د غني له پرمختګونو ډکه دوره

0 607

ګلرحمن رحماني _

زما په یاد شي د ښاغلي کرزي د واکمنۍ په وروستیو کې ، د ځینو کړیو له لوري داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې افغانستان به په ۲۰۱۴ م کال کې د یو ستر بحران سره مخامخ شي . دا ځکه چې له یوی خوا د کرزي واکمني پای ته په رسېدو وه او له بلې خوا بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتل په همدې موخه کرزي نه غوښتل چې واک پریږدي د هغوی هیله وه چې ولس به بیا په دوی غږ وکړی او د یوی جرګې له لوري به دوی ته بیرته واک ورکول شي چې د جرګې لپاره دوی ډېری غوښتنی هم وکړې چې ټولی رد شوی اوس چې د سولی لپاره افغان حکومت یوه لویه مشورتی جرګه جوړوله نو پخوانی ولسمشر حامد کرزی ډېر خوښ برېښیده خو کله یې چې د جرګې اجنډا ولیده لدی جرګې سره یې مخالفت اعلان کړ .

دوی فکر کاوه چې هغه پخوانی دوران دی خلک به راپورته شي او د حکومت نه به د استعفاء غوښتنه وکړي او یا به هم پاڅون وکړي خو دا چې اوس ولس او په ځانګړی توګه ځوانان هوښیار دی او هر ګام په پوره فکر او ځیرکتیا سره ږدي او د داسې کړنو مخنیوی کوي، نو د یادونې وړ ده چې د دغه ټیم د دومره ناکاره هڅو سره بیا هم ټاکنې وشوې ، غني د افغانستان ولسمشر وټاکل شو او د افغانستان د ملي وحدت حکومت په نوم یوه نوې اداره د ډیرو ننګونو خو له یوه نوي او کلک هوډ سره رامنځته شوه .

هغوی چې غوښتل یې ټاکنی ونه شی او د خلکو اذهان خراب کړي پر مخ یوه کلکه څپېړه وخوړله خو بیا هم د قدرت او واک وږي ارام نه شول ، دوی به ویل چې حکومت نشی کولای نور دوام وکړي کال یو نیم کې به بېرته سره ړنګېږي، خو د ښاغلي ولسمشر غني پالیسي دې هر څه ته تغیر ورکړ او د یو نوي افغانستان ډبره یې کېښوده .

د ولسمشر غني په دوران کې دوی ډيرې هلې ځلې وکړې تر څو دولت ډېر ضعیف او ناکاره وښیي خو دا چې په راس کې یې یو هوښیاره او ځیرکه شخصیت شتون درلود د دوی هره غوښتنه او منفی تبلیغات به یې دروغ ثابتول.

د ولسشمر غنی او د دی نظام نیږدی ۵ کاله پوره کېدونکي دي ، نه نظام سقوط شو او نه هم غني په ګونډو شو په هسکه او دنګه غاړه یې د افغان ولس او افغانستان ته د چوپړتیا لپاره نه ستړی کیدونکې هلی ځلی وکړی او افغانانو د هیلو او پرمختګ غوټی یې وغوړولی او نوی امید یې افغانانو ته ورکړ .

د هر کال په تیریدو داخلي عایداتو کې ډیروالی راځی او ورو ورو د غنی په شتون کې افغانستان په ځان بسیا کیږی چې دا هر څه د ښې حکومتوالی له کبله دي . د اوسنی حکومت پر مهال تر ټولو ډیر سولی ، ملی وحت ، اقتصاد ، پوهنی ، پراختیایې او ټولنیزو برخو کې کار شوی دی .

د هیواد د ابادی او سوکالی ډیری موقع مو له لاسه ورکړی دی نو راځی چې له دی طلایې فرصت نه ګټه واخلو ډیرو پسی لاړ نه شو ښاغلی غني وټاکو لمن یې ونیسو او غږ پرې وکړو چی ته مخکې موږ درپسی او یو ښکلی او پرمختللی افغانستان جوړ کړو .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply