ډاکټر عبدالله دې د خپلې ماتې د پټولو نه، بلکې د منلو هڅه وکړي

ګلرحمن رحماني

0 778

دا د لمر غوندې له ټاکنو ان دمخه روښانه وه چې ولس په غوڅ اکثریت د ولسمشر غني تر شا ولاړ دی او له همدې امله ډاکټر عبدالله دا منلې او ګڼلې وه چې ولس  رایه نه ورکوي، په همدې خاطر یې له ټاکنو وړاندې د ټاکنو پروسې د بدنامولو او حتی د ټاکنو پرځای د موقت حکومت او جوړجاړي خبرې کولې او غوښتل یې چې په یو نه یو ډول ځانته امتیاز ترلاسه کړي، مګر د ولسمشر غني د ټینګار په اساس ټاکنې ترسره شوې، خو ډاکټر عبدالله ماتې وخوړه، مګر نوموړی د خپلې ماتې د پټولو لپاره کله په  امنیتي ځواکونو او کله هم په ټاکنو خپلواک کمېسیون تورونه پورې کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یو خبري کنفرانس کې د اجرایه ریس تر مشری لاندې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې ځانګړو ځواکونو د انتخاباتو د کمیسیون د ډیجیټلي نتایجو د جمع بندۍ او ارزونې مرکز مهرلاک مات کړی دی او ورننوتې په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی هم د ټاکنو کمیسیون په چارو کې د پولیسو د مداخلې په اړه اوازې بې اساسه وبللی .

حقیقت دا ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون امنیتي ساتونکي د سړې هوا له کبله د ټاکنیزو زده کړو ودانۍ په دهلیز کې ځای پر ځای شوی دي چې دا ودانۍ هم د مسول کس او ملي پولیسو په شتون کې ورته پرانیستل شوې ده .

د ثبات او همپالنې ټیم  نه یوازې تورونه پورې کوي، بلکې د ځینو کسانو د استعفی غوښتنه هم کوي. دوی به تازه مواردو کې د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معنی جنرال خوشحال سعادت د لری کولو او هم همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا د مشر د لیرې کولو غوښتنه کړې. حال دا چې دغو دواوو مسوولینو خپلې ورسپارلې شوې دندې په  ښه توګه ترسره کړي چې هغوی د زیات تقدیر وړ دي، مګر اجرائیه رئیس د هغوی د مکافات پرځای د مجازات غوښتنه کوي، دلیل یې واضح دی، نوموړی غواړي چې په دې ډول وضعیت خراب وښیي او ځانته امتیاز ترلاسه کړي، مګر دا ارمان به یې پوره نشي.

هغه کلونه او وختونه اوس تللي دي چې خلکو ته به د فشار او ګډوډۍ له امله مکافات، باج او امتیاز ورکول کېده، اوس وضعیت برعکس مثبت ښه والی او بدلون موندلی دی. اوس د مکافاتو پرځای مجازات کېږي، نو ډاکټر صاحب عبدالله او د ده پلویان دې وضعیت او راغلی بدلون درک کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply