۲۶ سرطان ۱۳۵۲ل د سردار داود خان ک/محمد ایاز نوري آزادي

0 793

زمان یا وخت درې بُعدونه یا اړخونه لري، ماضي، حال او استقبال. مونږ دماضي پر بنسټ نن ژوند کوو او د حال پر اساس سبا یا په استقبال کېژوند تیروو. دا چې تاریخ د ماضي څېړل دي نو د حال د سمبالولو لپارهخپل خاص اهمیت لري، کنه ما لیکوال به خپل بوخت وخت دغه تحلیليلیکنې ته نه ورکاوه. نن په جاري زماني بهیر کې د ګران تاریخي زمونږافغانستان حال ډېر خواشینونکئ ده او دا وضعیت خپل د ماضي د معینوعواملو د منطقي تسلسل محصول ده. نن سبا چون د د ۱۳۵۷ل کال د ثورد ۷ عسکري کودتا، چې د خلق دیموکراټیک ګوند له خواء د هغه بلکودتاچې داودي حکومت پرضد بریالی شوله، د هغه ګوند د ۱۴ کلن خایناو ملي ضد حاکمیت او ملي جنایتونو او وطن خرڅولول یاد او سخت غندلکیږي، نو دلته خصوصاً زمونږ نوی ځوان افغان نسل د وژل شوي سردارداود خان کودتا او حکومت ته په هغه تاریخي زماني بهیر (۲۶ سرطان۱۳۵۲- ۷ د ثور ۱۳۵۷ل) کې په یو زړه سوانده او ارماني روحیه نظر کوي، حال دا، چې زه لیکونکی د دغه مقالې هم د هغه وخت د سردار داود خان ددرواغجن جمهوري؟ دولت د خصوصاً غلطو سیاسي اجراعاتو او د وقایعوحاضر او ناظر وم. پوره ۴۶ کاله پخواء د چنګاش په ۲۶ د شپې په دوو بجوزمونږ په افغانستان کې د سردار محمد داود خان په سروالۍ عسکريکودتا پیل او بریا ته ورسېده. معمولاً نظامي کودتاګانې خونړی وي خو دلتهعجیبه دغه وه، چې د دغه عسکري قیام په پائله کې د افغانستان موجودشاهي نظام ړنګ شو لاکن هیڅ انساني تلفات د متاخصمو اړخونه له خواءمنځ ته رانغلل، صرف یو کودتاچي افسر ټانکست لومړی بریدمن حبیب اللهخان زرمتی کابل سیند ته د هغه د زرهي واسطې د لوېدلو له کبله د سر لهټپ څخه ومړ. دا وخت افغان پاچا اعلیحضرت محمد ظاهر خان غائب او دبهر د عیاشي په سفر بوخت وه او دفاعی چارې د پاچا د زوم جنرال سردارعبدالولیخان په اختیار کې ولې. په سهار کېدلو د دفاعي ارګانونو مشرتابهلکه د ملي دفاع وزیر، لوی درستیز، د کورنیو چارو وزیر او خصوصاً دمرکزي قول اردو اړوند افسرانو او افرادو د شاهي نظام په دفاع کې هېڅډول مقاومت ونکړ او ټول نوي کودتائي حکومت ته لاسونه پورته، تسلیمشول. افغان محقیقینو دغه قیام ته د (سپینې کودتا) نوم ورکړ. د افغانمنورینو په منځ کې دا خبره هم کېدله، چې دا کودتا د حاکم شاهي خاندانپه منځ کې خصوصاً د پاچا او د تره د زوی او اخښي سردار داود خان ترمنځ د یوه مصلحت په ترڅ کې اجراء شوې ده، نو ځکه په کې وینې ونهبهیدې او چا مقاومت ونکړ. هغه دلیل، چې دا نظریه ئې تقویه کوله، دا وه، چې د نوي رژیم په استقرار حاکم د شاهي کورته په کې کوم ځاني زیان ونهرسیدلو. د پاچا مشر زوی والاحضرت احمد شاه خان، چې د پلار په غیابکې د سلطنت د مقام وکیل او زوم ئې جنرال سردار ولیخان د نوي رژیم دمشر محمد داود خان له خواء ژوندي پرېښودل شول…!؟. مخلوع پاچامحمد ظاهر بدون د کوم خاص مخالفت څخه د تحول په خبرېدلو د ایټالیا پههېواد کې سیاسي پناه واخیستله او ۲۶ ورځې پس ئې نوي حکومت تهخپل بعیت لیک راولېږه، ورپسې څه موده پس ولسمشر داود خان د شاهيکور اړوند ټول کسان روغ رمټ د الوتکې په ذریعه مخلوع پاچا ته ورولیږل، صرف خپل د تره زوی ژوندی تسلیم شوی جنرال سردار ولیخان ئې بنديکابل کې وساته. وروسته ئې یوه فرمایشي محکمه پرې دایره کړله لاکن دولسمشر په امر هغه قضائي دوسیه حفظ شوله او ولیخان د اعدام یا رسميحبس څخه بري شو او د کودتا په دریم کال سلامت مخلوع پاچا سره پهایټالیا کې یو ځای شونو خلکو به یو بل ته ویل، چې دا څنګه عسکريکودتا وه…؟

سردار داود خان د قتل شوي سردارمحمد عزیز خان زوی او د وژل شويباچا نادر خان وراره کېدلو. هغه په ۱۸ د جولای ۱۹۰۹ز کال په کابل کېنړی ته راغلی وه. تحصیلات ئې د حبیبې لیسې، فرانس او حربي پوهنتونکې سرته رسولې وې. پلار ئې د نادر شاه د سلطنت په څلورم کال کله، چېد جرمن هېواد کې وزیر مختار وه، د یوه امانیست افغان انجنیر سید کمالخان له خواء په دننه د سفارت کې له دې، چې دغه خاندان د انگلیس د ګټود ساتلو لپاره د غازي اعلیحضرت امیر امان الله خان رح سره په خیانت اوغداري، د افغانستان شاهي مقام ځانته غضب کړئ، د توپانچې په ډزوویشتل او وژل شوی وه. سردار داود خان د خوی او شخصیت پر بناء یومتکبراو مغرور، ظالم، عصبي مزاجه قهرجن، توطعه ګر، د وګړو د فکر اوعقیدې د آزادي ضد او نظامي کس وه، خصوصاً، چی دئ او ورور ئې نعیمخان د خاندان د یوه ډیر بد نام شخصیت سردار محمد هاشم خان مشهورپه هاشم ای جلاد تر مستقیم نظر او روزنې لاندې ستر شوي او پر افغانمظلوم ولس ئې سیاست کاوه. داود خان د خپل بل ظالم تره شاه محمودخان د استعفاء څخه پس په کال ۱۳۳۲ل د خاندان په مصلحت دافغانستان صدراعظم توظیف او لس کاله دغه دنده کې پاتې شوی وه. پهدغه دوره کې په هیواد کې یو لړ نیم بنده اقتصادي کارونه تر سره شويول، چې په هیڅ وجهه د افغانستان د محرومې او بی وزلې طبقې لپاره ئېکوم محسوس بدلون نه وه ایجاد کړئ،  اما د خلکو د افکارو د آزادیو، دسیاسي ګوندونو په فعالیت او مستقلو نشراتو سخت بندیز دوام درلودو، ځکه پخپله محمد داود خان د وګړو په آزادیو باور نه درلود او خاندان په ټولکې  د خلکو د سیاسي فکر د روشانه کیدو څخه سخت ډاریده. په همدېدوره کې هم د افغان ولس بهترین بچیان د امانیست، آزاديپال او وطن پالپه قصور د دهمزنگ په وحشي زندان کې پسې وراسته کېدل اما نادريخاندان پخپلو عیاشیو کې سور وه. بالاخره حاکم خاندان د سیاسيتاکتیک په بدلولو، د نویو شکلي آزادیو د پلان په ترڅ کې د نوي اساسيقانون د تدوین تر کار لاندې ونیو او پاچا په کال ۱۳۴۱ل کې سردار داودخان استعفاء ته مجبور کړ او په نوي اساسي قانون کې ۲۴ مادې دشاهي خاندان ټول منسوبین له دولتي دندې اجراء کولو محروم کړل اوسردار داود خان او ورور ئې سردار محمد نعیم خان دواړه لکه زخم خوړليماران په کور کیناستل او بیا حکومتي قدرت ته د رسیدلو فکرونو بوخت کړيول. د سردار داود خان د کودتا اصلي مُجریان د افغانستان د خلکدیموکراتیک ګوند غړي خلقي او پرچمي عسکري افسران خصوصاً د ببرککارمل پرچمیان ول. د سردار د شخصیت په باب دا هم عجیبه ده، چې هغهد پشتنو خلقیانو په نسبت د تاجک پرچمیانو سره ډیره مینه او علاقه ښودلهاو ملعون ببرک کارمل د سردار سره محرمې اړیکې درلودې…؟!.  داود خاند خپلې کودتا په بریالي کیدو (۲۶ د سرطان ۱۳۵۲ل) خپل نوي نظام ته د(جمهوري) نوم ورکړ، چې دا ادعا د هغه صرف یوه شکلي موضوع وه اوهغه خواء په عملي ډګر کې ټول دولتي او حکومتي اختیار د داود خان او بیاد هغه د ورور سردار محمد نعیم خان په لاس وه. په درواغو د جمهوريدولت د استقرار په لومړي کال (۳۱ د سنبلې ۱۳۵۲ل) د افغانستان پخوانۍصدراعظم محمد هاشم خان میوند وال سره د یو شمېر د اردو افسرانو لکهجنرال خان محمد خان مرستیال، جنرال رزاق خان میوند، ډګروال زرغونشاه خان، محمد عارف خان رکشا او نور د جمهوري حکومت پر ضد دکودتا کولو په تهمت نیول او د رژیم د سختې شکنجې لاتدې راغلل. هاشمخان میوند وال د تحقیق په جریان کې ووژل شو اما حکومت په درواغو دهغه مرګ د هغه د نیکټائي په واسطه ځان وژل اعلان کړل. هغه، چی زهلیکوال د وضعیت شاهد وم، ظالم سردار د میوندوال په شهید کولو دافغانستان په منور او لوستو طبقه کې سخت بد نام او وغندل شو. د سردارپنځه کاله فرمایشي حکومت کې، نه مستقله قضاء. نه د خلکو په انتخابولسي جرګې وجود درلود. سیاسي فضاء ماتېدونکي وه او سردار او ورورنعیم خان وارخطا ول. سردار د خپل حکومت په دریم کال یو له عقل اودرایت څخه وتلی خطر ناک تصمیم ونیو، یو دا چې چپ فکره کمونیستانباید له دولتي امتیازاتو څخه لرې کړي او بل د هغه وخت مغرور او قويشوروي دولت څخه ځان راټول او په غربي پانګوالي نړی اقتصادي تکیهوکړي. بیا سردار شوروي اتحاد ته سفر وکړ او هلته ئې د شوروي د مشرلیونید برژنف سره په یوه نه دومره مهمه خبره سخت عصبي چلند وکړ او لهجوړ مجلس څخه په بی عقلی سره ووت. دغه دوه وضعیتونه پس ته په لنډزماني واټن کی د هغه او د حکومت د سقوط یو له اصلي علتونو څځه همشول.

 

پائله

 

سردار محمد داود خان ته د ظاهر خان د ۴۰ کلن واک څخه پس د عسکريکودتا په واسطه په هر حال یو سوله ایز او امن لروونکئ افغانستان په لاسورغی، سردار کولای شو د کودتا څخه پس دا، چې د خپل نادري ډیر خایناو انګلیس نوکر خاندان شاهي قدرت ته ئې پای ورکړئ وه، په پوره صداقتاو شرافت د ارګ له کلاء څخه د کابل چمن حضوری میدان ته راغلی وای اوخطاب په زرهاوو افغانانو ته، لومړی ئې د خاندان د مهم او برچه پکسپاهي په حیث د خلکو څخه عفو غوشتلې وای، ځکه سردار د نادري غداراو بې رحمه خاندان په ټولو مهمو جنایتونو کې شامل او عامل کس وه. دا، چې جنرال نادر خان د سقوي حکومت د سقط څخه پس (میزان ۱۳۰۸ل ) په پوره مکار توب ځان د افغانستان بر حقه؟ پاچا اعلان کړ او بیا پس لهځلورو کلنو ظلمونو نادر شاه او ورور ئې عزیز خان د دوو ځوانو امانیستانوله خواء ووژل شول، حاکم خاندان د دغو قتلونو مسبب غازی امان الله خانونیو. د سردار هاشم خان د صدراعظمي پر وخت، حاکم خاندان لکه لیونیشوی لیوه تصمیم ونیو، د خپلو دوو مړو غچ د پردیس امان الله خان څخهواخلي. څو ضارب ګروپونه د الله نواز خان، احمد علیخان لودین د سردارداود ورور نعیم خان او سید شریف خان په سروالي د غازي امان الله خاند وژلو لپاره د ایټالیا روم ته ورولېږل، اما د وخت د روس شوروياستخباراتو د افغان پخواني پاچا سره تماس ونیو او د هغه د ترور خبر ئېورته ورکړ او غازي امان الله به له احتیاط څخه کار اخیستلو او داتروریستي پلانونه د خاندان ټول خنثی پاتې شول. سردار داود خان کهرشتیا جمهوري خواء او د خلکو آزادیو ته ژمن وای، هم هغه حضوري چمنکې به ئې خلکو ته ویلي وای، چی دغه ده زه د عدالت او ترقي په پاک هدفپخپل کور او خاندان تیر شوم سر له نن څخه تاسو آزاد یاست، هر کس، چې ځانته ولسمشر انتخاب کوی، سیاسي ګوندونه آزاد فعالیت کولای شي، زه ټولو افغان سیاسي ګروپونو ته په پوره درنشت د دوستي او ګډ کار لاسورکوم، ډیر ژر به د ولسمشر د انتخاب لپاره لومړی لویه انتخابي لویه جرګهاو بیا سراسري سري ټاکنې تر سره کړو، هر کس چې اکثریت شو، هغه بهد هیواد ولسمشر وي. یعنی متکبر سردار دا مسائل په هغه وخت یو سولهایز او امن افغانستان کې په سهولت سره کولای شوای. اما چون د سرداربنسټ نا سالم وه او د خپل خصوصاً یو ظالم تره سردار محمد هاشم خانپه غېږ کې لوی او روزل شوی وه، غیر له غرور او تکبر او امر کولو، وهلو، ویشتلو، بندي کولو، توطعه جوړولو، پټکه کولو نور څه په هغه کې نه ول. سردار او مکار ورور ئې نعیم خان د اقتدار په وروستي کال د یوه سیاسيګوند (ملي غورځنګ) و جوړیدو ته لاس واچاوه. دا ګوند صرف د سردارمربوط ګوند وه او خلک به ئې په زور او د حکومتي امتیاز په وعده ورکولودغه ګوند ته شامل کول. بلاخره د سردار د درواغو او پخپله اختراع کړیجمهوري دولت؟ عمر ډیر لند وختلو. په دغه پنځه کلن دور کې (سرطان۱۳۵۲- ثور ۱۳۵۷ل) بعضی اقتصادي پلانونه د کاغذ پر مخ ولیکل شولاما په عمل کې کوم د یادونې ملموس کار د محروم او په نس وږي افغانولس لپاره تر سره نشو. افغان ځوان نسل د کار او غریبي لپاره د ایرانهیواد تلل او شاقه کاروته ئې د یوه ایراني شعیه تر منت لاندې اوږه ورکوله. سیاسي اوضاع ورځ تر بلې پسې خرابیدله او خصوصاً د تحمیلي ریسجمهور او د هغه کمونیستي ملګرو او کودتاچیانو او هغه بلې خواء داخوانیانو تر منځ اړیکې خپل خطرناکې کچې ته ورسېدل. اما چون خلقياو پرچمي کمونیست نمایانو د خاینو اخوانیانو په پرتله په افغان اردو کې دسردار پر ضد غوښن کار کړی وه، فقط منتظر د مناسب فُرصت ول. د۱۳۵۷ل کال د حمل په ۲۸ ورځ د خلق ډیموکراټیک متحد شوي ګوند یو مهمغړی میر اکبر خان خیبر د کابل شار په میکرویانو کې په پټه ووژل شو. پهسبا ئې د خلق ګوند د خپل دغه غړي جنازه په لویو مراسمو او ګڼ شمېرخلکو د ارګ د کلا مخته تیره او شهداء صالحین کې دفن او د داود خانضد بیانونه ئې ورکړل. غافل او متکبر ولسمشر داود خان کې که عقل وای، باید د افغانستان د مظلوم ملت د ګټو د ساتلو په خاطرئې د زغم او دغمرازي لار غوره کړې وای او ابتکار د عمل ئې لکه یو اوږد تجربه لروونکيحکومت وال د دغه قوي شوي سیاسي ګوند په مقابل کې په لاس کې نیولایوای. اما ولسمشر په یوه بی سنجشه عمل د هم هغه کال د ثور په ۵ ورځ دحدخا مهم سروالان ونیول او جیل ته ئې واچول. د لړزان رژیم د کورنیوچارو وزیر عبدالقدیر خان نورستاني داود خان ته په تاکید عرض کاوه، چېدغه د حدخا مشران باید اعدام شي، مګر ولسمشر ورته ویل، چې که زه داکار وکړم، هغوی مظلوم واقع کیږي او نور هم امتیاز اخلي. بلاخره د حدخایو مهم مشر حفیظ الله خان امین، چې د ګوند د اردو د ښاخې موظف وي، ګوندي افسرانو ته د وسله وال پاڅون امر صادر کوي. د ثور په ۷ ورځ دکابل ګارنیزیون د ټانک څلورم نمبر قواء د جګړن محمد اسلم خان وطنجارپه سروالي پر جمهوري ګارډ یرغل ورووړ او ورپسې بل خلقي افسر ډګروالعبدالقادر خان د جت الوتکو په واسطه د ولسمشر په مقر بمبارد  ته دوامورکړ، داود خان سره دخپل د کور غړو د ارګ د ګلخانې تعمیر کې سنګرنیسي، د دولت د دفاع وزیر او لوی درستیز په ډطره ورخطائي خپل دفترونهپریږدي او مخ په قرغه د اتمی پلي فرقې څخه د مرستې په خاطر ورځي. اما د هغوی امر موثر نه واقع کیږي او دا یو بې ګټې کار وي. بیا هغوی دمرکزي قول اردو مقر دارالامان ته ځي، اما ناکام او بیا د کودتاچیانو لهخواء نیول او وژل کیږي، نور مرکزي قطعات په تماشا کیني او ولسمشر دکومک په امید هم هغه ارګ کې محصور پاتې وي. که څه هم ولسمشر اوخاندان ئې د شپې لس بجې د عسکري لاری په واسطه کندهار ولایت ته دفرار هڅه کوي، اما د ګارډ د لواء د خلقي پرچمي افسرانو له خواء پر هغهلاری ډزې کیږي، د خاندان غړي بیرته د ګلخانې ماڼی کې پټېږي او دا پلانناکامیږي. د ثور اتمه سهار وختي داود خان او د کورني ټول ۲۱ غړي ئېوژل کیږي، چې د دغې مهمې پېښې حقیقت لا تر اوسه مرموز پاتې ده، چې دغه قتل عام د چا په امر یا ذریعه اجراء شوی دئ. دا هم ویل کېږي، چې دغه قتل عام د سردار داود خان یو زوی په ورسره ماشنګڼې اجراءکړئ، والله العلم…؟!. په دا صورت ۸ د ثور د خلق ګوند بشپړ حکومتي قدرتتر لاسه کوي او له هم هغه تاریخ څخه تر نن پورې زمونږ په ګران هیوادافغانستان کې وسله واله جګړه او ورور وژنه د کافر او مسلمان تر شعارلاندې روانه ده. په دې ۴۱ کلونو کې په لکونه بی ګناه افغانان وژل اوزخمیان شول او په میلیونو هیواد پریښودو ته اړ شول. دلته مونږ وینو د ثورله بده بترې کودتا د بریالیتوب لومړی درجه مسول هم دغه د سرطانکودتاچي سردار محمد داود خان ده. سردار که څه هم وژل شوی اما شهیدنه ده، ځکه هغه پخپله ناحقه قتلونه او ظلمونه کړې دي. هم دغه مليخاینان لکه د خلق د ګوند او د اخوانی مشران او نور د اسلام دپاک دین تر نامه لاندې شیاطین، چې لا تر اوسه د مظلوم افغانملت په اوږو د مشرانو په شکل سپاره او مزې او چړچې کوي، دهم دغه نادري خاندان د ۴۹ (۴ کاله نادرشاه، ۴۰ کاله ظاهر خان، ۵ کاله داود خان) کلنو یا نیمې پیړی ملت ضد کړنو محصولاتدي.

 

پای

 

سرچینې

ـ د افغانستان د خپلواکي او نجات تاریخ کتاب، لیکونکۍ جرنیل یار محمدخان وزیرۍ

ـ باز نگری دوره امانی و توطئه های انگلیس، مولف داکتر عبدالرحمنزمانی

ـ افغانستان در مسیر تاریخ دوهم ټوک، مولف میر غلام محمد خان غبار        

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply