د حافظ سعید د نیول کېدو تر شا داستان

0 567

جلال الدین رحیمي/

د لشکر طیبه او جماعت الدعوه ترهګرې ډلې رهبر حافظ سعید له لاهور څخه ګوجرانواله سیمې ته پر لاره د پاکستاني ځواکونو له لوري نیول شوی دی. هغه د ۲۰۰۸ کال د نومبر په ۲۶ د هند د ممبیي په پېښه کې په لاس لرلو تورن دی، چې په ممبیي ښار کې پر هوټل او د اورګاډي پر تمځي وشو او له امله یې ۱۶۶ کسان ووژل او لسګونه نور ټپيان شول.

په دې پېښه کې دولسو بریدګرو برخه اخیستې وه، چې د هندي پولیسو له لوري ووژل شول او د اجمل قصاب په نوم یو تن یې ژوندی ونیول شو، چې وروسته په ۲۰۱۲ کال کې بیا په دار وځړول شو. لشکر طیبه ډله او پاکستاني استخبارات هغه ته اوس هم د یوه لوی اتل په سترګه ګوري او د هند پر ضد مبارزه کې یې تل نوم یادوي.

د پاکستان اکسپریس ټربیون ورځپاڼې لیکلي، چې تر نیول کېدو وروسته حافظ سعید نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی، خو پوښتنه دا ده، چې پاکستاني استخباراتو ته تر ټولو نږدې دغه کس به په رښتیا هم نیول شوی وي او که یوازې په ډراماتیک ډول له صحنې اېستل کېږي؟ هغه ولې په دې حساسو شرایطو کې ونیول شو؟ ولې تر دې وړاندې نه نیول کېده؟ په کشمیر کې د یادې ترهګرې ډلې ددې لوی سمبالونکي په نیول کېدو سره به د لشکر طیبه ترهګریز فعالیتونه هم ودرول شي او کنه؟

حافظ سعید چې امریکایي استخباراتو ته یو مطلوب شخص دی او پر سر یې ۱۰ میلیون ډالره انعام هم اعلان شوی، د پاکستان او امریکا د نویو اړیکو لپاره قرباني کېږي یا د قربانۍ نمایش یې کېږي.

په دې وروستیو کې چې پاکستان له اقتصادي بحران سره مخ دی او پوځ او ملکي حکومت یې په ګډه هڅه کوي په افغان سوله کې د طالبانو پر سر د امتیاز په اخیستو د ګړنګ پر غاړه ولاړ پاکستان له اوسني وضعیت څخه وژغوري، نو ځینې نمایشي اقدامات یې پیل کړي دي.

همدا پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، د طالبانو په وسیله یې له امریکا امتیاز واخیست او د دوی ټوله هڅه دا ده چې په مرسته یې پاکستان له شته بحراني وضعیت څخه وباسي: ((له امریکایانو سره مخامخ خبرو ته د طالبانو په کېنولو کې مو مهم رول لوبولی دی.))

ټاکل شوې د روانې جولای میاشتې په ۲۲ نېټه د پاکستان لومړی وزیر عمران خان امریکا ته ولاړ شي او د امریکا متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

له ټرمپ سره د عمران خان د لیدو چانس د افغان سولې او له امریکایانو سره د خبرو مېز ته د طالبانو تر حاضرولو وروسته، برابرېږي. د ډونالد ترمپ اداره له پاکستان څخه تمه لري، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې لا فعال نقش ولري او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مستقیمو خبرو اترو په پیلولو کې مرسته وکړي، خو په مقابل کې به یې پاکستان څه چې غواړي هغه ترلاسه کوي.

د حافظ سعید د نیول کېدو سناریو هم ددې لپاره ده، چې پاکستان امریکا ته تر سفر وړاندې ددې هېواد باور خپل کړي او عمران خان تمه لري، چې له ډونالډ ټرمپ سره لیدنه به یې د پاکستان لپاره ددې هېواد د نویو مالي مرستو په جلب کې نوی څپرکی پرانېزي. پاکستاني استخبارات د امریکا د باور خپلولو لپاره له وړاندې په نمایشي ډول هغه ونیوه، چې د خبرو په اجنډا کې د ترهګرۍ پر ضد د بریالۍ مبارزې د ادعاوو رښتینولي ثابته کړي.

امریکا تر دې وړاندې هم له پاکستاني استخباراتو د حافظ سعید د نیولو غوښتنې کړې وې، خو پاکستاني استخباراتو د هند پر وړاندې په کشمیر کې د چریکي جګړې لپاره دغه روزل شوی لوبغاړی ونه نیوه او پر ځای یې د هغه د لشکر طیبه ډلې یوه بله څانګه هم ورته پرانیسته، څو هغه د امریکا له تور لېست څخه وساتي او په یوه بل چوکاټ کې یې د هند پر وړاندې فعالیتونه دوامداره وي.

ددې لیکنې هدف دا دی، چې پاکستان ټول غیر دولتي عناصر یوازې د خپلې لوبې لپاره ساتلي او روزلي دي، تر هغو چې ورته کار ورکوي په هېڅ صورت ترې لاس نه اخلي، خو کله چې یې په بدل کې زیاته ګټه ترلاسه کولی شي یوه دقیقه هم ورته ځنډ نه کوي.

په افغان سوله کې یې په طالب وسله والو هم دقیق دغسې لوبه روانه کړې ده. تر هغو چې په افغانستان او سیمه کې په طالب خپلې ګټې تعمیلولی شي، د هغوی ملاتړ به کوي او همدا اوس هم ورته خوندي پټنځایونه او امکانات برابروي.

د افغانستان له هر پلاوي سره په رسمي ملاقاتونو کې رټ او ښکاره پاکستاني چارواکو افغان لوري ته ویلي، چې طالبان زموږ په لاس کې دي او په مقابل کې یې که تاسو الف او یا کولی شئ، نو درته یې مهاروو او کنه، نو له جګړې پرته ورسره بله لار نه لرئ.

پاکستان د طالبانو په ګډون لشکر طیبه، جماعت الدعوه او لسګونه نورې متوسطې او کوچنۍ ډلې ټولې په سیمه کې د خپل سیاست او نیابتي جګړې لپاره پالي او ان امریکایي چارواکو ته یې هم مخامخ ویلي او په بدل کې یې د امتیاز غوښتونکي شوي دي.

نور هغه وخت تللی، چې افغانان ددې ډلې او د پاکستان په نیت واضح نه پوهېږي. طالبان او د لشکر طیبه ډله په افغانستان او کشمیر کې د پاکستان نیابتي جنګیالي دي او تر هغو چې ترې کار اخیستی شي پالي یې، خو دغه ډله او اشخاص نه کوم ارزښتونه پالي او نه د نورو په استازولۍ په افغانستان کې جګړه کوم ارزښت دی. دا ځکه چې ارزښت خپله معنی او مفهوم لري او د نورو په نیابت جګړه ارزښت نشي کېدای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply