د سولې عملي، اسانه او بې جنجاله لار

محمدبشیر یوسفزوی

0 764

په روان جنګ کې یوازې د افغانانو تاوان دی، ځکه چې اصلي قربانیان یې افغانان دي، وطن د افغانانو ورانېږي او د ژوند ټولې اسانتیاوې یې له افغانانو څخه مروړلې دي، مګر د سیمې او نړۍ اکثره هیوادونه په جنګ کې خپلې ګټې ویني او په همدې خاطر د جنګ د پایته رسولو لپاره عملي او جدي اقدام نه کوي.

که چېرې د نړۍ هیوادونه واقعا د جنګ بندېدل وغواړي، نو دوی یې په یوه ورځ کې کولی شي. داسې چې په وسله والو طالبانو خپلې ټولې مرستې بندې کړي، نه یوازې مرستې بلکې پاکستان ته اخطار ورکړي چې که له دې وروسته یې هغوی ته خپله خاوره کې ځای ورکړ ي، نو برید به ورباندې وشي او کله چې پاکستان د نړۍ جدیت احساس کړي، نو همغه ساعت به د طالبانو ټول پټنځایونه له منځه یوسي، دوی به لاس تړلي امریکا ته ور وسپاري او یا به یې هم له خپلې خاورې څخه وباسي. دوی به خپل امکانات او وسلې ورڅخه واخلي او همغه لحظه به جنګ پایته ورسېږي.

مګر اوس هر څوک په دې پوهېږي چې هم امریکا او هم د سیمې او نړۍ نور ډېر هیوادونه همزمان له افغان دولت او وسله والو طالبانو سره اړیکې پالي. یو هم مطلق قدرت او کمزوري کېدو ته نه پرېږدي، په منځني حالت کې یې سره ساتي یو پر بل وژني او یو له بله یې سره جنګوي. دا عموما د جنګ ځپلو او دریمې نړۍ د هیوادونو معلومدارې ستونزې دي چې تر هغو پورې که افغانان خپلو کې لاس سره یو نه کړي او خپلې دښمنۍ ختمې نه کړي، نو همدغسې به د جنګ ډګر وي او خپل خلک به یې بې موجبه وژل کېږي.

اوس مهمه داده چې افغانان په خپلو کې لاس یو کړي، وسله وال طالبان د حکومت د سولې غوښتنې او بلنې ومني او سولې ته غاړه کېږدي. له دې مه واره به هم وسله وال طالبان او هم عام افغانان په جګړه کې وژل کېږي. هره ورځ به دواړو غاړو او حتی عامو افغانانو ته د سر او مال زیانونه اوړي، مګر یوه غاړه به هم نه ارام ژوند ولري او نه به یې سر او مال خوندي وي، ترهغو چې دوی د بهرنیانوپرځای خپلو کې سره جرګه نشي او خپلو کې یو بل ونه زغمي. همدا د سولې تر ګردو اسانه، عملي او بې جنجاله لاره ده. په دې هیله چې وسله وال طالبان یې ومني.

ټول افغانان او نړیوال په دی پوهیږی چې هغه هیوادونه چې د سولې چغی وهی د غنې د کامیابه هڅو په پایله کې له اقتصادی بندیزونو سره مخامخ دی نو له همدی امله غواړی چې افغان حکومت ته ځان یو دوست هیواد معرفی کړی تر څو یې اموال د افغانستان له لاری نورې نړی ته صادر شی .

موږ په سوله باور لرو چې په افغانستان کې به سرتاسری سوله راځی خو هر هغه هیواد چې د افغان حکومت د مالکیت او مشری پرته د سولې د راوستو کوښښ کوی په نتیجه کې سوله نه راولی بلکې له یوې خوا په افغانستان کې سوله له خنډ سره مخامخ کوی او له بلې خوا له افغان حکومت څخه د امتیاز د ترلاسه کولو په تکل دی او دغه ډول خبري به هیڅ لاسته راوړنه نه لری ځکه دغه ډول خبري پخوا هم ډیري شوی دی خو کومه مثبته لاسته راوړنه یې نه لرو .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply