پاکستاني طالبان د پښتنو مشرانو د وژلو نقشې جوړوي

0 928

منبع: د مسکو چاپ «نيزاويسيمايا ګزيته» 20.08.2019

اندرې سېرېنکه: د نېزاويسيمايا ګزېتې ځانګړی خبريال

اندرې سېرېنکه: د نېزاويسيمايا ګزېتې ځانګړی خبريال

ژباړه: شېرحسن حسن       

د «پاکستان د طالبانو تحريک» د ترورستي ګروپ اورپکو د يو خبر په ترڅ کې  د پاکستان د پښتنو د يو ځلانده او فعال مشر د له منځه وړلو نيت ښکاره کړی دی. پاکستاني امنيتي مقامات داخبره تاييدوي چې نه شي کولای احتمالي ترورستان پيدا کړي. په پېښور کې د«ن.ګ.» سرچينې په دې خبره ټينګار کوي چې ځايي طالبان او امنيتي مقامات يو تر بله نږدې اړيکې لري.  له دې کبله د پاکستان په پښتونستان کې د تروريزم په وړاندې رښتيانۍ مبارزه وجود نه لري.

څو ورځې مخکي د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د پښتنو د ملي عوامي پارټۍ عمومي منشي سردار حسين بابک د ملکنډ اجنسۍ په بونير سيمه کې د «پاکستان د طالبانو تحريک» د سيمه اييز قومندان عزيزالرحمن څخه ليک تر لاسه کړی دی.  د «ن. ګ.» سرچينې وايي چې په دغه ليک کې له بابک څخه غوښتنه شوې، چې په خپل سياسي چلند نوی نظر وکړي او يا دې «د بلې دنيا ژوند » يعنې مرګ ته تياري ونيسي. « د پاکستان د طالبانو تحريک» ځايي قومندان سردار حسين بابک ته ليکلي دی چې هغه د بې دينۍ سيستم جوړوي او که خپل سياسي چلند ته تغير ورنه کړي، بايد ووژل شي».  پاکستانو طالبانو بابک ته ليکلي دي چي دا د هغوی له لوري نوموړي ته وروستی خبر دی.

سردارحسين بابک چې د توتالي د مشهورې سياسي کورنۍ سره تړاو لري د «ن. ګ.» سره په مرکه کې يې د پاکستاني طالبانو د اورپکو له لوري په ليک کې د مستقيمو ګواښونو واقعيت تاييد کړ.

سردار بابک وويل: « طالبان بيا په وزيرستان کې راپيدا شوي دي، دغه سيمه پخوا د آزادو قبايلو سيمه وه، خو اوس په خيبر پښتونخوا ايالت پورې تړل شوې ده». د هغه په قول طالبان دوه مياشتې مخکې بونير ته راستانه شوي دي. ځايي اوسېدونکي- پښتانه وايي چې د طالبانو اوه او اته کسيزې ډلې  په نږدې غرونو کې اوسيږي، يو وخت او بل وخت کليو ته راکښته کيږي او په بازارونو کې شوکې کوي. دغه خلک ډاريږي او نه غواړي پوليسو يا نورو امنيتي ارګانونو ته د اورپکو د شتون خبر ورکړي ، ځکه هغو وايي چې طالب اورپکي او امنيتي ارګانونه ډيرې نږدې اړيکې لري.

لکه څنګه چې د پاکستان «ډاون» اخبار ليکي د بونير د پوليسو آمر ارشاد خان تاييدوي چې: «پوليس د نورو امنيتي قوتونو په مرسته د «ايلام» په غرونو کې د شکمنو اورپکو په وړاندې عمليات کوي»، خو امنيتي قواوو ته تر اوسه هيڅوک په لاس نه دي ورغلي. د حيرانتيا خبره داده چې په ځايي بازارونو کې د تالاشيو په ترڅ کې نيول شوي طالب اوپکي هم په خوښۍ سره بېرته آزاد شي.  د يادولو وړ ده، چې د ارشاد خان په وينا «له ځايي خلکو څخه هيچا د طالبانو د شوکو او داړو په تړاو پوليسو ته شکايت نه دی کړی». د پښتنو د سياسي فعالينو يو کس «ن.ګ.» ته په مرکه کې وويل: « د پوليسي مسؤلينو  له دغه ډول څرګندونو څخه په پوره ډاډ دا خبره څرګنده ده چې له طالبانو سره د امنيتي ارګانون د نږدې اړيکو په هکله د ځايي خلکو اټکل او ډار بې بنسټه نه دی».

خپله سردار حسين بابک نن سبا د خپل امنيت په هکله دومره فکر نه کوي، لکه څومره چې بونېر او د پښتونستان نورو سيمو ته د «پاکستان د طالبانو تحریک» د اورپکو د بيرته ګرځېدلو په باب انديښمن دی. د هغه په وينا طالبان نن سبا په «پيربابا»، «بهتای»، «کاليل»، «مالک پور»، «شالبندۍ»، «پاچا»، «بالوخان»، «داکوده» او د «پاسني بونېر» په نورو سيمو کې ډير فعال دي. د بونېر په کليو کې تر بل وخت زيات طالب اورپکي تر سترګو کيږي او له همدې کبله ځايي خلک بیا مجبور دي  چې په دايمي ويره کې د ژوند کولو سره عادت  شي.

په پېښور کې د چارو څارونکو «ن. ګ.» ته په خپلو څرګندونو کې وويل :« په داسې حال کې چې په «بونېر» کې د طالبانو اغيز آرام، آرام بيا احيا کيږي، د پښتنو يوځلانده سياستوال ته د هغوی له لوري د مرګ ګواښ نه يوازې د ديني بنسټ پالو او ترورستانو د يو سياسي سيال پتوګه د ملي عوامي ګوند د مشرانو او فعالينو ډارول دي، بلکې دا د ځايي ملکي خلکوپه وړاندې د ترور نوی کمپاين دی».

بايد وويل شي چې  د «پاکستان د طالبانو تحريک» له خوا سردار بابک ته اوسنۍ اخطاريه- هغه ته څلورم ګواښ دی. هغه زموږ اخبار ته وويل: « زموږ ګوند «ملي عوامي پارټي» د خان عبدالغفار خان د لارښوونو په چوکاټ کې په «عدم تشدد فلسفه» تکيه لري. مو همېشه حقيقت وايو او هيڅکله وسله په لاس کې نه اخلو. هغه ليک چې په دې وروستيو کې ما تر لاسه کړی دی، دا زما د وژلو لومړی ګواښ نه دی. په 2008 کال کې هغه وخت چې زه د ښوونې او روزنې وزير وم، د ځانوژونکي تروریست په واسطه زما د وژلو هڅه وشوه. وروسته په ما ډزې وشوې. په 2013 کال کې هم يوه حمله تر سره شوه. اوس دادی څلورم ځل ماته د وژلو ګواښ کوي».

په پېښور کې د «ن. ګ.» د يوې سرچينې په وينا «په وروستيو وختونو کې د وزيرانو، وکيلانو او عادي فعالينو په ګډون د «ملي عوامې ګوند» ډير غړي وژل شوي دي، له دې کبله موږ غواړو نړيواله ټولنه او ټولنيزې رسنۍ له دې حالاتو خبر کړو. کيدی شي نړيواله ټولنه او سياسي مشران وکړی شي په پاکستاني مقاماتو فشار راوړي، تر څو په سيمه کې د تروريستي ګروپونو د بيا راژوندي کېدو د مخيوي لپاره لږ تر لږه رښتيني اقدامات پيل کړي».

په پېښور کې د «ن. ګ.» سرچينې خبر راکوي چې په وروستيو وختونو کې  د پاکستان په پښتني سيمو کې د “جماعت دعوا القران”،  “البدر”،  “جیش المحمد” او “لشکر طیبه” په څېر ګڼ شمير جهادي ترورستي ګروپونه فعاليت کوي. ځايي رسنۍ په ښکاره  او روښانه ډول ليکي چې څه ډول دغه تروريستي ګروپونه ځايي ځوانان استخداموي، هغوي ته جنګي زده کړې او تمرينات ورکوي او بيا يې افغانستان او کشمير ته استوي. د «جماعت اسلامي» سياسي ګوند د ځوانانو د جذب او ګمارنې په دغه کار کې تر ټولو مهم رول لوبوي. دغه ګوند په دې ډير مشهور دی چې د شلمې پيړۍ په اتياومو کلونو کې يې د افغان مجاهدينو سره په افغانستان کې د شوروي لښکرو پر ضد «جهاد» کې زياتې مرستې کړې دي. اوس وخت دغه ګوند د نړۍ په ځينو هيوادونو کې ممنوع دی خو د هغه تر وزر لاندې نور تروريستي تشکيلات روزل کيږي.

د «ن. ګ.» سرچينې تاکيد کوي : «دغه ټول جهادي تنظيمونه اوس په ملکنډ اجنسۍ کې ډير فعال دي. هلته 5- 6 ښارونه دي چې يو له هغوی څخه بونير دی. اوس نږدې هره ورځ په دغو ښارونو کې 15- 19 کلن تنکې پښتانه زلميان خاورو ته سپارل کيږي چې د افغانستان او کشمير په «جهاد»کې وژل کيږي. د يادولو وړ ده چې د جنازو په دغو مراسمو کې همېشه د «جماعت اسلامي» استازي ګډون کوي، او د همدوی په لارښوونه په زرګونو پښتانه ځوانان  نورو ترورستي ګروپونو ته جذب او ګومارل کيږي. پاکستاني پوځيان او استخبارات په دغو ټولو خبرو ډير ښه خبر دي خو د جهادي سنديکا «ستر سهامي شرکت» پر وړاندې هيڅ تدابير نه نيسي. برسېره پردې دا ادعا بې بنسټه نه ده چې د پاکستان امنيتي ارګانونه خپله د جهادي تنظيمونو رهبري او څارنه په غاړه لري او پاکستاني پوځيان په ځانګړو کمپونو کې پښتنو زلميانو ته زده کړې او تمرين ورکوي، له هغوی څخه ترهګر، اورپکي او ځانوژونکي جوړوي او د افغانستان او کشمير«جهاد» ته يې استوي».

پښتانه سياسي فعالين اوس په پاکستان کې د پښتنو د جينوسايډ «نسل وژنې» په هکله خبرې کوي: «دغه نسل وژنه په مختلفو سطحو کې تر سره کيږي. لومړی د دولتي ارګانونو له خوا د جهادي ګروپونو د حمایت او تشويق له لارې په واقعيت کې د «جهاد» په کوفته ماشين کې د پښتنو ځوانانو له منځه وړل دي. دوهم  د پاکستان پوځيان او استخبارات بلاواسطه، په مستقيم ډول له پښتنو ځوانانو څخه ترهګرجوړي او بيا يې د افغانستان او هند د حکومتونو پر ضد جنګوي.  دريم په دولتي سطحه په پښتني سيمو کې د انساني فاجعي او ټولنيزې ويجاړۍ د رژيم ملاتړ کېږي، او دا په داسې حال کې ده چې اسلام آباد  نه غواړي نړيواله ټولنه په پښتونستان کې د روانې غميزې له حاله خبره شي. د مثال په ډول څه وخت دمخه دولتي ادارې د شمالي وزيرستان سيمو ته په تللو بنديز لګولی و. دغه بنديز تر هرچا دمخه ژورنالستانو ته متوجه و».

په وروستيو څلورو مياشتو کې په پاکستان کې پرله پسي د وتلو پښتنو سياستوالو او خبريالانو له شوره ډکي سياسي وژنې او بريدونه تر سره شول. په دې ډول د جون په نيمايي کې په اسلام آباد کې مشهور پښتون خبريال محمد بلال خان ووژل شو. په عين وخت کې د خيبر پښتونخوا په باجوړ ښار کې د «ملي عوامي ګوند» په سيمه اييز مشر ګلداد باندې بريد تر سره شو.  په پېښور کې د «ن. ګ.» د سرچينو په نظر«سردار بابک ته د مرګ اخطار د سياسي جنايتونو په زنځير کې نوبتي کړۍ ده. د جنايت کارانو معافيت او د دولتي ادارې بې پروايي ددې ادعا حقانيت ثابتوي چې هغوی ټول د يوه هدف لپاره کار کوي، او د هغوی کړنې د پښتنو د نسل وژنې په منطق کې راټوليږي.  دپاکستان استخبارات پښتانه بنديانوي، پوځ د هغوي د ځپلو چارې تر سره کوي، طالبان او نور جهاديان په واقعيت کې د پاکستان د ادارې د لاس  د وسيلې پتوګه پښتانه وژني ، خو د پاکستان اداره ددغه راز له  رسوا کېدو څخه په ډار کې ده».

په پېښور کې د چارو څارونکي دې خبرې ته پاملرنه کوي چې امريکا ته د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سفر او د ولسمشر دونالد ټرامپ سره د هغه تر کتنې وروسته په پښتونستان کې د طالبانو او نورو جهادي ګروپونو فعالېتونه ژر تر ژره ګړندي شول. د پښتنو د سياسي فعالينو له جملې څخه د «ن. ګ.» مرکه کوونکی وایی: «داکوم تصادف نه دی، ښکاري اسلام آباد  فکر کوي، لکه څنګه چې واشنګټن  له طالبانو سره د خبرو لپاره اسلا آباد ته محتاج دی نو دا کار به په سيمه کې د پاکستان د پوځيانو لاسونه خلاص کړي او هغوی کولی شي خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره جهاديان په کار واچوي».

 په پېښور د «ن. ګ.» سرچينې د پښتنو سياستوالو د سیاسي وژنو د اوسنۍ څپې يوه بله مهمه ځانګړتيا په ګوته کوي: د ترور زيات قربانيان په «ملي عوامي پارټۍ» پورې اړه لري، دغه ګوند نه يوازې د زور زياتي نه کولو فلسفي ته په وفادارۍ او پيروۍ  پيژندل شوی دی، بلکې له روسيې سره په فعالې همکارۍ هم شهرت لري. د «ملي عوامي پارټۍ» مشران څو واره مسکو ته تللي دي او ددغه ګوند فعالين او پلويان د روسیې او پښتنو د د ډیرو علمي او کلتوري پروژو په عملي کولو کې فعاله ونډه اخلي. د «ملي عوامي پارټۍ» مشر اسفنديار ولي خان په څرګندو ټکو د افغانستان د بحران په حل کې د روسيې د فعال رول او ونډې بيان ورکړی دی. د پاکستان د ادارې له خوا د «ملي عوامي پارټۍ» د فعالينو تعقيب، او د پاکستان د پوځي ادارې او استخباراتو تر کنترول لاندې جهادې ګروپونو له خوا د «ملي عوامي پارټۍ» د مشرانو قتل او ترور ددې دليل دی چې په دې ډول اسلام آباد هڅه کوي له پښتنو سره د روسيې اړيکې بندې، او په سيمه کې د مسکو اغېز کمزوری کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply