول د دندې لېوال نه دي، هر يو يي سهار چې له بسترې راپورته کيږي له زړه يي خدای خبر وي خو څه وکړي؟ بله چاره شته؟. دوی د خپلو ستونزو د حل لپاره دندې يا کار ته تګ ټاکلی دی. همداچې لويان غواړي خپلې ستونزې په کار يا دنده حل کړي همدې انګيزې دوی اړ ويستي دي چې په ريښتونې دنيا او کار کې بریالي وي.
ښه چلند هغه وړتيا ده چې شونې ده ماشوم يي زده کړي:
کله چې د لويانو مسلې ته ګورو له دوو څيزونو سره مخ کيږو يوه انګيزه او بل يي پایله او لامل. انګیزه هغه څه ده چې دی اړباسي څو کار ته ولاړ شي. دوی باید د کورنۍ لګښتونه پوره کړي، دوی باید خپلې اړتياوې پوره کړي. دوی سخت کار کوي څو ښې جامې ، ښه کور او نور اړين توکي ولري. لامل يي دادی چې که دوی سهار وختي را ويښ نشي او کار ته ولاړ نشي شونې ده دنده له لاسه ورکړي او دوی به له ګڼو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
نو په هغو ماشومانو کې چې ښونځي ته نه ځي انګيزه او لامل ورته يو څيز دی او اړتيا ده چې ماشوم ته دوه مهم ټکي سر له اوسه ور زده کړئ. د مور او پلار په توګه تاسو باید دا موخه وټاکئ: داسې څه وکړئ چې ماشوم مو ښونځي ته ولاړ شي او يا ورسره مرسته وکړئ چې ښونځي ته د نه تګ ستونزې يي حل شي.
انګیزه ډيره مهمه ده او موږ یو چې باید د ماشوم د ستونزې حل لارې ولټوو. مور او پلار باید له ماشوم سره بحث وکړي چې که چیرته:« وختي ويده شي سهار به وختي له خوبه را ويښ شې،ته کړای شې د شپې تر نهو بجو ويښ پاتې شې،ته کړای شې چې د ويده کيدو پر مهال موسيقي واورې، چې وختي ويده شې سهار وختي را پورته کيدای شې او مهمه نه ده چې رڼا شوه ته باید دستي ويښ شې،مخ ووينځې او د ښونځي جامې پر تن کړې بلکه يو ساعت نور هم کړای شې په خپل خوب ځای کې پاتې شې او..» ورته کړنې د ماشوم په عادت بدليږي.
کله مو چې ماشوم ته يادې خبرې وکړې تدریجي ماشوم درک کوي چې د مور او پلار يي خوښيږي چې دی وختي راويښ شي، ستونزه جوړه نکړي، منظم پورته شي او…..ځکه ماشوم ته ويل کفایت کوي او تدريجي ماشوم د ويلو له لارې د عمل لاره ټاکي.
لامل هم ډير آسانه را منځ ته کيدای شي. هڅه وکړئ له ماشوم سره په شخړه وانه وړئ، هڅه باید دا وي چې له اوسنیو شرایطو سره اړیکه ټينګه کړئ، ان تر دې چې کله مو ماشوم ډير وړوکی وي او ښونځي ته له تګ څخه انکار کوي تاسو باید له پايلو څخه ګټه پورته کړئ. کله چې تاسو د پايلو په برخه کې مقاومت وکړ او ماشوم مو پوی کړ چې نور دې يو ساعت مخکې ويده کوم، د ټلویزيون کتلو، کمپيوټري او موباييل ګيمونو اجازه نه درکوم ماشوم ته هم سوچ پيدا کيږي چې ددې ستونزې حل لاره په وخت کيده او سهار وختي را پاڅيدل دي. منو چې نن ښونځي ته د ماشوم لیږل زموږ مجبوریت دی خو که له ماشوم څخه ځينې هغه خوشالۍ چې دی يي غواړي او يا يي خوښيږي خو موږ نه دي ورته ويلي موقتي واخيستل شي مجبور دی د لويانو په شان زموږ غوښتنې ته تسلیم شي.
ځينې جدي محدودیتونه وضعه کړئ او اجازه ورکړئ چې ماشوم مو دخپل کار پایلې وګوري
کله چې پوهيږئ چې ښونځي ته د ماشوم د نه تګ ستونزه لويه شوه، او ماشوم د کور او ښونځي په برخه کې چندان علاقه مند نه دی نو څو مهم ټکي باید په پام کې ونيسو: مور او پلار باید تر ټولو مخکې پوی شي چې له ماشوم سره څه ډول چلند وکړي. دا چې د ورځنيو مسولیتونو تر سره کول څومره مهم دي باید ډير کار وشي. هغه ماشومان چې ښونځي ته د تګ پر ځای هره سختي پر ځان مني خو نه ځي والدین يي اړ دي چې له ماشوم سره اړیکه وساتي او په کور کې د ننه باید ماشوم ته ځينې مسولیتونه وسپاري،« آيا ماشوم په کور کې د هر سپارل شوي کار پر وړاندې مقاومت کوي؟ آيا په کور کې د خپلو دندو پر وړاندې مسولیت منونکی دی؟ آيا ماشوم مو په کور کې دټلويزيون کتلو، لوبو کولو او يا ويډيويي ګيمونو د کولو په برخه کې محدودیت نلري؟» که چیرته ددې پوښتنو ځواب مثبت وي نو اوس يي وخت دی چې پر ماشوم باندې بندیزونه وضعه شي او ددې کارونو د اجازې په بدل کې تاسو ورته وړاندیز وکړئ چې ته به ښونځي ته ځې زه به درته د لوبو، ټلویزیون کتلو او یا موباييل کې د لاس وهلو اجازه درکوم.
څو مهم ټکي: کله چې پوهيږئ چې سهار مو د ماشوم را پورته کيدل سخت دي. اوس يي وخت دی چې ددې ستونزې دحل مدیریت زده کړئ. د سهار پر مهال له ماشوم سره شور او بګت مه کوئ ځکه په دې وخت کې ماشوم د تګ پر ځای خپل ذهن تاسو ته د پلمو په لټولو بوخت ساتلی دی اوس ورته غصه کیږئ مو دا کار بل وخت ته پريږدئ. که چیرته د سهار په پورته کيدو کې ستونزه دومره جدي شوه له ښونځي سره يي مشوره وکړئ چې احمد به کله کله لږ ناوخته را لیږو خو ښونځي ته لیږل يي حتمي دي مګر ښونکی يي باید په ټولګي کې حتمي وغندي چې ولې ناوخته راځي او کله مو چې سهار ماشوم له خوبه پورته شو ښونځي ته له تګه يي انکار کاوو خو کله يي چې ستاسو« مور، پلار» خپګان ولید وروسته پيښمانه شو نو حتمي يي ښونځي ته بوزئ چې ټولګي ته ناوخته ولاړ او ښونکي ورته غصه وکړه نو دی اتومات پوهيږي چې کار يي سم نه دی او د ناوخته راتګ له امله ورته ښونکی په غصه شو.
په پای کې:
کله چې ستاسو ماشوم نه غواړي له دې دومره کړاو سره سره هم اصلاح شي نو هڅه وکړئ چې په دریو ټکو تمرکز جاري وساتئ:
لومړۍ: ستونزه په سم ډول وپيژنئ،د ستونزې حل لارې پيدا کړئ چې بره يي ذکر شوی دی. او که ميندو تر اوسه برني کارونه نه وي کړي باید سر له اوسه يي تمرين پيل کړي.
دوهم: مور او پلار باید هغو ماشومانو ته چې سهار وختي له خوبه پورته کيږي آفرينی او ډالۍ ورکړي، ځکه دوی خپله ستونزه حل کړې او همداناز او ډالۍ نورو ته د عبرت درس او د ښه او سحرخیز ماشوم په عادت بدلیږي.
دریم: د بنديزونو له پایلو مه ډاريږۍ په دنيا کې هيڅ داسې کار نشته چې په خپله دې وشي په ځينو برخو کې فشار او بندیز يوازنۍ آله ده چې سم کار کوي، په دنيا کې ډيرې داسې ستونزه شته دي چې د ماشوم پر وړاندې د نن غفلت له امله به يي هغه سبا او بل سبا خامخا مزه وڅکي خو مخکې تر دې چې ماشوم ته د سبا ستونزه تر ننه ډيره جدي وي ښه ده چې همدا نن د سبانۍ ستونزې مزه وڅکي او اصلاح شي ځکه کله چې ماشوم غټيږي هغه ډار چې په ماشومتوب کې يي لري په تنکۍ ځواني کې يي نلري نو که موږ نن ماشوم ښونځي ته په تګ او مسولیت منلو قانع نشوای کړای په ځواني کې يي قانع کول او اړ ويستل نه يوازې ناشوني دي بلکه د فشار پر مهال ماشوم نه يوازې مقاومت کوي بلکه ډير ماشومان او تنکي ځوانان له کوره تيښتې ته زړه ښه کوي او په لسګونو نورو بد فعلیو باندې اخته کيږي.
د مور او پلار په توګه مخکې تر دې چې ماشوم مو ځوان شي، ستاسو پر خبرو باور ونکړي او يا ونه ډار شي نن يي ښه وخت دی چې خپل ماشوم مسولیت ته متوجې کړئ او د ځوانۍ تر عمر پورې يي داسې وروزۍ چې په هر حالت کې ستاسو خبره اوله او آخره وبولي او درته تسلیم شي که مو داسې ونکړل او ماشوم مو خپل سری عادت کړ چې ځوان شو بیا د هغې لمدې لښتې را قات کول چې اوس پوره ونه شوې ناشونی کار دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply