سپین‌غر ادبي بهیر د اوونیزې ادبي ناستې راپور/ راز خوږیاڼی

0 689

نېټه:  ۱۳۹۸/۵/۲۵

سپین‌غر ادبي بهیر یارانو خپله دوه ویشتمه(۲۲) اوونیزه ادبي ناسته وکړه، یاده ادبي ناسته چې پۀ خوږیاڼو کې د سپین غر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه، د دریځ چارې یې امېد “وصال” سمبالولې او د قاري محمد اصف “فرمان” پۀ تلاوت پیل شوه.

د ناستې مشري محمد صدیق “خوږیاڼي” کوله او مشر مېلمه یې استاد محمد سلیم “عزیز” وو.

د تېرې ادبي ناستې راپور د راز خوږیاڼي لۀ خوا واورول شو، چې لۀ اورولو وروسته ځینو ګډوالو پۀ راپور خپلې نیوکې او وړاندیزونه د ناستې ګډونوالو ته واورول.

خوشال “دراني” وویل راپور ښکلی وو، خو ځینې جملې که لنډې لیکل شوی وای او ځینې تشریفاتي کلمې پکې نۀ وای راوړل شوی، راپور بۀ لا خوندور او پۀ زړۀ پورې  شوی وو.

بلال “افضلي” وویل پۀ راپور کې تشریفاتي کلمې نۀ وې راوړل شوې، بلکې د ملګرو د هڅونې پۀ موخه دا کار شوی وو، چې راپور یې لا ښکلی کړی وو.

عمران “تسل” وویل راپور ډېر ښکلی او پۀ زړۀ پورې لیکل شوی وو، پۀ ځانګړي انداز اورولو یې راپور لا پۀ زړۀ پورې کړی وو، خو یوه ستونزه پۀ اورولو کې د ځینو تورو پۀ سم ډول نۀ ادا کول وو، چې باید پۀ راتلونکې کې ورته پام وشي.

سید محمد کریم “سادات” وویل راپور بېخي خوندور لیکل شوی وو، د همداسې دوام هیله یې وکړه، سادات زیاته کړه که لږ ورو او قرار ولوستل شي، خوند بۀ یې لا زیات شي. وسیع الله “ګوهرخېل” هم د سادات د خبرو پۀ تائید د قرار او ورو لوستلو غو ښتنه وکړه.

پر راپور د ګډونوالو لۀ نظرونو وروسته د سپین غر ادبي بهیر مشر محمد صدیق “خوږیاڼی” د پیلیزې وینا لپاره دریځ ته راوغوښتل شو، هغۀ پۀ خپلو خبرو کې وویل سالم او پر ځای انتقاد او د هغې زغمل ټولنه د سمون لوري ته بیایي، خوږیاڼي پر راپور د ګډونوالو نیوکې او وړاندیزونه پر ځای او ښۀ وبلل، هغۀ د خپلو خبرو پۀ پای کې زیاته کړه خوشاله یم چې د بهیر د ګډونوالو شمېر لۀ یوې ناستې بلې ته زیاتېږي، چې دا یې لۀ ادب او فرهنګ سره د سیمې د ځوانانو مینه وښوده.

د محمد صدیق “خوږیاڼي” لۀ وینا وروسته ازاده مشاعره تر سره شوه، چې هر یو  خوشال “دراني” احسان الله “شمس” خالد “اکبري” مالیار “څاروان” محمود “ځلاند” عبدالحمید “حلیمي” استاد “شمشیر” هدایت الرحمن “ډاډ” سید محمد کریم “سادات” وسیع الله “ګوهرخېل” ولي الله “حیدري” محمد سلیم “عزیز” نثار احمد “سیلاب” سنګر “جانان خېل” محمد “همدرد” تراب “زهیر” سید احمد “احساس” ګل حیدر “همت” عمران “تسل” احمد “یون” قنداغا “سهار” جمشید “تکل” عبدالصبور “عزت” راز “خوږیاڼي” محمد غوث “نوري” محمد رازق “ځلاند” او عبیدالرحمن “عزیزي” پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو لۀ خوا یې پۀ تودو چکچکو هر کلی وشو، یاده دې وي چې  مشاعره د ځینو ترنم ویونکو خوږو او شرنګیدلو ترنمونو لا خوندوره او پۀ زړۀ پورې کړې وه.

لۀ ازادې مشاعرې وروسته استاد محمد رازق “ځلاند” ته بلنه ورکړل شوه، تر څو د یادې ادبې ناستې پۀ اړه خپل تاثر او نظر لۀ ګډونوالو سره شریک کړي، ځلاند پۀ خپلو خبرو کې مشاعره تر پایه خوندوره او پۀ زړۀ پورې وبلله، هغۀ پۀ مشاعره کې د سپین ږیري ولسي شاعر استاد شمشیر پۀ ګډون او راتګ خوښي وښوده، چې پۀ وینا یې دوی زموږ مشران او لارښوونکي دي، باید لۀ تجربو او ویناوو یې سمه ګټه واخلو، استاد ځلاند د خپلو خبرو پۀ پای کې لۀ ټولو ملګرو وغوښتل باید پۀ مشاعره کې تر پایه ګډون وکړي، تر څو د مشاعرې د ټولو شېبو لۀ کیفیاتو برخمن او ګټه ترې واخلي.

پۀ پای کې خوشال “دراني” ته بلنه ورکړل شوه تر څو یاده ادبي ناسته پۀ خپلې وینا او دعا پای ته ورسوي، دراني پۀ خپلو خبرو کې وویل زۀ څو وړاندیزونه لرم تر څو پۀ راتلونکو غونډو کې ورته پاملرنه وشي، پۀ وینا یې دریځ چلوونکی باید لۀ اوږدو او تشریفاتي خبرو ډډه وکړي، پۀ لنډو او ساده الفاظو هر تن دریځ ته راوبولي، چې پۀ دې کار بۀ د وخت د ضایع او د الفاظو د ناسم استعمال مخه هم نیول شوي وي، هغۀ لۀ ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه باید د وخت پابند شي او پۀ ټاکل شوي وخت حاضر او غونډه پیل کړي، دراني د خپلو خبرو پۀ پای کې لاسونه لپه کړل او د دعا پۀ اورولو یې یاده ادبي ناسته پای ته ورسوله.

یاده دې وي چې د راتلونکې ادبي ناستې لپاره مدیر سید محمد کریم “سادات” د کره کتنې پۀ موخه د خپل غزل راوړلو ژمنه وکړه.

پۀ ټوله ادبي او فرهنګي مینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply