عبدالله د بریا په نوم خپلې ناکامۍ ته پلمې لټوي

ګلرحمن رحماني

0 1,007

د تېری شنبې (د تلې په شپږمه) په ورځ د څلورم ځل لپاره د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې درې ورځې وروسته د ډاکټر عبدالله عبدالله له خوا د اساسې قانون او د ټاکنو د قانون خلاف د خپل بري اعلان وکړ .

په اصل کې عبدالله عبدالله د بری اعلان ونه کړ، بلکې هغه د خپلې ناکامۍ او د بیا معاملې اعلان وکړ، ځکه کله چې په ۲۰۱۴م کال کې د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غنی تر منځ انتخابات دویم پړاو ته لاړل، نو په همغه وخت کې عبدالله عبدالله مختېفی اوازې خپرې کړې وې او ویلي به یې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې، موږ دا ډول انتخابات نه منو ، په ښار کې یې په انتخاباتو کې د درغلیو په نوم مظاهرې وکړې هماغه و چې امریکا دخالت وکړ او په افغانستان کې یې د ملې وحدت حکومت رامنځ ته کړ .

د یادونې وړ ده چې دا ځل به د ملې وحدت د حکومت د جوړیدو په شان معامله کې عبدالله عبدالله ناکام پاتی شي ځکه په ۲۰۱۴م کال کې تر ټولو غټه ستونزه دا وه چې افغانان په اندیښنه وه هغه دا چې له افغانستان څخه نړیوال ځواکونه په وتلو وه او ټول په دی اندیښنه کې وه چې خدای مه کړه د بهرنیانو له وتلو وروسته به بیا په افغانستان کې داخلې جنګونو پیل شی 

دویم دا چې په هغه وخت کې زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونو دومره توانایي نه درلوده چې د ټول هیواد د وګړو امنیت خوندي وساتي .

دریم دلیل یې دا و چې په هغه وخت کې د انتخاباتو کمېسیون کې دومره ظرفیت موجود نه و چې د رایو په اکثریت ګټلو باندی یو شخص وټاکي .

د دغو ټولو پوښتنو ځواب ته محمد اشرف غنی په طلوع نیوز خصوصي رسنی کې د اجرایه ریاست په اړه چې مشری یې عبدالله عبدالله کوی وویل چې په اینده کې به زه اجرایه ریاست نه رامنځ ته کوم ځکه اجرایه ریاست زما د کارونو پر وړاندی چیلک اچول کول ځکه کله به چې ما د کوم کار د پیل کیدو کوښښ وکړ نو تر ټولو لمړی به اجرایه ریاست وه چې زما د کار د خنډ سبب به شوه .

د یادونی وړ ده چې په افغانستان کې د افغانانو د رایو د سرنوشت د معلومولو لپاره افغان رایه ورکونکو او نړیوالې ټولنې ته د ټاکنو د کره توب ، روڼتیا او د بریالۍ شخص ټاکل یواځی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دنده او وظیفه ده چې د خلکو د اکثریت رایو په ګټلو سره بریالۍ اعلانیږی .

د عبدالله عبدالله تر څنګ ځینې نور نوماندانو هم اعلانونه وکړل ، د دوی اصلي موخه بریا نه ده، دوی دا مني چې ناکام دي، مګر دوی غواړي چې په دې ډول خپلې ناکامۍ ته توجیهات ولټوي.

د دغو ټولو نوماندانو اعلانونو ته د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ وویل چې د عبدالله په شمول هیڅ نوماند حق نه لري چې ځان بریالی اعلان کړي ځکه دا حق یوازې له ټاکنیزو کمیسیونونو سره دی .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply