ولې د امریکایي او طالب استازیو تر منځ د سولې خبرې دومره اوږدې شوې؟

0 605

ضمیر ساپی  /

د طالبانو پر سر پاکستان له امریکا سره له هغې وروسته پټه معامله وکړه چېکله ټرمپ پر اسلام‌اباد د مېلیوني ډالرو پوځي مرستو د بندېدو اعلان وکړ.

طالبان پاکستان په نړیوال تور بازار کې داسې پلوري لکه اجورتي او سیاسيفاحشې، ځکه پاکستان په همدې سره نور هېوادونه ان امریکا هم بلاک مېلکوي او له همدې لارې پرې امتیاز اخلي او د پاکستان بهرنی سیاست تر ډېرهپه همدې محور چورلېږي.

کله چې واشنگټن اسلام‌اباد ته په مشروط ډول مرستې وځنډولې، اسلام‌اباد دواشنگټن بلاک مېل کولو لپاره داسې اوازې خپرې کړې چې گواکې په سیمهکې طالبانو د واشنگټن له سرسختو سیالانو لکه مسکو، بېجېنگ او تهران سرهاړیکې پراخې کړي دي.

په افغانستان کې د امریکا جگړه چې د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږدههغه بلل کېږي، له دې وېرې اسلام‌اباد ته په ننواتې ورغلل چې طالبان د سولېخبرو ته چمتو کړي او په دې سره یې د پاکستان شرایطو ته غاړه کېښوده.

اوس پوښتنه دا ده چې د سولې خبرې ولې دومره وځنډېدې او ولې ترې دبسوگۍ واده جوړ شو؟

ښایي د سولې خبرو دومره اوږدېدل نور دلایل هم ولري، خو عمده دلیل یې داکېدای شي چې واشنگټن او پاکستان په یوه خوله غواړي په افغانستان کې دسولې خبرو په اوږدېدو سره د پخوانیو لاسپوڅو مجاهدینو، تش به نومرهبرانو او بانفوذه څېرو په مرسته، شرایط داسې کړکېچن کړي، څو یو ځلبیا طالبان عام ولس ته د سولې کوترې ښکاره شي.

دا هېوادونه هڅه کوي په افغانستان کې وضعیت دومره ترینگلی کړي چې لهاوسني حکومته د ټول ولس زړه تور شي او دا هېوادونه ان دې ته هم حاضردي چې د افغانستان حالت لکه د ۹۰یمې لسیزې ته یوسي او د طالب په څېرحکومت ته هم خلک غاړه کېږدي.

که په ښارونو کې د طالبانو وروستیو خونړیو او زورو چاودنو او په کلیو کېد امریکا ړندو بمباریو ته وگورو، دا شک لا روښانه کېږي چې دا هېوادونه پهگډه د همداسې حالت راوستلو هڅې کوي.

امریکا د پاکستان په نږدې مشوره له طالبانو سره د سولې خبرو په پایله کېغواړي داسې وښيي چې افغانستان ته یې سوله راوستله، خپلې موخې یېبشپړې شوې، د نورو هېوادونو په تېره د امریکا پر خلاف د افغانستانخاورې نه کارولو ډاډ یې تر لاسه کړ او په همدې پلمه د افغانستان له اوږدېجگړې پښې سپکوي.

بلخوا پاکستان له امریکا سره په دې مرسته کې یو ځل بیا غواړي په کابل کېتر خپلې قوماندې لاندې حکومت انسټال کړي او که مو پام شوی وي، پهروانه اوونۍ کې هندوستان ته د خلیل‌زاد سفر هم په همدې موخه و او نويډیلي گیله کړې وه چې په افغان سوله کې یې ځان بېخي منزوي احساس کړیدی.

که داسې نه وای، پاکستان څنگه کولای شي طالبان له امریکا سره د سولېخبرو ته حاضر کړي، خو د بین‌الافغاني خبرو ته یې نه‌شي چمتو کولای؟

په اصل کې دلته بله لوبه روانه ده، پاکستان همدا اوس د امریکا په خوښهطالبانو ته د هر بهرني او داخلي سفر زمینه برابروي او ان پاکستانيپاسپورټونه یې ورته ورکړي چې هر هېواد ته د دوی په مشوره سفرونهوکړي.

نن چې د سیمې هېوادونه په تېره روسیه، چین او ایران له طالبانو سره دامریکا د پټو خبرو په اړه اندېښنه نه‌لري، دلیل یې دا دی چې پاکستان ټولو تهډاډ ورکړی چې طالبان د دوی په لاس کې دي او هېڅ‌کله ورته گواښ نهپېښوي؛ نو د پاکستان په خوښه له طالبانو سره د امریکا تر جوړجاړيوروسته له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل هم پورته سیمه‌ییز هېوادونه دخپلو سیمه‌ییزو گټو د خوندیتوب لپاره غوره اقدام بولي او دا هېوادونه دې ته دخوشالۍ شېبې شماري چې کله به امریکا له افغانستانه وځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply