د ډاکټر غني تمه، د ملا غني هڅې

0 736

ضیأ وصیل

کله، کله مو مشران له حده زیاته خوشبیني ښيي. ښه مثال یې له بند څخه د ملا عبدالغني برادر خوشې کېدل دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ډېر کوښښ وکړ چې برادر د پاکستان له زندانه راخوشې کړي،خو په دې کار کې بریالی نشو.

ښايي هغه غوښتل په دې کار سره کرېډت واخلي یا د طالبانو پام ور واړوي او یا یې غوښتل،چې د سولې لپاره هڅې یې رنګ راوړي یا ښایي دا فکر یې کاوه،چې ملا برادر به له خپل نفوذه کار واخلي او طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته را مات کړي.

د سولې عالي شورا هم  کلونه وړاندې د پاکستان له بنده د اغېزناکو طالبانو د خوشې کېدو هیله درلوده،خو پاکستان ښايي د کوم ځانګړي دلیل له امله دې ته چمتو نشو چې ملا عبدالغني برادر له بنده خوشې کړي.په هر ترتیب؛ دا چاره هغه وخت عملي نشوه او د کرزي خوب په حقیقت بدل نشو.

اوسني حکومت که ظاهراً یوازې دومره ویلې چې د ملا برادر خوشي کېدل یو کوچنی ګام دی، خو ممکن د دې پخواني طالب چارواکي رول ته هیله من واوسي.

د سولې شورا هم له ملا برادر څخه ډېره تمه لرله؛ د تېر کال په کب میاشت کې د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس عمر دوادزي ویلې و ” ملا عبدالغني برادر داسې کس دی،چې فکري خپلواکي یې لوړه ده، اوس چې قطر ته تللی دی او د خبرو اترو مشري په غاړه لري؛ هیله ده چې له همدغې فکري خپلواکۍ څخه کار واخلي او ژر تصمیم ونیسي، چې سولې ته ورسېږو.”

خو د سولې دغې معجزې هم، د تمې خلاف هغه څه وویل،چې وسله والو طالبانو په دې اتلسو کلونو کې ټینګار پرې کاوه او هغه دا و،چې اشغال باید پای ته ورسېږي.

هر چا غوښتل،چې د ملا غني د خوشې کېدو کرېډت ځان ته واخلي؛زلمي خلیلزاد بیا ادعا وکړه،چې ملا برادر د ده په غوښتنه خوشې شوی دی.

خو ډاکټر غني اوس هم د لا ډېرو کارونو د ترسره کېدو هیله لري او ښايي له ښاغلي برادر څخه خاصه تمه و نه لري؛ د دې یو دلیل ممکن دا وي،چې د چارو شنونکي په دې باور او وايي ملا برادر د پاکستان لخوا “برېن واش” شوی او اوس د پاکستان له ګټو پرته بل څه ورته مهم ندي او د ملا غني له هڅو هم داسې څه نه تر سترګو کېږي،چې ډاکټر غني دې ورته خوشبینه اوسي او حساب پرې وکړي.

تاسې ولیدل، چې دوی چین ته سفر وکړ او د سفر موخه یې هم د افغانستان ګاونډیانو ته د خپلو موخو په اړه معلومات ورکول وښودل.

خو په کار ده، چې دواړه غني سره پخلا شي او ولس دې نور له دې ورهاخوا نه ځوروي او نه کړوي،ځکه چې د ولس حوصله هم نوره ختمه ده او د دوی د ناز وړلو توان نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply