د شاهد کپور فلم پنځه ريکارډونه جوړ کړل 

0 646

څو اوونۍ وړاندې به مو د بالیووډ سېنما وتلي اداکار سلمان‌ خان د تازه راوتلي فلم «بهارت» د ریکارډونو په اړه اورېدلي وي چې په نړیوال کچه یې څومره پیسې وګټلې او د څومره خلکو د پام وړ وګرځېد؟
خو نن درته د دې سېنما بل مشهور ستوري شاهد کپور د «کبیر سنګهـ» فلم په اړه مالومات درکوو چې نه یوازې سلمان ‌خان یې شاته پرېښود، بلکې پنځه ریکارډونه یې هم جوړ کړل.
روان ۲۰۱۹ مېلادي کال تر دې مهاله د شاهد کپور لپاره یو تر ټولو غوره کال دی، ځکه د «کبیر سنګهـ» په نوم د هغه تازه راوتلي فلم یوازې په ۲۴ ورځو کې ۲۵۵ کروړه او ۸۹ لکه روپۍ وګټلې.
د دې تر څنګ دې فلم په درې اوونیو کې پنځه نور ریکارډونه هم جوړ کړل او په دې سره د هندي سېنما د لسو ډېرو پیسو ګټونکي فلمونو په نو‌ملړ کې هم شامل شو.
دا فلم د شاهد کپور یو له زیاتو پیسو ګټونوکيو فلمونو هم یاد شو، ځکه په ډېره کمه موده کې یې له تمې خلاف زیاته ګټه وکړه او د شاهد کپور تر څنګ یې د دې سېنما بل وتلي اداکار رنویر سنګهـ ته لا زیاته مشهورتیا ور وبښله.
دې فلم له هندوستانه بهر هم زیاته ګټه کړې ده، ځکه اوس هندي سېنما یوازې د هند تر پولو پورې محدوده نه‌ ده او اوس یې په نړۍ کې هم زیات مینه‌وال پیدا کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply