د ثبات او همپالنې ټیم ولې تورونه پورې کوی؟

ګلرحمن رحماني

0 705

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم له  پیل راهیسې د عامه اذهانو د خرابوالي او مغشوشولو په موخه بېلابېلې اوازې خوروي او یا هم ناحقه تورونه پورې کوي، دوی په دې ډول کوښښ کوي چې خپله ماته پټه او تعبیر کړي او ترڅنګ یې په ګټونکي ټیم چې دولت جوړوونکی دی فشار زیات کړي او په دې ډول یو ځل بیا امتیاز ترلاسه کړي.

د ثبات او همپانلې ټیم ریس علي احمد عثماني د دوشنبې په ورځ (د تلې پر ۲۹مه) نیټه رسنیو ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت ځانګړي پولیس د دغه کمیسیون د دارالانشاء د غړو په همکارۍ د قفل ماتولو سره د رای ورکونکو معلوماتي مرکز ته داخل شوي دي او یادو کسانو په بایومیټریک سیستم کې پراخه لاسوهنه کړې ده .

دوی په همدې پلمه د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم له حکومته دا هم وغوښتل چې د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاء مشر ، د امنیت مرسیتال خوشحال سعادت او په کمیسیون کې دي شته امنیتي کسانو دندې وځنډول شي .

د ټاکنو خپلواک کمیسیون او امنیتي ارګانونو دغه اوازی بیځایه او بې مورده وبللې او یادونه یې وکړه چې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم دې په ناحقه امنیتي ارګانونه چې تر دې مهاله یې خپله بې طرفي ساتلې نه تورنوي.

د ډاکټر عبدالله په مشرۍ ټاکنیز ټیم په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې هم دغه ډول اوازې خپرولې او په  لوی لاس یې د ټاکنو پایلې ناندریزې کړې او ځانته یې امتیاز واخیست. هغه غواړي چې د تېر په څېر یو ځل بیا د ځان لپآره امتیاز واخلي. مګر دا ځل به ورسته ستونزمنه وي چې په تورونو او تهمتونو دې فشار وارد کړي او یا دې هم له مقابل او ګټونکي ټیم څخه امتیاز ترلاسه کړي، ځکه اوس ټول ولس ته دا معلومه ده چې څوک ګټونکی او څوک بایلونکی دی.

بله دا چې تېر ځل چې حکومت کې سهم ورکړل شو، نو عبدالله او ملګرو یې له داخل څخه د حکومت د کمزوري کولو لپاره کوښښونه وکړل او حتی د ملي پروګرامونو، پروسو او برنامو پر وړاندې یې خنډونه ایجاد کړل، د اصلاحاتو مخه یې ډب کړه او د ښې حکومتولۍ د ترویج پر وړاندې یې مزاحمتونه وکړل، نو په دې خاطر ولس  او ولسمشر دواړه د ډاکټر عبدالله له نازونو او مخالفتونو څخه تر پوزې رسېدلي دي او به همدې خاطر به سږنیو  ولسمشریزو ټاکنو کې ورته ولس رایه ورنه کړه، نو ډاکټر عبدالله باید د تورونو او تهمتونو د لګولو او امتیاز ترلاسه کولو پرځای د ولسواکۍ اصل او د ولس رایو ته به درناوي خپله ماتې ومني.

 

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply