د سولې پروسې بین المللي ملاتړ

محمدبشیر یوسفزوی

0 772

افغانستان له ۲۰۰۱کال را په دېخوا د بین المللي سخاوتمندانه مرستو له ملاتړ سره مخ دی او موږ د هغوی قدرداني کوو. خاصتاً د بروکسل او وارسا د کنفرانسونو له ډېرو عظیمو مرستو نه موږ مننه کوو، د امریکا متحده ایالتونو، اروپا، ټولو ممالکو نه، جاپان، کاناډا، استرالیا، کوریا او نورو ټولو سخاوتمندانه مرستو نه مخصوصاً زموږ د غښتلي امنیتي او دفاعي قواو د مرستې لپاره د زړه له کومې مننه . ټول افغان ولس د دغو مرستو قدردان دی.

د دغو مرستو ترڅنګ په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره بین المللي ملاتړ هم حتمي دی، ځکه د دوی له ملاتړ مه واره به ستونزمنه وي چې په جنګ کې ښکېلې خواوې د سولې په سر ګډ توافق ته سره ورسېږي. د سولې پروسې څخه د بین المللي ملاتړ لپاره ولسمشر غني وایي چې د سولې او ثبات په اړه بین المللي ملاتړ په لاندې ساحو کې پیشنهادوو:

1.     طالبانو سره د سولې پیشنهاد لپاره بین المللي ډیپلوماتیک همغږی شوی ملاتړ؛

2.     یو سیمه‌ییز نوښت چې د کابل پروسې سره د سیمه‌ییزو سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو هڅې همغږي کړي او له طالبانو سره د سولې له وړاندیز څخه ملاتړ وکړي؛

3.     د ناتعریف شويو جنګونو د توجیه لپاره د دیني متنونو څخه د تفسیرونو او انګېرنو له استفادې سره د مقابلې لپاره د اسلامي نړۍ په مشرۍ جدي خبرې وکړي؛

4.     د یو باثباته افغانستان د امتیازاتو او ګټو په اړه پاکستان ته د قناعت ورکولو په خاطر د دولت په دولت د خبرو اترو پيل او طالبانو سره د سولې پيشنهاد څخه د ملاتړ لپاره ګډې عمومي او همغږې هڅې؛

5.     د سولې موافقتنامې له تطبیق څخه ملاتړ او په ځانګړي ډول د کډوالو او پخوانیو جنګیالیو بیا ادغام؛

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په خاطر د هر ډول نوښت ملاتړ، د ترانزیټ، پانګونې، سوداګرۍ، اصلاحاتو، فساد سره د مبارزې سټراټيژۍ د ملاتړ له لارې همدارنګه د ۲۰۱۸کال پارلماني او په ۲۰۱۹کال کې د جمهوري ریاست ټاکنو څخه ملاتړ، مګر د سولې په ټوله پروسه کې باید مالکیت او رهبري له افغان دولت سره وي او هر څه د دوی په سلا او همغږۍ او مدیریت ترسره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply