ښځه، حوره نده !!/ ولي الله ملکزی

0 1,341

 

له امیر کروړه رانیولې د شوروي تر یرغله، د پښتو د شعر او هنر په هر ژانر کې د مینې،ښکلا او حسن رنګ غالب وو. د ټپې،چاربیتې،بګتۍ او غزل ډیره برخه د غټو، نازولو او تورو سترګو په صفتونو ډکه ده. اوږدې زلفې، دنګه ونه، نرۍ ملا، رانجه، سلایي، باڼه، وریځې او اننګې یی د نظم تر څنګه، د نثر محوري ټکي ګڼل کیږي. چارګل، نتکۍ، والۍ، پیزوان، اوربل،چپه کاکل، ټیک، پایزیبې، چندړ هار،بنګړي،نکریزې او چمکلي یی د هر ادبي بنډار، نقل او پتاسې وې. منګې،ګودر،شپیلۍ، چمبه، رباب،سیتار او ټنګ ټکور به د هرې حجرې  برخه او د هر شاعر د تخیل او تصور ځاله وه.

خو روسي ښکیلاک دغه د پیړیو پیړیو کلاسیک بهیر او فولکلوریک دود په خړ سیند لاهو کړ او ځای یی ټوپک، کارتوسو، ببرو څڼو، وینو، بمونو، غمونو او مورچلو ونیو. اوښکو، سلګیو، شهادتونو، قبرونو، مزارونو،جنډو او د حورو او غلمانو بیدریغه شوق، خپل رنګ راوړ.‌ پکول د غزا سمبول شو او په غاړه کې برګ او چوپر چوپر دستمال، د مقاومت نښه ؟!

په قرآنکریم کې درې وارې د غلمانو او اوه ځلې د حورو یادونه شوې چې جنتیانو ته به د یو ځانګړي انعام په ډول ورکول کیږي (مُتَّكِئِينَ عَلَىٰ سُرُرٍ مَصْفُوفَةٍ وَزَوَّجْنَاهُمْ بِحُورٍ عِينٍدوئ به هلته په کتار شوو تختونو ډه ډه وهلي ناست وي او موږ به ښایستوکې، سپینې او د غټو سترګو والا پیغلې ورته واده کړو).

حور چې مفرده یی حَوراء دی، هغې ناواده پیغلې ته ویل کیږي چې د سبرې په شان ښکلی ونه، چپټ سپین مخ او غټې تورې سترګې ولري. پاک لمنې به وي،له خپل میړه سره به بې کچه مینه کوي او د هغه خدمت او جنسي غریزه به اشباع کوي. ځکه چې خاوندان به یی پدی دنیا نیکان، د الله تعالی څخه ډاریدونکي، د رسول خبره منونکي او ښه انسانان وو.

مګر ښځه د رڼا په ځای له خټې پیدا شوې او انسان دی، پوره انسان او برابر انسان. ښځه  اراده لري، شخصیت لري، غوښتنې لري، حقوق لري، غریزه لري او ډیر کله له نارینه انسان څخه غوره او لوړه دهپه قرانکریم کې سورت الرجال نشته خو په پنځمې سیپارې کې د النساء په نوم سورت شته. او بله دا چې د مریم (ع) په څیر د یوې پاک لمنې میرمنې په عنوان سورت نازل شوی او د مور قدمونه له جنت سره نښتي او د تقدس مقام لري.

خو له بده قسمته، د میرمنو تاریخ له ډیر پخوا څخه د ناخوالۍ،نا انډولۍ او بی وسۍ څخه ډک دی. لرغوني یونانیانو، د رومن امپراطورۍ مذهبي او سیاسي مشرانو او د منځنیو پیړیو اروپایانو، ښځه له سړي سره برابره نه ګڼله. د قانون په پاڼو کې هغې ته لکه د یو ماشوم، لیوني او غیر مکلف انسان په سترګه کتل کیدل. همدا نن د هندوستان، بوټان او نیپال په ځینو سیمو او قبیلو کې ښځه د شر کټۍ، پلشته او پلیته ګڼل کیږي. د میاشتني عادت (حیض) په لسو ورځو کې له کوره شړل کیږي او د حیواناتو په څیر په شړو او لری پرتو پڼغالو او چوترو کې رمه رمه ساتل کیږي او په میراث، سیاست او ټولنه کې  هغوئ ته د کوم رول ورکول خو د مرغۍ پۍ دي.

البته، دلته خبره بل ډول ده. د حضرت پیغمبر (ص) مشرې میرمنې خدیجې (رض) خپل تجارت درلود، بله میرمن حضرت سلمی یی مشاوره وه چې د حدیبیې د صلح په ورځ یی رسول الله ته د سر خرییلو او قربانۍ  کولو تاریخي مشوره ورکړه. کشره او نازولې میرمن یی، حضرت عائشه یوه غوره معلمه او د دوه نیم زرو صحیحو احادیثو حافظه او روایت کونکې وه. د حضرت پیغمبر د کاکا لمسۍ او د عباسي خلافت د مشهور خلیفه هارون الرشید میرمن، زبیده بنت جعفر تکړه مهندسه او د هغې سترې ویالې سرپرسته وه چې د عراق د دجلې له سیند څخه یی د عرفات او مکې سپیرو دښتو ته اوبه ورسولې.

خو زموږ په ټولنه کې، د دغسی ستر نبي ډیرې امتیان او د حورو مینان د خپلو میرمنو او لوڼو لپاره مازې دوه انتخابه لري: کور یا ګور.‌ پدی شرمیږي چې د خپل کور ښځینه ذات ډاکټره، ښوونکې اومشاروره کړي، خو دا ورته بی غیرتي نه ښکاري چې خپله امیدواره میرمن،ځوانه لور او اینګور، یو ځوان، ښکلي او د جنډه جنډه بریتونو ډاکټر کلینیک ته ور ولي چې د ماشوم د زیږیدو په مهال یی درملنه وکړي.

دوئ ښځه یواځې د میړه د جنسي خواهشاتو او غریزې د سړولو او تفریح وسیله ګڼي،په کتغ کې د مالګې د زیاتوالي له امله یی سپکوي او په تناره کې د ډوډۍ د سوځیدو په سر یی ټکوي او شخصیت یی ور وژني. د نجونو مکتبونه سوځوي او په ښایسته مخونو یی تیزاب ورشیندي. پداسی حال کې چې یو مبارک حدیث د میرمن د حیثیت او کرامت ستاینه پدی ډول کوي : (‌المرأة لا يكرمها إلا كريم و لا يهينها إلا لئيم –  د میرمنې عزت هغه څوک کوي چې پخپله دروند او عزتمند وي او هیڅ څوک یی سپکه او توهین نکوي مګر دا چې پخپله سپک او دوه توتې سړی وي).

کله چې رسول الله (ص) د عرفات په غونډۍ نژدی یولک اصحابو ته د مخه ښې د حج خطبه اوروله او بیا کله چې  وفات کیده، نو د ژوند پدی دواړو مهمو شیبو کې یی د الله له وحدانیت او عبادت وروسته خپل امت ته داسی توصیه او مشوره ور کړه: (أيها الناس، اتقوا  الله في النساء، اتقوا الله في النساء، اوصيكم بالنساء خيراای خلکو د ښځو په هکله له الله څخه وډاریږئ،له خالق څخه یره وکړئ او زه تاسو ته توصیه او مشوره درکوم چې له ښځو سره ښه سلوک او نیکه ګوزاره وکړئ ).

د دغو نالیدلو حورو او غلمانو شوقیان دی اوس پخپلو ګریوانونو کې سرونه ښکته او پدی  دی غور وکړيچې آیا د حواء لوڼې، یواځې د حورو په شان د سړو د شهوت د سړولو لپاره زیږیدلی، کنه هغوئ هم د ادم د زامنو په څیر پوره انسانان او د کرامت څښتنانې دي؟ او آیا هغه څوک چې خپل کلمه ګو ورور وژني، یا یو مبارک عالم د منبر د پاسه د جمعې په ورځ، روژه په خوله شهیدوي او په محراب کې سر په سجده پروت بنده په بمونو الوزوي، یا د هیواد څخه د دفاع په مورچه کې پروت سرتیری د موچي په تار حلالوي، ممکن ده چې له حورو سره دی واده وکړي او له هغوئ سره دی د ګډ ژوند مستحق شي؟

او بله داچې نن د جمعې په ورځ یو ستر مفتي په جار سره بیا بیا دا خبره تکرار کړه، هغه حورې چې الله تعالی یی جنتیانو ته په برخه کوي، تر هغو حورو ډیرې ښکلې او سپیڅلې دي کومې چې نن سبا د لینن کبیر د قبر خواته د زاڼو په څیر راټولې او څڼې پورته پورته غورځوي. ؟!

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply