د شانګهای غونډه کې د ولسمشر غني وړاندیزونه

0 523

محمدروښان ښاد

 

ولسمشر غني د شانګهای همکاریو سازمان د مشرانو غونډې ته د وینا پرمهال مشخص وړاندیزونه لرل. نوموړي وویل، د سولې په برخه کې پرمختګ سیمه ییزه اجماع او د طالبانو او د دوی د ملاتړ کوونکو اړیکو ته پاملرنه پکار ده، خو شته ګواښونو او فرصتونو ته په کتو مونږ لاندیني موارد پیشنهادوو:

لومړی، تر څو د ګډوډ تګ لارو ښکار نه شو، د سولې لپاره باید په سیمه ییزه او نړېواله کچه یو غږ وي، ترڅو له موږ سره په ګډه د سولې د مذاکرې د منسجم چوکاټ په ایجاد کې کار وکړي. د یوه واضح چوکاټ د جوړېدو په پایله کې به په عمل او تطبیق کې سرعت ولرو.

 

دویم، نړیوالې تجربې ښیي چې په جګړو کې د ښکېلو هیوادونو ګاونډي له سولې څخه زیاته اقتصادي ګټه اخیستلی شي، له همدې امله زموږ وړاندیز دا دی چې د شانګهای همکاریو سازمان د ګروپ په ملتیا یوه سیمه ییزه کاري ډله د سیمې د اتصال او د غربت د کچې راټیټولو په موخه د انکشافي برنامو او بریالیو او ګټورو پروژو لپاره جوړه شي.

 

دریم، زموږ بچیانو ته د مخدره توکو واضح ګواښ ته په کتو سره، زموږ وړاندیز دا دی چې د مخدره توکو مسئلې ته دې د جنګ او جنایت د یوه عامل په توګه د سولې د ټینګښت په چوکاټ کې رسیدګي وشي.

 

څلورم، تروریستي شبکې زموږ خوندي راتلونکی ګواښي،ځکه نو په یوه سیمه ییز چارچوب هوکړه به زموږ د ټولو په ګټه وي. د شخړې قېمت موږ او په ځانګړي ډول زموږ ملکي خل پرې کوي، ځکه نو موږ د سیاسي حل لارې په لټه کې یوو. مګر زړور افغان وسله وال ځواکونه په خورا مېړانه له خپلې خاورې دفاع کوي او په دغه برخه کې موږ د ماتې له ګواښ سره مخ نه یوو.

 

موږ د افغانستان خلک څلوېښت کاله له وېجاړیو او تحمیلي تاوتریخوالي ځورېدلي یوو. سوله ییز او امن افغانستان به د سیمې او نړۍ او د شانګهای سازمان غړو او ناظرینو ته مستقیمې او غیر مسقیمې ګټې لري. موږ ستاسې پر ملاتړ او همکارۍ حساب کوو تر څو د یوریشیا په قاره یې اقتصاد او نړیوالو همکاریو په سیسټم کې د آسیا د څلولاري په توګه خپل ریښتینی ځای و مومو.

باور دی که چې که د ولسمشر غني دغو څلورو مشخصو وړاندیزونو ته پاملرنه وشي، نو د دې ګټه به ټولې سیمې ته ورسېږي، ځکه د سیمې تر ټولو مهمه اړتیا دا مهال امنیت، ثبات او انکشاف دی او دا هر څه د سیمې د هیوادونو د دوستانو مناسباتو او اقتصادي همکاریو او سیمه ییز اتصال په صورت کې ممکن دي او د ولسمشر غني غوښتنه او وړاندیز هم همدادی چې دې برخې ته باید ټول ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې برخه کې خپلې برنامې، همکارۍ او هلې ځلې سره منظمې او منسجمې کړي.

ښاغلي غني یو ځل بیا د ټولو پام د افغانستان امنیت، ثبات او شته ظرفیتونو ته ور واړاوه او هیله یې داده چې د سیمې هیوادونه په اړوندو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply