د ټاکنو د سبوتاژ کولو ناوړه هڅې

0 579

محمدبشیر یوسفزوی/

چې كله هم ستر څښتن پر افغان ولس كومه هستي لورولې ده، نو كورنيو او بهرنيو دښمنانو په ټوله دوه رنګۍ، بې رنګۍ، مكر، چل او فرېب د هغه د تخريبولو پسې خپلې ناولې خولې او ژبې پرانيستې دي. د هغه په وړاندې يې د ولس بې باوري ډېره كړې ده. ولس ته يې په يوه بله بڼه ور پېژندلى دى.

افغان سيدجمال الدين او د خپلواكۍ ځلنده ستورى شاه امان الله خان غازي يې څرګندې بېلګې دي. چې د دښمنانو ناوړه تبليغاتو ورته په خپل كور كې د شپې تېرولو چانس كم كړ او همغه وو چې له هر ډول ټكر پرته يواځې د خپلو خلكو د هوساينې لپاره بې مخه ښې ترې نورو هېوادونو ته لاړل.

کورنۍ او بهرنۍ استخباراتي حلقې کوښښ کوي چې د ولسمشر غني د بریا د مخنیوي په موخه ولسمشریزې ټاکنې سبوتاژ کړي، ځکه دوی پوهېږي چې ښاغلی غني به په لږ وخت کې افغانستان د پاکستان، ایران، روسیې، چین او نورو له احتیاجه وباسي، مګر د افغانستان دښمنانو ته دا د منلو او زغم وړ نه ده، ځکه هغوی هیڅ وخت په خپل پښو د ولاړ افغانستان غوښتونکي نه دي او په همدې خاطر له یوې خوا وسله وال طالبان پر ټاکنو او ولسونو د بریدونو ګواښونه کوي، له بل لوري داخلي سیاسي حلقې د ټاکنو پر ضد تبلیغات کوي، مګر ولسمشر غني په ټول قوت د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکی دی.

خو له نېكه مرغه چې اوس افغان ولس هوښيار شوى دى. اوس دا ولس په ډېره ښه توګه خپل دوست اودښمن درك كولى شي. خپل بادار او خدمتګار پېژني. په دې هم پوهېږي چې څوك يې پرټپونو ملهم لګولى شي؟

خو دهېواد له ځوان كهول څخه زما هيله او غوښتنه همدا ده چې واك ته د دغه ستر انسان په رسولو كې هيڅ ډول  درېغ او لټي ونه كړي. له خپل كور، كلي او سيمې دې پيل كړي. د هېواد د بيا رغونې، د امنيت د ټينګښت، د بېكاري د له منځه وړلو، د زده كړې د كيفيت د ښه كولو او دودولو، د اداري فساد، بډو او نورو ګڼو اوسمهالو بدمرغيو په هكله دې د ښاغلي غني روښانه لارې، كړنلارې، پلانونه چې لري يې ولس ته ورسوي. د ولس ذهنونه دې د هغه په هكله راڼه كړي. دا دې هم ورته ووايي چې ښاغلى غني هغه څوك نه دى چې يواځې په ژمنو پايي. بلكې هغه څه چې وايي كټ مټ يې پلي كوي. ځكه  د ډاكټر غني پلانونه د ده د خپلوتجربو، پوهې او فكر زېږنده دي او دى يې  په پلي كولو پوره برلاسى دى.

سره له دې چې تېرو واكمنو د تشو ژمنو له امله په ولس كې يوه لويه بې باوري رامنځته كړې ده، خو له نېكه مرغه چې ډاكټر غني له هغو ټولو سره د ځمكې او اسمان هومره توپير لري.

ډېر روڼ او روښانه شاليد لري، ان د ده دښمنان هم دا زړه نه شي كولى او نه دومره څه موندلى شي چې د ده پر ضد يې د يوه ثبوت په توګه وړاندې كړي. ډاكټر غني په تېرو پنځو کالو کې هیڅ زورواکي ته نه یوازې سرښکته نه کړ او کومه معامله یې ونه کړه، بلکې زورواکان یې محدود کړل، پر دوی یې کړۍ راتنګه کړه، وسلې یې ورڅخه واخیستې او ځینې یې د زندان د بندو دروازو تر شا واچول.

د غاصبانو د غصب مخه یې ونیوله، فساد یې راکم کړ. مګر د فساد د مخنیوي په برخه کې لا هم جدي هڅې روانې دي. د افغانستان داخلي عواید یې زیات کړل او هیواد یې کرار کرار د پردیو له احتیاجه راوېست.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply