ولې د جنرال خوشال سعادت د استعفی غوښتنه؟

ګلرحمن رحماني

0 1,276

د جمعې شپه ناوخته چې کله ملي پولیسو د پلڅرخي په لاره د ولسي جرګې د وکیلانو موټر ودرول او له هغوی څخه یې د تورو ښيښو لرونکو موټر او وسلو د جوازونو پوښتنه وکړه او د دوی موټر یې وپلټل، نو وکیلانو له دې څخه حیثیتي موضوع جوړه کړه، خپل نور ملګري وکیلان یې ور وغوښتل، غوغا یې جوړه او بیا له هغه ځایه د ولسي جرګې تالار ته ولاړل او د شپې ناوخته یې بیړنۍ غونډه راوبلله، ته به وایې چې خدای مکړه پاکستان پر افغانستان برید کړی او یا بل کوم دومره لوی ناورین رامنځته شوی چې هیواد او ولس دواړه په خطر کې دي.

د شپې په دغه بیړنۍ ناسته کې وکیلان د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معین جنرال خوشال سعادت د استعفی غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د دغې پېښې پرمهال خوشال سعادت په اړونده سیمه کې نه وو او نه هم په دغه قضیه کې ښکېل وو. له دې غوښتنې سره ولس ته دا هر څه ښکاره شول چې وکیلان څوک دي، له چا پورې او یا کوم بانډ پورې اړه لري او ولې د خوشال سعادت د استعفی غوښتنه کوي؟

جنرال خوشحال سعادت هغه شخص دی چې د افغانستان دولت لپاره یې په ډېرو حساسو شیبو کې ډېرې لاسته راوړنې راوړي ، تر ټولو مهمه لاسته راوړنه یې دا ده چې د شهید اوونۍ کې یې لومړی ځل له هغوی وسلې ټولې کړې چې غونډ ښار باندې یې ویره خپره کړې وه ، د امنیتی ځواکونو په همکاری او د سعادت صیب په مشرۍ ټاکنې په امن کې ترسره شوي .

په افغانستان کې د ګوتو په شمار خلک دی چې د ولس او سرتیرو په زړونو کې یې ځای نیولې چې د هغو له ډلې څخه یو هم ځوان جنرال خوشحال سعادت دی چې سرتېرو ته یې دومره روحیه او توان ورکړ چې د یو وکیل موټر ودروي ، د تورو ښیښو د بدلولو ورته ووایي ، په ښار کې مافیایي کړۍ له مابینه یوسي او د قانون منګولو ته یې وسپاری . له دې څخه معلومېږي چې وکیلانو دا سناریو پلان کړې وه او یوازینۍ موخه یې داده چې جنرال خوشال سعادت چې د مافیا، ترهګرو او د وطن د دښمنانو پر وړاندې لوی خنډ دی له مخې لیرې کړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply