د عبدالله پلویان عامه اذهان مغشوشوي

محمدبشیر یوسفزوی

0 815

په افغانستان کې ټاکنې له یو ناورین څخه کمې نه وي، ځکه چې له یوې خوا خو امنیتي وضعیت ښه نه وي او زموږ خلک د اور په لمبو کې د جمهوریت د ملاتړ او د خپل زعیم د ټاکلو لپاره مرګ په سترګو ویني، مګر بیا هم ورځي او خپلې رایې کاروي، چې دا واقعا که له یوې خوا شهکار دی، له بلې خوا له بده مرغه د ټاکنو پرمهال د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون ، د ټاکنیزو کمېسیونونو کارکوونکي او عام ولس او د نوماندانو پلویان په کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

تر دې بل لوی ناورین دادی چې د ټاکنو کمېسیونونه د بې کفایتیو، د مصحلتونو او یا ځینو نورو مواردو په اساس په میاشتو میاشتو په دې نه توانېږي چې د ټاکنو پایلې اعلان کړي، خلک په انتظار کې ساتي او دغه انتظار په خلکو د مرګ غوندې سخت تېرېږي.

په دې منځ کې بیا ځینې کسان د دروغو اوازې خپروي او په دغو اوازو د ولس د اذهانو د مغشوشولو هڅه کوي. لکه له ټاکنو وړاندې چې د عبدالله د پلویانو په ګډون یو شمېر نورو نوماندانو او د حکومت سیاسي مخالفینو اوازې خپرولې او ویل به یې چې ټاکنې نه ترسره کېږي او نه یې هم د ترسره کېدو امکانات موجود دي. دا مهال بیا د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د عبدالله پلویان هره لحظه یوه اوازه خپروي او په دې سره د ولس د اذهانو د مغشوشولو هڅه کوي.

اصولا او قانونا باید نوماندان او د دوی پلویان د ټاکنیزو کمېسیونونو د پایلو اعلان او وروستۍ پرېکړې ته منتظر پاتې شي او تر هغو پورې د ګټلو او بایللو خبرې یادې نه کړي، بله دا چې د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولین هم باید لږ ځانونه وښوروي او خپل کارونه سره چټک کړي، ترڅو نه د اوازو خپرولو زمینه برابره شي او نه هم د عبدالله پلویانو ته دا موقع په لاس ورشي چې دوی د خلکو اذهان مغشوش کړي.

د عبدالله پلویان کله وایي چې دوی د ټاکنو ګټونکي دي، کله بیا وایي چې ټاکنې دویم رونډ ته ځي او هیڅوک هم ګټونکی نه دی، کله وایي چې نورو تقلب کړی او په لکونو رایې باطلې شوې او فیصدي نه پوره کېږي. دا او دېته ورته اوازې د خلکو د تشویش او اندېښنې لامل کېږي او دا که همداسې ادامه ولري، نو په راتلونکي کې په ټاکنو ملي پروسه د خلکو باور کمزوری کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply