حمدالله محب د جنګ د نسل او نوي افغانستان استازی

محمدبشیر یوسفزوی

0 874

مشهور متل دی وایي چې که کور وسوځېد، دېوالونه یې پاخه شول. افغانان هم همداسې شول. د پخواني شوروي یرغل که دوی بې کوره او بې دیاره کړل، مګر د دې ټولو ناخوالو او ستونزو باوجود یې ځینې فرصتونه هم د افغانانو په واک کې ورکړل. دوی ته یې د زده کړو زمینې برابرې کړې او د هجرت په دیار کې ګڼ افغانان ځوانان د زده کړو په ګاڼه سنبال شول او دا مهال د زده کړو او تخصص ترڅنګ کافي بین المللي تجربه هم لري. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلی حمدالله محب د سلګونو او زرګونو افغانانو له ډلې څخه یوازې یوه بېلګه او ژوندۍ نمونه ده.

نوموړي سږکال د ملګرو ملتونو مجمع ته په خپله وینا کې وویل: ”زه دلته یوازې له وظیفوي لحاظه د خپل ولس استازولي نه کوم؛ بلکې زه د هیواد له هغه مطلق اکثریت څخه یو یم، چې شاوخوا ۶۰ سلنه وګړي جوړوي او د خپل ژوند شاوخوا درې نیمې لسیزې مې په جګړه کې تېرې کړې دي. زمونږ همکارانې سفیر صاحب عادله راز او سفیره رویا رحماني هم د هغه نسل یوه برخه ده، چې په جګړه کې زېږېدلي او لوی شوي دي.

مونږ نوی افغانستان یوو!

افغانستان دا مهال تر بل هر وخته ډېر د ځوانانو د هیلو پر اساس اداره او مخته ځي. د وروستیو شلو کلونو لاسته راوړنو مونږ ته دا فرصت راکړی، چې خپلې هیلې پر یوه قوي باور بدلې کړو. مونږ د هغې سولې د راوستو لپاره پر خپلو وړتیاوو باور لرو، چې ټول عمر مو یې هیله درلوده. مونږ په دې اړه له وړاندې زیات ګامونه پورته کړي، خو لا هم اوږده لار په مخکې لرو. راتلونکي ګامونه په موږ افغانانو پورې اړه لري.

په دې کې شک نشته چې بدمرغه جګړه لا هم د افغانانو ژوند، خوښي، فرصتونه او پرمختګونه ننګوي او هره شیبه د دې امکان وي چې خدای مکړه یو ناورین به پېښ شي، خو زموږ ژمن ، متخصص او لوستي ځوانان د همدغو مرګونو شیبو په منځ کې خلکو ته د سولې، ژوند، روښانه راتلونکي او باعزته ، سرلوړي، پر ځان بسیا او پرمختللي افغانستان هیله ورکوي او په همدې هیله خلک دېته رابولي چې خپل امکانات، پوهه، تجربې او امکانات سره شریک کړي او په ګډه د ښه راتلونکي لپاره کار وکړي. دا د ښاغلي محب د نسل پیغام دی ټولو ته. دوی تربګني، بې ځایه سیالداري، خپلمنځي اختلافات او نور ناوړه کارونه نه پالي او نه یې هڅوي، بلکې دوی تېر هېروي او د ښه راتلونکي لپاره خلک ذهنا او جسما اماده کوي او دا واقعا عالي او انسان هیله او پیغام دی چې په خپلو کړنو او لاسته راوړنو سره یې هره شیبه خلکو ته ورکوي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply