د ثور پاچاګښتي

محمد انور نوميالی

585

 د ليکوال او څېړونکي ارواښاد کانديد اکاډيميسن استاد محمد انور نوميالي ليکنه « د ثور پاچاګښتي» له نن څخه پوره څلورويشت کاله مخکې په ۱۹۹۹ کال کې ليکل شوې ده، خو تر اوسه پورې د مختلفو عواملو له کبله په چاپي بڼه په کاغذي خپرونو او يا بريښنايي شبکو کې نه ده خپره شوې. له دې کبله چې زموږ په هيواد کې د پاچاګښتۍ رسم لاتراوسه هم په پخواني دود پرمخ روان دی او له بله پلوه د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوومې نېټې د تاريخي اوښتون وزن لاتر اوسه هم د تاريخ د قضاوت په تله کې پروت دی، نو دغې ليکنې لا تر اوسه خپل اسالت او ارزښت له لاسه نه دی ورکړی. ددې لپاره چې دغه ليکنه يوازي د ارواښاد استاد نوميالي په لاس په ليکلي کاغذ کې د کتابونو او کاغذونو په بيروبار کې د ورکې له ګواښه وژغورل شي، او له بلې خوا لږ تر لږه پنځه څلويښت کاله وروسته افغانان او په تېره بيا ځوان نسل له تنګ نظرۍ پرته او په سړه سينه ددغه تاريخي پېښې پرعواملو، څرنګوالي او پايلو د روښانه پوهيدلو مجال ومومي، د مرحوم استاد په ارواخوښۍ يې دادی تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کوم.  

درنښت،

 شېرحسن حسن 

د ثور پاچاګښتي

کانديد اکاډيميسن استاد محمد انور نوميالي

پخوا زمانه چې به کله يو چيرې د سر دولتي مشران تر له واوښتل يا به يو پاچا د بل پاچا پر کټ باندې کښېنستی او يا به يوه امير د بل امير پای‌تخت ځنې ونيوی، نو پر دغسې نيولو يا اوښتلو باندې زموږ د پښتني ولس له خوا څخه په عامو خبرو کې د پاچاګښتۍ نوم ايښوول سوی و. زياتره به موږ ته خپلو اناګانو کله ناکله په وطن کې د پاچاګښتۍ داسې تېر سوي نکلونه هم کوله، چې په جګړو کې به يې يوه ورور هغه بل ورور د واکمنۍ له تخته څخه شاړه او يا به يوه توربور د هغه بل توربور سترګې ځنې را کښلې، څو د پاچهۍ يا اميرۍ مقام ځنې ونيسي. دغسې کلونه او دغسې نکلونه به د پاچاګښتۍ له نامه سره ټينګ تړلې وه. دا چې څونه وګړي به مړه کېدله، يا به څونه بې‌ځايه کېدله او څه راز سړې و تودې به پر ولس باندې تېرېدلې او يا په کومه پلمه به څوک پر چا باندې را پورته کېدله، ټولو د نکل هغه منظره جوړوله، چې تر ډېره ځايه به په تاريکه کې غوټه وه؛ خو د قصو يا افسانو غټه برخه به د هغو کسانو پر نامه را څرخېده، چې يا به د قدرت پر کټ کښېنستلي وه او يا به له هغه څخه را لوېدلي وه. د ګرده تاريخ بيان د همدغو پاچهانو يا اميرانو د بري يا ماتې، د ښېګڼو يا بدګڼو يوه رشتيا يا درواغ پرپړه وه، چې د پاچاګښتۍ ډرامه به يې د تخيل دپاره تمثيلوله. د تېرې زمانې دغه شان ډرامې زموږ په احساس کې د يوې خوا دپاره ستاينه او د بلې خوا دپاره غندنه را خوځوله؛ خو په هر صورت هم د ستاينې او هم د غندنې په دواړو حالاتو کې دغه راز پېښې يو مخيزه د پاچاګښتۍ په نامه يادېدلې.

بيا نو کله چې د مځکې تناوونه لنډ او دنيا سره سورۍ سوه، نو د نورو هيوادو سره د سياسي، اقتصادي، فرهنګي، اجتماعي او اطلاعاتي پېژندګلويو په راکړه-ورکړه کې يو لړ کلمې يا وايې، چې بل چيرې يې له وختي څخه رواج موندلی وو، زموږ د ژبې ورشو ته هم راغلې او دلته يې داسې پاخه راته واړوله، چې زموږ په ژبه کې يې د رايجو کلماتو ځای ونيوی. دا چې په خپلو ټاټوبو کې يې څه راز معناوې درلودې، تر اوسه لا هم موږ ته پوره نه ده روښانه، خو دا چې زموږ په ژبه کې يې کومې معناوې واخيستې، يوه داسې سابقه ده، چې تر يوې اندازې پورې لټول کېدلای سي.

په دې لړ کې لومړۍ کلمه، چې زموږ د پاچاګښتۍ ځای يې ونيوی، هغه د «کودتا» کلمه وه. کودتا چې هر شی وه او په هره ژبه کې چې کومه معنا درلوده، خو زموږ د ژبې په خوله او په زړه کې يې په بشپړه توګه د پاچاګښتۍ ځای ونيوی او ورو ورو يې هغه پر يوه مخ د رواجي استعمال له ميدانه څخه وايستله.

زما د خپل وخت د ياد خبره ده، چې کله به زموږ خلګ د شاهي سرکار له زند و بنده څخه ډېر سرغاړي سوه او له سياسي يا اجتماعي اختناق څخه به يې د وتلو هيڅ مجال نه ليدی او يا به د لږ اظهار په ګناه ځينې مېړني او زړه‌ور کسان د تورو زندانو په کوټه‌قلفۍ کې د مرګ تر ورځې پورې خاورې کېدله، نو په دغسې شرايطو کې کودتا هر چا ته د ژغورنې او خلاصون لاره، د يوې مجربې نسخې په څېر ښکارېدله. کورټ مې نه هېريږي، چې کله به يو څوک د پاچا «تور» سو، نو له ډاره به له هغه سره چا روغبړ نه کاوه او له دې څخه به بېرېدله، چې مبادا د هغه په ګناه به يې ونيسي؛ ځکه د شهرناپرسان په استبدادي تاريخ کې دغه راز پېښې خلګو د سر په سترګو ليدلې، کتلې وې. «د پاچا په غضب اخته سې!» يوه له هغو سختو ښراوو څخه وه، چې خلګو به د خپلو جابرو دښمنانو او غټو غليمانو په حق کې کوله.

د هغو سياسي اوښتنو له مخې چې وخت ناوخته به په نوره دنيا کې د کودتا په نامه پېښېدله او خبرونه به يې موږ په راډيوګانو کې اورېدله، يا به مو په اخبارو کې لوستله، نو داسې معنا يې راته افاده کوله، چې دا د دولت په دستګاه کې دننه يو څو خيراندېشه کسان په پټه سره کښېني، د ځان او اولاد تر سر و مال تېر سي او په يقيني ايثار يا فداکاري د خلګو د نجات دپاره خپل تر منځ ټينګه ايماني ژمنه وکړي، څو د وسلې په زور يو ټولواک يا واکدار يا واکمن يا جنرال يا پاچا او يا کوم بل مطلق العنان صوبدار له سياسي قدرته څخه واچوي او وګړي د هغه د زورزياتي له غمه څخه خلاص کړي. په دې حساب چې کودتا د ظلم او فشار له درانه باره څخه د يو ولس د خلاصېدو بريمنه لاره ګڼل کېدله، نو هم د خواصو په ذهن او هم د عوامو په زړه کې د يوې سربډاګې مېړانې او قهرمانۍ نوم وو، چې د اختناق تر بشپړې سيطرې لاندې يې عادي وګړو حتی تش تصور لا هم نه سوای کولای. موږ چې په خپل ظلم ځپلي وطن کې د کوم چا له خوا څخه د يوې کودتا ساده فکر لا هم ممکن نه ګاڼه، نو د نورو ځايو کودتاګانې چې به مو اورېدلې، د خپل زړه سوده به مو په کوله.

زما له ياده څخه نه وځي، چې په مصر کې د جنرال نجيب او د هغه تر شا د جمال ناصر کودتايي را پاڅېده، چې په ۱۹۵۶م. کال کې يې د شاه‌فاروق د پاچهۍ کمبله د يوې کودتا په برکت ور ټوله کړه، يوه داسې اميد بخښونکې پېښه وه، چې زموږ زلمي ځوانان دلته په خپل کور کې لا ورته هوسېدله. د دغې کودتا خبر ما د کندهار د طلوع افغان د ورځپاڼې په اداره کې واورېدی. هغه زمانه د کابلي سرکار مطبوعاتي مدير مرحوم محمدشاه ارشاد وو؛ زه يې د ورځپاڼې ادارې ته ورغلی وم. د مصر د کودتا د خبر له را رسېدو سره حتی د شاهي سرکار د دغه پوره اعتمادي مدير له خولې څخه بې اختياره زما په مخ کې داسې هيجاني جمله په لوی ږغ را ووتله، چې: «رب دې دغه سنت عمومي کړي!» د ده له احساساتي لهجې څخه پوره څرګنده وه، چې وايي کشکي دغه د کودتا دود دلته هم عملي سي.

بيا نو په ايران کې کودتا، تر هغه پسې په عراق کې کودتا او داسې نورې سر پر سر کودتاګانې مو د نړۍ په بېلا بېلو هيوادونو او ځايونو کې پرله پسې اورېدې، چې د سياسي مورال په حساب يې زموږ د قدرت څښتان خورا زيات بېروله او د آزادۍ غوښتنې په مبارزو کې يې د ځوان نسل ياغي روحيه ډېره تقويه کوله. لنډې دا؛ چې کودتا يوه مطلوبه کلمه وه او معنا يې زموږ په تصور کې هم‌هغه وه، چې يو لږ شمېر کسان په پټه د ايثار او فداکارۍ په روحيه د رژيم د بدلون يا اوښتون دپاره ناڅاپه وسله‌وال پاڅون وکړي.

زموږ د وطن په سياسي بهير کې هم د کودتا هڅې د محمدنعيم خان او بيا د عبدالملک خان عبدالرحيم‌زي په نامه زموږ تر نظر تېرې سوې، خو دا کودتاوې –که يې چيرې واقعيت درلودی- برې ته و نه رسېدې؛ ځکه د يوې فارسي ډرامې په استناد، چې: «حکومت بيدار است!» هغه شنډې سوې او مخکښان يې د اوږده کړاو او زحمتناکه بنديتوب په مصيبت کښېوتله.

د سياسي تحول په منظور د کودتا همدغه مقبول يا منلی مفهوم زموږ په اذهانو کې ځای نيولی وو، خو له څنګ سره يې وخت ناوخته د «انقلاب» کلمه هم په اشعارو او آثارو کې دلته هلته غلې په مخه راتلله. د سردار داوود خان اقدام، چې د ده په مبارکه خوله د وراسته سلطنتي رژيم خاتمه يې وويله، هم په رسمي خپرونو کې د کودتا په وياړلې نامه سرکاري اخبارچيانو ونوماوه. په هم‌هغه دوران کې بيا يوه بله کودتا د مرحوم محمدهاشم ميوندوال په نامه ټاپه سوه، چې د يو شمېر کسانو د وژلو، ټکولو، يا ځورولو سبب وګرځېده او د کابلي خبرچيانو له خوا يې په يوه يا بل تعبير يادونه خپره سوه. کودتاګانې چې په نړۍ کې ډېرې زياتې سوې او له تخيلي ارمانو سره سم يې د سياسي مبارزو هيلې تر سره نه کړې، نو ورو ورو يې ځای انقلاب ونيوی. د انقلاب په ادبياتو کې د سره انقلاب، زرغون انقلاب، سپين انقلاب او نورو رنګونو انقلابونه هم د خبرو بهير ته را کښېوتله. په دې لړ کې د پرولتاري انقلاب، بورژوازي انقلاب، اسلامي انقلاب، کلتوري انقلاب او داسې نورو انقلابونو وراشې هم ميدان ته راغلې؛ خو زموږ په مجلسو کې چې زيات حساب پر کېدی، هغه لومړی د فرانسې سياسي- اجتماعي انقلاب او ور پسې د اکټوبر سوسياليستي انقلاب وو، چې زموږ د سياسي هيجاناتو دپاره يې د الهام يوه سرشاره مايه جوړوله.

  

د همدې شرايطو په غېږ کې هغه ډېره غټه پېښه، چې زموږ پر خاوره د ۱۹۷۸م. کال د اپرېل په ۲۷مه نېټه يا د ۱۳۵۷ل. کال د ثور پر ۷مه نېټه د افغانستان په پای‌تخت کې له يوې سياسي ګړبې سره را پيل سوه او تر اوسه يې لا د خونړيو ورانيو طوفاني بهيرونه ادامه لري، په خپله نوعه کې د تاريخ يوه داسې ستره واقعه ګڼله کېدلای سي، چې د وطني، منطقوي او جهاني ابعادو متحول ترکيب يې په نوعيت کې پوره څرګنديږي. د يادونې وړ يې بولم، چې که د دې لويي پېښې په اړه يو نيم بيانونه لږ يا ډېر را په زړه سي او ښې يا بدې خاطرې دواړه د هم‌هغې زمانې له احساسه سره سم په پښتني صداقت وليکلې سي، نو ښايي چې زموږ د نژدې تاريخ يوه ډېره مهمه پاڼه به د ابدي هېرې له چپاوه ژغورلې پاته سي. دغه ماجرا چې حتی مرکزي لوبغاړو يې لا هم د اجراء کېدو عملي تصور کله نه وو کړی، په داسې ډراماټيکه توګه را ميدان ته سوه، چې چا ته د بېري، چا ته د اميد، چا ته د حيرت، جا ته د ذلت، چا ته د قدرت او چا ته بېخي د خوب او خيال يوه معامله وايسېدله. خو په هر حال ټوله په دې احساس کې په يوه خوله وه، چې خبره خورا زياته غټه ده؛ ځکه زموږ خپور عامه ذهنيت چې د اوږده استبداد او نه تمامېدونکي اختناق د سياسي قدرت له پاخه استقراره سره پوخ عادت نيولی وو، نو د داسې يو دم را چپه کېدو او بېخکي را نسکورېدو فکر يې لا هم نه سوای کولای. پر دې لويه پېښه باندې د ثور انقلاب، د پرتمين انقلاب، د نوي تيپ انقلاب او بيا په وروسته کې د ملي ډيموکراټيک انقلاب بېلا بېل نومونه په عامه خبرونو او خپرونو کې دلته هلته رواج سول.

 د ثور د مياشتې له نامه سره تړلې دغه درنه ټکه، چې انفجاري مواد يې د سختو استبدادي فشارونو او ناتمامه اختناقي دورانونو په خورا اوږده سابقه کې سر پر سر کوټه سوي وه، د شلمي پېړۍ د سترو تاريخي پېښو په جهاني فهرست کې پوره ځای نيولای سي. د جرياناتو دغه پړاو چې د افغانستان د سياسي او اجتماعي تاريخ په بهير کې له نن ورځې څخه شل کاله وړاندې تر يو لړ پرله پسې ټکرونو وروسته د ګوندي- نظامي يا حزبي- فوجي حرکت په سلسله را پيل سو او خاتمه يې تر اوسه (۱۹۹۹م.) پورې لا هم روښانه نه ښکاري؛ هغه لويه پاچاګښتي يې وبولئ، چې د مشرانو او کشرانو ډېر سرونه يې وخوړله او د افغانستان تر هره ګوټه پورې يې لېونۍ ډکې او زورورې څپې ورسېدلې. په ګرده هيواد کې داسې څوک پاته نه سول، چې د مثبتو ښېګڼو او منفي بدګڼو تر اغېزو لاندې يې را نه سي. هغه چا چې په دې حرکت کې سازمانې ذمه‌وارې لرله، نو د خپلې ګوندي ستراتيژۍ پر بنا يې د دې خبرې حق درلودی، چې نوی تيپ انقلاب يې وګڼي او يا يې د يوې بلې ژبې په همداسې تقليدي نامه وبولي. دوی البته يوازې د قدرت د اخيستلو دپاره د نظامي چپاو واحده حادثه په پام کې نه نيوله، بلکې هغه ټوله انقلابي پروګرامونه يې په نظر کې وه، چې يوه نيمه لسيزه وړاندې يې د ټولنې د انقلابي تغير دپاره په خپلو تبليغاتو او تعليماتو کې خلګو ته په ډاګه اعلان کړي وه. دوی به ټوله له ګردو ښو او بدو سره پر همدې ځای پريږدو، چې د خپلو پروګرامو د تحقق دپاره يې کومه لاره واخيستله او پر کومه خوا ولاړل.

را به سو د خپل وخت هغه يو شمېر جديد خيالو يا روښانفکره کسانو ته، چې له دې بهيره څخه ګوښي پاته وه او دغې ناڅاپې پاچاګښتۍ د يوې غيرمنتظره واقعې يا نابوبره حادثې په څېر په خورا غټ حيرت کې واچوله. دغسې کسان تر يو څه وخته پورې په دې فکر کې وه، چې دوی خو په پخوا کې د خلګ ډيموکراټيک ګوند له زياترو لويانو سره ډېرې نژدې شخصي پېژندګلوۍ درلودې، نو ښايي چې دوی ته به په دولتي جوړښت کې سمته برخه ور کړي او خولۍ به يې په غوړو کې سي. خو په ګوند کې دننه چې د ولجو پر سر کشمکشونه يا د صوبداريو پر سر نوي او زاړه تضادونه په خوټېدو کې وه، نو د دولتي لوبې هرکاره يا کړۍ ورځ په ورځ تر داسې اندازې را کوچنۍ کېدله، چې په خپله د سرې مبارزې لوبغاړي لا هم په هغې کې نه سره ځايېدله. د توزنې هيلې په طمعه دغه کسان چې کرار کرار د دې نوې ګوندي پاچهۍ له درباره څخه يو مخيزه نااميده کېدله، نو د لومړي ځل دپاره يې دغه ستره پاچاګښتي، چې سرکاري ژورناليسټانو د ثور پرتمين انقلاب معرفي کاوه، د خپل زړه د سړېدو دپاره په پټو خصوصي مجلسونو کې په پښتو ژبه «د غويي اړ و دوړ» بلله. په دغه ټوکي نامه باندې يې د خپل زړه سوده کوله او د ور پېښ محروميت لمبه يې په سړوله. د غوايي نوم له دې اړ و دوړه سره چنداني نامانوسه هم نه ښکارېدی، ځکه په ګوند کې داسې يو څو پېژندلي کسان هم وه، چې د سياسي مبارزو په دوران کې يې وختي لا د خپل صورت يا سيرت له مخې د ځينو بودګانو د نومو لقبونه د حريفانو له خوا څخه اخيستي وه. د حيواني نومو القاب زموږ د ژبې په طنزيه يا هجويه کلتور کې چندانې بې سابقې هم نه ګڼل کيږي؛ ځکه چغال سرور، اوښ لالو، خر ګلو او مار اودرامان يې د مثال په ډول يادولای سم.

بله پلا بيا له ګونده وتلي يو زبر کړولي ګوندي، چې پخوا يې د دې جريان وندر ته خورا ډېر نوي زلميان را وستلي وه او اوس د محروميت په خړه ورځ کې د انقلابي مخکښانو له رديفه څخه دباندې پيکه ښکارېدی، نو کله چې به ده ته د تقرير واګې په لاس ورغلې، دغه پاچاګښتي به يې د آواز په فشار د کودتا په نامه سپکوله. د ده د لهجې افاده دا وه، چې په دې حرکت کې خلګو، يعني ده په خپله ونډه نه ده اخيستې نو ځکه په علمي حساب انقلاب نه ګڼل کيږي، بلکې د يو څو کسانو کودتا ده. د ده له وينا څخه ښکارېده، چې په نظري توګه يې انقلاب هغه اوښتنه بلله، چې ټوله خلګ را وپاڅي او خپل سياسي- اجتماعي سرنوشت پر بل مخ واړوي.

د همدې لړۍ خبره يې وبولئ، چې ورو ورو د جهاني تبليغاتو په امريکايي سبک کې بيا د ثور د کمونيسټي کودتا باب سوه، څو د مقاومت د سياسي ادبياتو پوخ ورد وګرځي؛ خو هغه څوک چې په يوه يا بل دليل يې د ثور پر پاچاګښتۍ باندې د انقلاب ښه نوم نه پېرزو کېدی، نو يې په مخالفت کې دې ته ټينګه ملا وتړله، چې د کودتا نوم پر هغه باندې پوخ کړي. دوی غوښته، چې انقلاب د يوې ستايلي پديدې او کودتا د يوې غندلي پديدې په څېر وښيي. په هر حال؛ کودتا چې يوه زمانه زموږ په اذهانو کې ښکلې بڼه درلوده، هغه يې په بدرنګه څېره ور واړوله. په خارجي تبليغاتو کې دې ټکي ته زياته توجه څرګندېدله، چې د ثور پاچاګښتي د کودتا په نامه محکومه کړي. د کودتا له څنګه سره يې بيا د کمونيسټي او خونړي کلمات هم ملګري کړه، نو په يوه ټک باندې يې درې څلور مرغۍ ښکارولې. په پېښور کې يو اخبار چاپېدی او ما چې به وخت ناوخته د هغه مقالې کتلې، نو دا به ځنې ښکارېده، چې يوازې د کمونيسټي کودتا پر بې اعتباره کېدو باندې له خپلو سپانسرانو څخه يو څو خوشمړي لاس ته راوړلای سي؛ ځکه په هره ليکنه کې به يې پر ځای يا بې‌ځايه د دغو کلماتو وچ تکرار هرو مرو په مخه راتلی.

د ورځو او شپو له تېرېدو سره د ثور خوندور انقلاب، چې ګونديانو او هوادارانو يې په رشتيا يا په درواغو د وياړ ژبې د هغه پر مزو باندې ټکولې، کرار کرار د يو خورا بې خونده ژوولي شخوند په څېر له خولې څخه تف سو. د انقلاب د نامه بار چې د ګوند پر وژل سوي مشر نجيب الله باندې ډېر وغمېدی، نو يې په رسمي توګه هم په خپله او هم د انقلابي ګوند په نمايندګي پر يوه مخ له خولې څخه واچاوه او د تحول تر مجهولې ټاپې لاندې يې په خپل نوي اساسي قانون کې د يوه محکوم مفهوم په توګه د تاريخ خاورو ته وسپاره. ده البته داسې ګومان کاوه، چې په دې چاره به يې درد دوا سي او له دې درانه باره څخه به يې اوږې لږ څه سپکي سي. اوس په خپله پاشلي ګونديان دغه لويه او نه تمامېدونکې پاچاګښتي، چې سراسر په ګداګښتي هم بدله سوې ده، کله د تحولو کله د تطور، کله د پاڅون، کله د اوښتون او کله ناکله يې بيا د امريکا د سياسي ماقاماتو د مزاجي خوښۍ دپاره د خوشامند په توګه د ثور خونړۍ کمونيسټي کودتا بولي. اورېدلي مي دي، چې د خلګ ډيموکراټيک ګوند د مرکزي کمېټې يو مبتکر غړي بيا خپله دغه وياړلې تاريخي کارنامه نن سبا په جګه غاړه «د غوايي خوشايي» يا «د غوايي مرداري» بللې ده.

د ثور جهان شموله پاچاګښتي که د سياسي تمايلاتو يا ناملايماتو له اغېزو څخه لږ څه ګوښې تر کتنې او څېړنې لاندې ونيول سي، نو د دې واقعيت حدس وهل کېدلای سي، چې دلته په سيمه کې يو شمېر نړيوال پېچلي مسايل موجود وه او د هغو څرک له دې ټکي څخه لګول کېډلای سي، چې د ثور له پاچاګښتۍ سره په يوه وخت کې د ايران پاچاګښتي هم منځ ته را ځي. ما هر وخت ويلي دي او بيا هم وايم، چې د دې تاريخي بهير خارجي ماهيت تر هغو پورې څوک په واقعي ډول نه سي پېژندلای، څو چې د شوروي د کې. جي. بي. اصلي اسناد يې د امريکا د سي. آی. اې. له اصلي اسنادو سره يو ځای د کمپيوټري پلټنې په رڼا کې تر کتنې نه وي ايستلي. د دې معنا به نو دا وي، چې زموږ د بدمرغيو خارجي عوامل به د قيامت تر ورځې پوري يو مخيزه پټ پاته سي.

نن په داسې حال کې چې د ثور پرتمين انقلاب د انقلابي قهرمانانو له خولې څخه پر يوه مخ لوېدلی دی، خو د ثور د کمونيسټي خونړۍکودتا پر مړه لاښ باندې لا اوس هم مسلسل د تبليغاتو مرګکي وارونه کيږي. خارجي هيوادونه او يا د هغو تنخاخواره چې د سياسي ملحوظاتو په خاطر دغه کار کوي نو خو حق يې دی، چې د خپل منفعت په استقامت کې يې دغه لاره په مخه اخيستې ده. خو دلته بيا يو بېچاره خوارکی ګوندي، چې نه يې توبې څوک مني او نه يې د اوښ د پل په جوړولو بخښي، خو دی لا جوغېدلی وي، چې د خپلي تخيلي تبريې دپاره دغه لويه حادثه يا ستره فاجعه د کودتا په خبيث نامه باندې ياده کړي. د دغه راز کسانو عمل ما ته د کليوالو هغه پخه خبره را په يادوي، چې وايي اوزګړی له لېوه سره يو څه لاس لګوي، خو خر چې ښرمښ وويني، نو غړي يې وتښتي او د خوشامند په توګه د هغه تر مخ د مرګ لوري ته پر خپلو پښو ور سره ځغلي.

په دې منځ کې لا دا راز ګډوډۍ هم د يادونې وړ دي، چې يو وخت زموږ يوه پياوړي څېړونکي هغه مهال، چې له کوم راډيويي خبريال سره يې په مرکه کې د ثور پر پاچاګښتۍ باندې د کرکې په قهرجنه لهجه خپل زړه خالي کاوه، نو نژدې وو، چې د نفرت ټوله زور تر «ثور» خوارکي وکاږي؛ ځکه د ده له علمي څېړنې سره سم هم د ملحدو او هم د مجاهدو غبرګې ټکې د همدې مياشتي په دوران کې د افغانستان پر سر لګېدلې دي. بايد شکر وکښل سي، چې دا ګړبه د لړم يا چنګاښ او يا د کوم بل ځناور په مياشت کې نه ده پېښه سوې. ثور يعني غويی، خو لا ډېره پروا نه لري، ځکه هغه د «بقرې» زوی او «بقره» هغه مقدسه هستي ده، چې د خدای د عربي تاليف دوهم څپرکی د همدې مبارکي په نامه بلل کيږي. که خبره داسې نه وي، نو په نجومي حساب نه ثور غویی دی، نه هم سرطان چنګاښ او نه هم عقرب لړم دی.

که د الفاظو تر څېړنيزو ټوکو ټکالو را تېر سو، نو خدای په رشتیا خوښيږي، چې له دې ټوله رنګارنګ استعماله سره بيا هم موږ ولاکه سم پوهيږو، چې کودتا څه شي ده او انقلاب څه ته وايي. را سئ تر وسه وسه زيار وباسو، چې د څېړنې خبره له کودتا څخه را ونيسو او تر انقلاب پورې يې ورسوو. کودتا خو زموږ له پخواني خياله سره سمه هغه ناڅاپه نظامي پېښه ګڼله کېدله، چې يو څو ناپېژندلي سربډاګه پوځيان يې د يو رژيم او يا د رژيم د سرانو د ايسته کېدو دپاره سر ته ورسوي؛ خو د کودتاچيانو پېژندنه او د دوی سياسي تګلاره نو بيا وروسته کرار کرار په خپرونو او مرکو کې خلګو ته څرګنده سي. د دغسې يوه مفهوم له مخې د ثور پاچاګښتي هيڅ کله کودتا نه سي بلل کېدلای، ځکه لومړی خو دا ناڅاپه نه وه، د څو ناپېژندلو کسانو له خوا څخه نه وه؛ د يو ګوند له خوا څخه وه، چې ټولو خلګو ښه پوره پېژندی او خپل پروګرامونه يې هم له وختي څخه لا په ډاګه اعلان کړي وه. بل نو له پخواني مفهومه سره سمه موږ کودتا ته زياتره داسې فکر کاوه، چې بايد تر ډېره وخته يې نظاميان اداره کړي، خو د ثور پاچاګښتي چې نن سر ته ورسېده، نو سمدلاسه په دا سبا يې د ادارې ټوله دولتي واګ د ګوند ملکي مشرانو ته ور انتقال سو. بايد دا خبره ياده سي، چې په افغانستان کې دا لومړی ځل و، چې نظامي واکداري په ملکي واکمنۍ بدله سوه او ښايي د ماتي يو اساسي عامل يې هم دغه نوی بې سابقې انتقال وي، چې د دولت په لوړه سطحه کې په سر ورسېدی. دا د ثور د پاچاګښتۍ هغه بنيادي ټکي ګڼل کېدلای سي، چې له کودتا سره اساسي فرق لري.

اوس به را سو دې خبرې ته، چې کودتا د لوېديځو ادبياتو يا غربي سياسياتو په هنداره کې وګورو. د کودتا کلمه (Coup detat) چې فرانسوي يې بولي، د «ويبسټر» په غټه انګرېزي ډکشنري کې داسې ښوول سوې ده: په سياسياتو کې هغه ناڅاپه او غوڅ اقدام ته کودتا ويله کيږي، چې په تېره بيا دغه اقدام په غيرقانوني صورت يا د قوې په زور د يو ولاړ حکومت د اوښتني سبب وګرځي. غربي پوهان زياتره د دې کلمې د سياسي هويت په مورد کې داسې تصور له ځانه سره لري، چې که کله پر پښو ولاړ يو انتخابي حکومت د ناپېښه نظامي اقدام يا د قوې د استعمال له لارې را نسکوره سي، نو دغه شان حرکت د کودتا په نامه ياديږي.

که موږ په رشتياني انصاف همدغه ډيموکراټيک پرنسيپ په پام کې وساتو، نو د افغانستان په سراسري تاريخ کې د پرله پسې حکومتونو دولتي بنياد له ډېر پخوا راهيسي کورټ هغسې يوې مرحلې ته کله نه دی رسېدلی، چې هلته د يو ځل دپاره لا هم يو ټاکلی انتخابي حکومت د غربي ډيموکراسۍ له اصولو سره سم په کوم وخت کې منځ ته راغلی وي. هر حکومت يا ښه يا بد، هر کله د يوه بل چا له خوا څخه په زور ايسته سوی دی او هغه يې پر ځای کښېناستلی دی. همدغه دليل دی، چې زموږ هيڅ حکومت تر هغه مهاله چې زور درلودلی دی، بل چا ته يې ځای نه دی ور پرې ايښی؛ ځکه ګرده تاريخ مو د زور بالای زور يوه ناتمامه پروسه ده او د دولتي قدرت دپاره د همېشنۍ جګړې دغه مداومه قانونمندي مو کله پټه، کله ښکاره تر اوسه لا هم په ملک کې روانه ده. يو وخت چې مقتول نجيب الله د سولې په منظور ظاهر خان پاچا وطني اشتراک ته را وباله، نو هغه يې په جواب کې د نجيب الله حکومت غيرمشروع وباله، خو مرحوم نجيب الله په دې غبرګون کې پوره حق په جانب و، چې ظاهر پاچا ته په رډه ووايي، چې ستاسي حکومت نو کله سياسي- قانوني مشروعيت درلودی.

ظاهر وويل نجيب ته             نه لرې مشروعيت

ده هم لڅه کړله سټه              د هغه د سلطنت

چې د خبرې سر له نژدې تاريخه څخه را ونيسو، نو رشتيا هم له امان الله څخه حبيب الله، له هغه څخه بيا نادر، له ظاهر څخه بيا داوود او له ده څخه بيا نورمحمد دولتي قدرت په زور ونيوی او هم دغه شان تر دا اوسه پسې را ځي، چې هر چا په هر وخت کې په خپل زور يا د بل په زور د حکومت واګې په لاس کې اخيستي دي. د افغانستان په دولتي سطحه کې چې سوله مشکله ده، دليل يې هم دا دی، چې دلته هر څوک په زور سياسي قدرت ته رسيږي او زور والا بيا دا حق هيچا ته نه ور کوي، چې هغه ميدان ته را سي او بې له زوره د وچ انتخاب په قوت د ده ځای ونيسي. د دغه تاريخي واقعيت په پام کې نيولو سره که اوسنی غربي مقياس په نظر کې ونيول سي، نو د افغانستان سياسي تاريخ له آدمه تر دې دمه پرله پسې د زور بالای زور يو داسې بهير دی، چې په عصري معنا مدني دولت يا قانوني حکومت ته کورټ د را پيدا کېدو مجال نه ورکوي. په دې صورت کې نو زموږ د تاريخ د هرې زمانې ټولې پاچاګښتۍ؛ د ثور د پاچاګښتۍ په شمول، يو رنګه يا يو شانته نوعيت لري او له دې خبري څخه دا نتيجه را وځي، چې يا خو ټولې بې له استثناء څخه کودتاوې ګڼلې کيږي او يا خو يوازې د ثور پاچاګښتي د دې سياسي امتیاز حق نه لري، چې په دې بې مصداقه نامه باندې يا وستايله سي او يا وغندله سي. خو له دې سره بيا هم که چيرې د ثور پاچاګښتي د تبليغاتي موډ په تقليدي سليقه کودتا وبلله سي، نو هغه بيا مشکله ده، چې کمونيسټي وګڼل سي، ځکه تر پايه پوري کمونيسټي چين له دې کبله په رسميت و نه پېژندله، چې هغه يې کمونيسټي نه بلله.

د ثور د پاچاګښتۍ د کودتايي نامه له تبليغاتي اغېزو څخه چې ځان را وباسو، نو څېړنه مو سمدستي له دې پوښتنې سره مخامخ کيږي، چې زموږ د تاريخ دغه ستره پېښه بايد له علمي دريځه د انقلاب د معياري موازينو په ګچه هم تر کتنې وباسو.

د انقلاب توری يو عربي کلمه ده، چې په زياترو مواردو کې د بدلون يا اوښتون په معنی ترجمه کېدلای سي. خو هغه مفهوم چې زموږ په ژبو کې يې اخيستی دی، عربيان يې په خپله ژبه کې د «الثورة» په لغت افاده کوي. زموږ د ژبو په بهير کې د سياسي، اجتماعي، کلتوري، بورژوازي، پرولتاري، اسلامي او داسې نورو ډولونو انقلابي ترکيبونه هم دلته هلته د يوه يا بل هدف دپاره تر استعمال لاندې راغلي دي. خو د ټولو تر منځ يې مفهومي اشتراک په دې افاده کې را څرګنديږي، چې يو مسلط موجود حالت بايد تغير وخوري او نوی کيفيت يې ځای ونيسي.

د عمومي تيورۍ په رڼا کې خبره داسې ښکاري، چې د يوې ټولنې وګړي د ژوندانه د کاروبار په هلو ځلو کې حرکت کوي او دغه حرکت له هره پلوه په مجموعي توګه پرله پسې مخ پر زياتېدو او پراخېدو وي. همدغه انکشاف بيا په ځان کې دننه د بېلا بېلو منافعو تر منځ خوښ ناخوښ د تسانداو تضاد يا اتصال او انفصال غبرګي پديدې منځ ته راوړي. د دې پديدو د رشد جبري پروسه هرو مرو دا غواړي، چې د وګړو په ټولنيزو روابطو کې يې د زياتېدونکې ودې پر مخ باندې دروازه تړلې نه وي. که ټولنه په مثالي توګه د بخار له دېګه سره مشابه وګڼله سي، نو دغه دېګ چې کله په ايشناو کې وي، دا ورته په کار ده، چې يو منفذ ولري، څو د بخار د ډېرېدو فشار يې د چاودنې تر ټکانې ونه رسيږي. که چيرې د هغه په جوړښت کې د بخار د وتلو يو ټاکلی منفذ نه وي، نو د فشار له ډېرېدو سره هرو مرو چوي. يوه ټولنه هم د دې دپاره چې پرله و نه چوي، نو بايد وګړي يې د داسې ټولنيزو روابطو په شبکه کې عيار سي، چې د فعاليتونو او حرکتونو د انکشاف مخه يې کلکو بندشونو يا خنډونو په ټپه نه وي را ګرځولې، خو که يې مخه بنده وي، نو هلته که د چا زړه غواړي او که نه غواړي، يوه چاودنه حتمي بلله کيږي، ځکه د هغې ټولنې په دننه يا دباندې کې داسې شرايط را پيدا کيږي، چې د مسلطو ټولنيزو روابطو راکده شبکه يې پرله وچوي. د دغسې يوې چاودنې نوم انقلاب دی، چې په انګرېزي کې د (Revolution) په نامه ياديږي. دغه لغت په قاموسونو کې د داسې بدلون يا اوښتنې په توګه معرفي کيږي، چې د خلګو چپاوي پرګنې را وپاڅي، څو پر ځای ناست حکومت په دسته‌جمعي قوت را نسکوره کړي او د ټولنې جوړښت یا سکښت سرچپه را واړوي. په دغه زورکي اوښتنه کې چې د ټولنې د غړو سياسي، اقتصادي او اجتماعي دريځونه بدليږي، نو سخت خونړي ټکرونه يې له بې رحمه تشدده سره هم ملګري وي. انقلاب نو يوه اختياري يا انتخابي پروسه نه ده، بلکې يو ډول انفجاري عمليه ده، چې په يوه ډول د ډولونو منځ ته را ځي او بې بند و باره سرې لمبې يې له تورو دودانو سره تر ډېره وخته پورې له خروښه څخه نه لويږي.

د سياسياتو غربي پوهنه بيا د انقلاب يا ريوليوشن په مقابل کې د ايوليوشن (Evolution) يوه کلمه هم لري او دا البته د ټولنې په مورد کې د تدريجي يا تکاملي بدلون هغه نسخه ده، چې هلته د انکشاف لارې د وګړو پر مخ باندې ټپي نه وي تړلي او ټولنه يې سوکه سوکه د نسبتي ثباته سره يو ځای د تغير په بهير کې د اوښتنې او پرمختلنې بشپړتيايي پړاوونه هم وهي. دا نسخه د تدريجي تغير يوه عمليه وګڼئ، چې په سياسي سطحه کې يې رشتياني ډيموکراسي د بشري نړۍ په يوه يا بل ځای کې د ټولنيزو مبارزو د فشار دپاره د منفذ په توګه ايجاد کړې ده. د دې نسخې تطبيق البته د سوچه روښانه انساني ذهنيت په کلتور کې د ايجاد او استقرار زمينه پيدا کولای سي.

دې ټکي ته بايد پوره پام را وګرځول سي، چې بنيادي انقلابونه زياتره په دوو بڼو يا څېرو کې خپل ځان پوره ښکاره کوي، ځکه چې يو يې د ماهيت له مخې سياسي نوعيت لري او بل يې بيا سربېره پر سياسي خصوصيت اجتماعي نوعيت لري. کېدلای سي چې لومړی د سياسي انقلاب او دوهم د اجتماعي انقلاب په نامه سره بېل سي. سياسي انقلاب هغه دی، چې په پېښه کې يې يوازي دولتي رژيم تغير وخوري او پورته، کښته يو شمېر دولتي نهادونه هم له حکومتي مامورانو لاندې، باندې ترله واوړي. خو اجتماعي انقلاب بيا هغه بېخکي بدلون دی، چې د خلګو تر منځ د ملکيت مستقر روابط پر له وشکوي او وګړي تر هغو پورې چې په نوو روابطو کې تنظيم کيږي، سراسيمه غوندي په يوه عامه او تامه لګه-درګه کې يو د بله سره د ټکرونو ډکې وهي. زموږ په سيمه کې په مثالي توګه د ايران انقلاب د سياسي نوعيت له مخې او د افغانستان انقلاب د اجتماعي نوعيت له مخې ټيپيکي تاريخي نمونې ګڼل کېدلای سي.

د ثور پاچاګښتي د انقلاب په تعبير او د هغه زياتره غټ پرابلمونه البته د هغو روابطو له تغيره سره اړه لري، چې د مځکې د ملکيت په برخه کې د «ا.خ.د.ګ.» له خوا څخه را پيل سوه. که څوک د دغه ملکيت زړه شبکه او پر هغې باندې ولاړ مؤسسات د بې‌سنجشه هوسانه تغيراتو له عواقبو سره يو ځای تر کتنې لاندې راولي، نو په دې خبره يې پوره سد رسېدلای سي، چې دغه د ثور پاچاګښتي د دې پر ځای چې د کودتا په کوچنوټي نامه يې اهميت له نظره واچول سي، په خپل تاريخي ماهيت کې يې د افغاني، منطقوي او جهاني انقلاب پيلامه کښېښووله؛ ځکه له لومړي سره څخه د هغه ټوله جريان د هر چا پر لاس باندې د ملکيتونو د نيولو يا ګټلو يا لاندې کولو يا خپلولو او يا بايللو يوه ناتمامه ليک‌ليکه وګرځېدله، چې د خاتمې عوضي شبکه يې په نژدې زمانه کې لا هم نظر ته نه سي را تللای. د بانډاري دا پاړکۍ پر ځای ده، چې وايي:

زموږ د ثور اړ و دوړ       په کودتا کوچنی کېدئ
اوس هغه د ټول جهان     تر چړپېدو ورسېدئ

هغه مهال چې د وطني ځوانانو د بيدارۍ په دوران کې د کودتا آيډيال په انقلاب بدلېدی، نو زموږ په تصوري خوبو کې يې يوه داسې مقبوله منظره انځوروله، چې ښايي د  عمومي اختناق له سيطرې څخه مو يو مخيزه آزادولای سي او د هر اړخيزه انکشاف لويي روښانه لارې مو پر مخ پرانيستلای سي. کوم شاعر يا ليکوال چې به کله دا لفظ پټ يا ښکاره په خپلو اثارو کې ځاياوه، نو د وياړ برېتونه به يې تاووله، چې ولا زه هم دا يم انقلابي يم. دغه زمزمه يو وخت د پای‌تخت د عياشيو او ساتېريو په بانډارو کې هم د ترنم دپاره موډ ګرځېدلې ده، چې: «غلی شانته انقلاب دی، بدلوي د زمانې رنګ!»

له هغو ټولو څرګندو مشخصاتو سره، چې د ثور له پاچاګښتۍ څخه په نړيواله سويه د اجتماعي انقلاب يوه تاريخي مورينه جوړوي، خو بيا هم ځينې لا ابالي کسان يا ژورناليستان د خپل زړه د سړېدو يا د حق الزحمې د حلالېدو دپاره هر کله دې ته جوړېدلي وي، چې د ثور پر انقلاب باندې د کودتا نوم ايږدي. دوی په عين حال کې خلګو ته داسې ذهنيت ور کوي، چې ګويا کودتا خورا ناوړه شی ده، اما انقلاب بيا له عيبه پاک، يو سپېڅلی جريان دی. ښکاري چې د دغه راز کسانو پوره د افغانستان په انډوخر زړه نه دی سوړ سوی او نور انقلابونه يې لا هم ورته په خيال کې دي؛ ځکه نو يا نه پوهيږي او يا نه غواړي، چې دا حقيقت سم‌دم په ډاګه کړي، چې انقلاب که په هر نامه وي، هغه د ورانيو او برباديو يو بې‌جِلَوه طوفان ګڼل کيږي.

د انقلابو په څېړنو او پلټنو کې هم راز په راز ډېري رنګارنګ خبرې راغلي او تللي دي. يو وخت به داسې ويل کېدله، چې کله ټوله خلګ قهرېدلې را وپاڅي او په يوه ټولنه کې د ژوند سياسي- اجتماعي سکښت بدل کړي، نو دغه شان عمومي قيام انقلاب بلل کېدلای سي. موږ همدغه راز اسلامي انقلاب د سر په سترګو په ايران کې ولیدی، چې د وګړو ټولو قشرونو د زړه په اخلاص پوره برخه پکښې واخيستله، خو کله چې په سر ورسېدی، نو د خلګو په درد يې و نه خوړله او د يوه بل انقلاب د ضرورت ستونزه يې د وګړو په مبارزو کې پای ته و نه رسوله. په روڼو سترګو دا واقعيت ليدل کېدلای سي، چې انقلاب که ګرده خلګ وکړي او يا يې يو څو کسه وکړي، خو د هغه خوږې ګوړي يوازې د يو موټ کسانو په برخه کيږي. د انقلاب د تاريخ نتيجه تل تر تله دا حقيقت را ښيي، چې: «توري به لالا وهي، مړۍ له اودولا وهي!» او يا دا چې: «خوشال خان توري وهي، منصب سدو خوري!»

د ثور د پاچاګښتۍ د انقلابي مشکلاتو په برخه کې د ځينو يارانو له خولې څخه د ګوندي درسنامو په تقليدي سليقه دا بې چورته خبره را وځي، چې دلته زموږ په هيواد کې خو يا کارګره طبقه نه وه او يا پوره بشپړ سياسي رشد ته رسېدلې نه وه، څو دغه جريان د کتابي ارمانود تحقق پر لاره واقعي پړاو ته ورسوي. د داسې انډيوالانو د را ويښولو دپاره ګومان کوم، يوازې همدومره چيخونه کافي وي، چې د اکټوبر ستر سوسياليستي انقلاب له پيله څخه بيا تر ختمه پوري اويا کاله رسېدلو کارګرانو وچلاوه او پر لويو جهاني کارنامو يې هم سترګې نه سي پټېدلای، خو د انقلابي نسل نوو بچيانو يې په خپل لاس په کريملين کې فاتحه واخيستله.

د غربي آثارو په ليکنو کې ما څو ځله داسې يوه وراشه ليدلې ده، چې وايي: «انقلاب خپل بچيان خوري!» که دا څرګندونه د انقلاب د پېژندنې يوه مشخصه وګڼل سي، نو په افغانستان کې خو د ثور پاچاګښتۍ روان انقلابي بهير په هر پړاو کې تر دې دمه پورې خپل زيات بچوړي وخوړله او نور يې لا هم پسې خوري. د لوېديځو پوهانو د څرګندونې رشتيانی مصداق هم د ثور پاچاګښتي ده، چې د کودتا له مفهومه سره بنيادي توپير لري.

په اوسنۍ نړۍ کې چې زاړه او نوي انقلابونه د مدني ذهنيت له دريځه مخ پر محکومېدو روان دي، نو هر راز انقلاب، که د کفر وي که د اسلام، د هغه معنی وراني ده او ښکلي ښايسته نومونه يوازې د پرده‌پوښۍ دپاره ور باندې ايښوول کيږي. که چيرې موږ انقلاب يا کودتا په يوه يا بل ناوړه نامه باندې يوازې تر غندنې لاندې راولو، نو د تاريخي پيوند پر هغه لړۍ باندې سترګې پټوو، چې د علت او معلول له اصله سره سم يې يوې فاجعې بله فاجعه زېږولې وي. د تاريخ پېښې د کړيو په څېر سره تړلې دي او هره لاحقه يې د خپلې سابقې زېږنده ګڼل کيږي. د علمي څېړنې په چارو کې د تاريخي بهير پر له پورې تشريح د هغه راز احساساتي مداخلې مخه نيولای سي، چې يو څوک د خپلې خوښې له ټاکنې سره سم د ستاينې يا غندنې په نيت د تاريخ نه شلېدونکي تسلسل ته د بېلا بېلو مستقلو ټوټو يا ځان‌ته ځان‌ته پارچو په سترګه ګوري. را سئ چې د يوه ژوندي مثال په توګه دا خبره د يادونې وړ وبولو، چې نن ورځ ډېر خلګ په افغانستان کې دننه او تر هغه دباندې د طالبانو له سيطرې څخه نفرت کوي، خو د ټولو خوله چې وپوښتل سي، نو غټ اکثريت يې دا وايي، چې په کابل کې د رب له واحد کهوله څخه د يوه رباني ناوړه «اسلامي دولت» و، چې د يوه بل رباني د ناوړه «اسلامي امارت» ماجرا يې وزېږوله. دا واقعيت په هيڅ وخت کې د هېرولو نه دی، چې د کودتا يا انقلاب تر محکومېدو هغه عوامل د زيات نفرت وړ دي، چې لږ خلګ کودتا او ډېر خلګ انقلاب ته اړ باسي. د واقعاتو منطقي پيوند بايد هيڅ وخت له تاريخي پيونده څخه ليري نه سي.

نن سبا چې د ثور پاچاګښتي د افغانستان د تاريخ يوه ضخيمه برخه ګرځېدلې ده، نو که يې ښه بولئ او که يې بده ګڼئ، خو د دې دپاره چې د هغې تاريخي هويت په ژورناليستي تبليغاتو کې مسخه نه سي، بايد په علمي آثارو کې د هغې له عواملو او عوارضو سره يو ځای «د اجتماعي انقلاب» په عنوان تثبيت سي. که چيرې زما له دغې سپارښتنې څخه غاړه پېچئ او د کودتا په بې‌ځايه کلمه د ثور د پاچاګښتۍ هر اړخېزه ورانوونکی انقلابي ماهيت يو مخيزه له پامه څخه اچوئ، نو زه مجبور يم، د پښتني ولس هغه تاريخي وراشه درته را دمخه کړم، چې وايي:

«زر يې در مړه کړل، خو تاسې يې لا بدي نه بولئ!»

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.