د طالبانو اختلافات د وطن او ولس  په خیر دي

محمدبشیر یوسفزوی

0 931

پښتو متل دی وایي داسې شر دې پېښ شي چې زموږ په خیر وي. طالبان چې د وطن او ولس لپاره په لوی شر او شرارت اوښتي دي، نو د دوی اختلافات د وطن او ولس په خیر دی، ځکه د دوی د اختلاف له زیاتوالي سره موږ سولې او ثبات ته نږدې کېږو.

له وروستیو معلوماتو داسې ښکاري چې وسله وال طالبان د سولې د خبرو په سر سخت سره مخالف شوي دي. د دوی اختلافات د دوی د امتیاز او ګټو په سر دي، خصوصا په دې وروستیو کې د دوی ترمنځ د مشکوک حالت له امله هم د ملاهیبت الله او ملابرادر د پلویانو ترمنځ اختلاف زیات شوي دي، ملاهیبت الله داسې ګڼي چې ملاعبدالغني برادار د سولې هغه مذاکرات چې له امریکایانو سره یې ورباندې بحث او خبرې کړې دي له دوی څخه پټ ساتلي دي.

ملاهیبت الله له همدې وېرې چې د ملا عبدالغني برادر ډله ورڅخه د سولې د کریډیټ او امتیاز ترلاسه کولو کې مخته نشي، افغان دولت سره د سولې مذاکراتو ته تمایل ښودلی دی، نو له همدې امله د طالبانو اختلافات د وطن او ولس په خیر دی او دغه خیر دې خدای لا ډېر کړي او په دغو اختلافاتو دې برکت وي.

له دې ور اخوا په دې وروستیو  میاشتو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وسله والو طالبانو فشار زیات کړی او دوی یې د جګړې په ډګر کې سخت ځپلي دي. د دوی مهم کسان وژل شوي او جنګیالیو یې سخته صدمه لیدلې، وسله والو طالبانو د جنګ روحیه بایللې او له همدې امله سولې ته د دوی تمایلات زیات شوي دي. په لومړي قدم کې د دولت او په دویم قدم کې د ولس ګډه دنده او مسوولیت دی چې د سولې له برابر شوي فرصت څخه باید اعظمي ګټه واخیستل شي، ځکه وطن او ولس سخت سولې ته لېواله دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply