په ښه حکومتدارۍ کې د مدني ټولنې رول

0 1,368

پوهنیار اسدالله تڼی –

د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی

لنډیز : 

د دې څیړنیزې مقالې ځانګړی او خاص تمرکز د ښې حکومتولۍ په اړیکو کې د مدني ټولنې پر ګټور او زیات سیسټماټیک رول په اړه دی.  پدې څیړنه کې هڅه شوي چې په ټولو حکومتي سیکټورونو ، نا دولتي موسساتو ، مدني ټولنو ،ټولنیز سازمانونو، مذهبي بنسټونو او لوبغاړو ، خصوصي سکتورونو ، دودیزو شوراګانو او د خپلواکو رسنیو په  سطحو کې دیوې موثرې او غوره حکومتدارۍ زمینه سازي او په ټولو سیکټورونو کې د حکومت په پالیسۍ او ستراتیژۍ جوړونه کې د مدني ټولنې ورګډولو او مدني بنسټونو ته دا زمینه برابرول ترڅود خپلو موثرو پروګرامونو له لارې د حکومت او ولس د اړیکو ټینګولو لپاره په داوطلبانه ډول کار وکړي  او د ښې حکومتدارۍ د جوړښتونو لپاره په اغیزناکه توګه ثابت شي .

په دې مقاله کې به د مدني ټولنې سازمانونو او دولت ترمنځ د مدني ټولنې د سازمانونو د خپلواکۍ اصل د بیلونکې کرښې په توګه په ډاګه شي او د مدني ټولنې د نفوذ، ځواکمنۍ او پراختیا کچه به په ډاګه کړي او په ټولنیز نظم او ټینګښت، د سولې منځته راتګ او ګډ ملی هویت کې د مدني ټولنې رول او وړتیا څرګنده کړي.

د مدني ټولنې او سازمانونو ژمنتیا او ددوي له خوا د ګډ ملي لیرلید رامنځته کول او همدارنګه د ښې حکومتوالۍ په رامینځ ته کولو کې د یوه موثر او اغیزمن رول لوبول هغه څه دي چې په ریښتیني توګه د مدني ټولنو اهمیت او ارزښت په ډاګه کولای شي . حتا که کوم کوچنی مدني بنسټ په یوې لیرې سیمه کې کار کوي، باید هڅه وکړي چې د ولس سره د نښلیدلو زمینه برابره کړي. مدني ټولنه باید د ټولنیزو ډلو، مختلفو سیمو او بلابیلو ژبو تر منځ د اړیکو ټینګیدو لاره اواره کړي. دا کار په لویه یا کوچنۍ کچه مدني بنسټونو ته ستر ملي اعتبار وربخښي.

سریزه : 

د ښې حکومتوالۍ رامنځ ته کول تل د یوې حیاتي وسیلې په توګه پیژندل شوي ترڅو د ټولنیزې ودې په لور د هیواد ملي لید ته وده ورکړي.ښه حکومتداري په حکومت کې یوازې د ښې حکومتوالۍ اساس نه دی بلکه په حکومتدارۍ کې د خلکو په  پراخ ګډون کې هم مرسته کوي.

څرنګه چې مدني ټولنې د خلکو او حکومت ترمنځ د یوه پله رول لوبوي او هغه وسـیله ده ،چـې حکومـت هڅـولی شي، چې په ملي او سیمه ییزه کچه خپلې پالیسۍ او کاري تګلارې د خلکو له اړتیاوو سره سمې عیارې کړي . دا هغه معیارونـه دي چې په ډیرو هیوادونو کې یې د ښې حکومتوالۍ جوړونې په سیستم کې اغیـزمن رول لرلـی دی،نو کولی شو ووایو چې د مدني ټولنې مفهوم او د حکومت مفهوم یو له بل سره تړاو لري.

که څه هم د ښې حکومتوالۍ نوي مفکوره یوازې په 2001 میلادي کال د طالبانو له رانسکورېدو وروسته په افغانستان کې د نوي حکومت په رامینځته کیدو سره را مینځ ته شوه او افغان حکومت د بهرنیو هیوادونو په مرسته او همکارۍ هڅه کوله ترڅو په افغانستان کې د کورنیو جګړو  وروسته چې د افغانستان ټول دولتي او حکومتي دستګاوې او سیستم له منځه تللی وو بیرته یو نوی سیستم او ښه حکومتداري رامنځ ته کړي ، چې په دې برخه کې د حکومت ترڅنګ د نادولتي مؤسسو مشران، ځوانان ، د بشري حقونو فعالینو ، مدني فعالانو او نورو بیلابیلو معاصر لوبغاړو د ښې حکومتدارۍ په رامنځ ته کولو کې موثر رول ولوبوه .    (Momin, 2013)

د 2001 م کال وروسته ، افغانستان د نړیوالې ټولنې په مرسته او مالي تمویل سره د دموکراسۍ یوه نوی بڼه خپله کړه چې د ښې حکومتوالۍ د ملاتړ سیستم بنسټ یې کیښود . نو په دې اساس د مدني ټولنې فعال رول  چې د ښې حکومتوالۍ پرمخ وړلو او د افغانستان د ډیموکراتیک بهیر د پرمختګ ، د مسلکی او وړو اشحاصو لپاره د رول لوبولو او په حکومتي دستګاوو کې د کار کولو لپاره د ډیرو فرصتونو او شرایطو برابرولو لار پرانسته .

لکه څنګه چې  پوهیږو افغانستان داسې یو هیواد دی چې د اوږد مهالو سیاسي ، قومي او توکميزو جګړو قرباني  شوی او د سیمو هیوادونو د استخباراتي جګړو د تجربو ډګر ګرځیدلی نو د ښې حکومتوالي نشتوالۍ له هغو سترو ننګونو څخه ګڼل کیږي چې افغانستان د ( 21 )  پیړۍ په لومړیو کې تضمینوي. چې اوس مهال افغانستان د اوږدې تاریخي جګړې څخه د وتلو او د ښې حکومتدارۍ د رامنځ ته کولو لپارعملي تجربې نه خوند اخلي. او د ښې حکومتوالی د رامنځ ته کولو لپاره  د تصمیم نیونې په پروسه کې د مدني ټولنو ګډون او رول ډیر اړین دی ځکه مدني ټولنې هڅه کوي چې په افغانستان کې د منازعې په اغیزمن چاپیریال کې د ښې حکومتدارۍ په وده کې بارز رول ولوبوي .

د مقالې موخې Objectives of the Article  – 

دا مقاله  اساسآ د مدني ټولنې مختلفو لوبغاړو، د هغو ونډو او ننګونو سره چې دوی ورسره مخامخ دي په افغانستان کې د ښې حکومتوالي په وده کې د مدني ټولنې رول ارزوي. دا څیړنه به د ښې حکومتوالۍ پرمخ وړلو کې د مدني ټولنې رول پورې اړوند اوسنیو ادارو کې مرسته وکړي.

دا مقاله لاندنیو پوښتنو ته ځوابونه وایي : 

  1. د مدني ټولنې اصلي لوبغاړي څوک دي او دوی څنګه ښې حکومتوالۍ ته وده ورکوي؟
  2. د مدني ټولنې اړیکه له دولت او عامو خلکو سره  څنګه ده؟
  3. آیا د مدني ټولنو مدیریت د ښې حکومتوالۍ اغیزمن مدافعین دي؟
  4. ایا دوی په حکومتدارۍ کې د حساب ورکوونې او روڼتیا په تامینولو کې رول لري؟
  5. د طالبانو رژیم څخه وروسته د مدنی تولنی پرمختګ څه شی دی؟
  6. د ښې حکومتوالۍ پرمخ وړلو کې مدني ټولنې د کومو ننګونو او خنډونو سره مخ ده ؟

دا هغه  پوښتنې دي چې موږ پدې مقاله کې پرې بحث کړی او د بحث په جریان کې، موږ هغه فرصتونه، ننګونې او ګواښونه چې دوی ورسره مخ دي یادونه کړي .

په افغانستان کې مدني ټولنه Civil Society in Afghanistan –   

کله چې  د مدني ټولنې اصطلاح ( Civil Society  ) په افغانستان کې کارول کیږي، چې په پښتو او دري ژبو ادبیاتو کې  “جامعه مدنی ” یا “مدني ټولنه ” په توګه ژباړل شوی.

د مدني ټولنې سازمانونه په افغانستان کې یو فعال او متغیر تاریخ لري. مدنی ټولنی  د نویو نادولتي مؤسسو په بڼه د 1980 او 1990 کلونو په پای کې د مجاهدینو او طالبانو په دوره کې تاسیس شوي،

د 2001 کال د نومبر په میاشت کې د طالبانو رژیم له رانسکورېدو وروسته، نړیوالې ټولنې د نوي حکومت په جوړولو او د نوي حکومت په جوړولو کې د “نوي افغانستان” جوړولو لپاره ملاتړ وکړ.

له 2001 څخه وروسته د نړیوالو نادولتي مؤسسو لخوا د پرمختیایي او بشري مرستو پروګرامونه پیل او د افغان مدني ټولنې د رامنځته کیدو هڅې وکړې . (Razia, 2012)

له 2001 څخه تر 2002 پورې، د انتقالي حکومت د لومړني دورې او دولت جوړونې په بهیر کې، خلکو ته د رسیدلو یوازینۍ لاره د CSO د پوهاوي له لارې وه.

څرنګه چې افغانستان له اوږې جګړې وروسته د تضاد په قلمرو بدل شوې، دغه تضادونه، په ژبنی،قومی،فکری او فرهنګی برخو کې دومره سترشوی، چې د ځینو ارزښتونو مفاهیم لکه مدنی ټولنه هم تراغیزې لاندې راوستې. دافغانستان مدنی ټولنه اړه ده ترڅو ځان وپیژنی، خپله دنده وپیژنی، د پروګرامونو جوړولو ځواک ترلاسه کړی، اغیزاچونکې وی او د پروګرامونو د پلې کولو وس ولری.

افغانستان د طالبانو له دورانه وروسته، د مدنی ټولنې د جوړنې لپاره بې ساری فرصت چې وشی کولې د بشری حقونو له لوبونکو څخه اوسی لاسته راوړ. دافغانستان د روڼ اندواو مدنی ټولنو په باور، د یود موکراتیک او ارزښتمن دولت جوړیدل، د مدنی ټولنې له کارندې ونډې پرته، د تصور وړ نده.مدنې ټولنې د دولت جوړونې او سولې راوستو په برخه کې کولې شی کارنده ونډه واخلی. که څه هم چې نړواله ټولنه په دغه برخه کې دافغانستان له مدنی ټولنو څخه ملاتړ کړې. خود د وخت په تیریدو سره دافغانستان دغه یواځینې ملاتړی خپل سیاسی او اقتصادی ملاتړ دافغانستان دولت ته متمرکز کړ، چې په دې توګه دافغانستان د مدنې ټولنې ونډه څنډې ته وسپارل شوه.  (Momin M. , D & J and civil society, 2013)

که څه هم نادولتي مؤسسې په افغانستان کې د مدني ټولنې ترټولو پرمختللي “عصري” بڼه استازیتوب کوي خو د تعریفي اهدافو لپاره، په افغانستان کې نادولتي مؤسسې د خپلواک، غیر انتفاعي، غیر دولتي سازمانونو په توګه لیدل کیږي چې په سکتورونو، ښوونې او روزنې، روغتیا، ماشوم ساتنې، کرنې، اوبو رسولو،  روغتیا ساتنې په برخو کې او د عامه ښې روزنې په برخه کې بوخت دي.

ډولونه : 

  •  نادولتي موسسې :

د غیر دولتي سازمانونو (نادولتي موسسو) شمېره، چې په کې د ملي او نړیوالو موسسو په شمول، تیر کال کې یاداشت شوې. اوس مهال 1020 نادولتي مؤسسې د حکومت سره راجستر شوي، اټکل کیږي چې د دې سازمانونو دریمه برخه نړیوالې دي . نادولتي مؤسسې په افغانستان کې همکارې او مرستندویه ادارې دي، د ملي سازمانونو سره چې د 1980 لسيزې وروستیو کې رامنځ ته شوي، په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې .

نا دولتي ادارې یا  موسسې Non-governmental organizations (NGOs) په اوسنۍ نړۍ کې له خورا اهمیت او پاملرنې برخمنې دي چې په ډیری ځایونو کې د هیوادونو په اقتصادي پرمختګ کې هم اغیزمنې ګڼل شوي. این جی او پراخ مفهوم لري چې بیلابیلې ادارې او سازمانونه پکې راتلای شي د بیلګې په ډول نړیوال بانک این جي او داسې تعریفوي: ان جي او ګانې نا دولتي یا شخصي ادارې دي چې د خیر ښیګڼې، د بیوزله وګړو سره د مرستې، چاپیریال ساتنې، د وګړو لپاره د بنسټیزو ټولنیزو مرستو د برابرولو او د ټولنیز پرمختګ په برخه کې فعالیت کوي. د نړیوال بانک د تعریف له مخې هر هغه سازمان چې د ګټې په موخه نه وي جوړ شوی او له دولت څخه خپلواک وي انجو بللی شو. انجوګانې خپله څه نه لري او د نورو وګړو او یا هیوادونو په خیرات او صدقو او داوطلبانه مرستو خپل کارونه پر مخ بیایي، دا ډول ادارې په بیلابیلو نومونو لکه انجو، د بشري مرستو ادارې، د خیر ښیګڼې ادارې، غیر انتفاعي سازمانونه او ادارې، د دریم سکتور ادارې او ګڼو نورو نومونه فعالیت کوي.

  • مذهبي بنسټونه او لوبغاړي :

مذهبي موسسې (جوماتونه ، مدرسې، او شورای علماء) او فعالین (ديني عالمان، ملایان او د مذهبي شوراګانو غړي) په تیرو لسیزو کې نیمایي برخه لري او دیني حقایقو ته یې اشاره کوي. دوي د دیني ارزښتونو په پام کې نیولو او د اسلامي اصولو په رڼا کې د ډيموکراتيک نظام د رامنځ ته کولو او د ښې حکومتدارۍ د اړيکو جوړولو له ملي پروسې څخه ملاتړ کوي . په داسې حال کې چې د سیاسي- مذهبي ډلو او سازمانونو، او دودیزو مذهبي فعالینو او سازمانونو ترمنځ توپیر راولي.

  •  ټولنیز سازمانونه : 

د مدني ټولنې سازمانونو بله بیلګه د ټولنیزو سازمانونو په نوم پیژندل کیږي. دا سازمانونه د عدلیې وزارتMOJ   سره راجستر شوي دي. د دوی د ویب پاڼې له مخې، 1413 ټولنیز سازمانونه یا ټولنې په رسمی توګه د حکومت سره ثبت شوي دي. د ټولنیزو سازمانونو او نادولتي موسسو ترمنځ لوی توپیر دا دی چې پخوانۍ حق نلري چې د بسپنه ورکوونکو تمویل ترلاسه کړي یا د پراختیايي پروژو لپاره بودیجې لګښتونه ولري. د دوی رول په اصل کې د داوطلبۍ وده کول دي او د پوهنې، حساب ورکونې، روڼتیا، او په حکومتي دستګاه کې د شمولیت په لور هڅوای دی .

په محلي او کلیوالو سیمو کې د مدني ټولنې سازمانونه کلي له دولت سره تړي او هڅه کوي چې په خپلو ټولنو کې د دولتي خدماتو کیفیت لوړ او مخالفت یې ونکړي. خو له ملي هغې پر ښکته کچه د واک په ماناداره ډوله د نه سپارلو له کبله، دا ګرانه شي چې د ټولنو پلانونه د ولسوالیو او والیتونو له هغو سره او بیا له پیاوړي مرکزي ملکي پلانونو سره وتړل شي او سرچینې په سم ډول ووېشل  شي خو دا معلومه نه ده چې د دې ډلو ټول اقدامات او چارې ایا د مدني ټولنې له موخو سره سمون خوري او که نه؟ نو ځکه دا لا ژورو څیړنو ته اړتیا لري. پر دې سربیره، د دې سازمانونو او هدف لرونکو ډلو موجودیت او فعالیت باید د افغاني مدني ټولنې په تناظر کې ومنل شي.

د ټولنیزو سازمانونو او ناحکومتي موسسو تر منځ مهم توپیر دا دی چې ټولنیز سازمانونه له مرستندویانو پیسې نه ترلاسه کوي

او د پرمختیايي پروژو لپاره بودیجوي لګښتونه نه لري. د هغوی رول دا دی چې داوطلبانه کار ته وده ورکړي او د تعلیم، محاسبې، روڼوالي او په حکومت کې د ټولو شمولیت زیاتولو هڅې وکړي.

  •  خصوصي سکتور :

د خصوصي سکټور ځینې برخې هم د مدنې ټولنې په توګه ګڼل کیدای شي، په ځانګړې توګه  اتحاديې سوداګریزې اتحادیې، سوداګریزې ټولنې، او ځینې نورې شبکې چې موخه یې په افغانستان کې د سوداګریزو ټولنو له مخی د خنډونو له لرې کولو سره د سوداګرۍ چاپیریال ته وده ورکول دي. د دې سکټور دننه، یو بل ګروپ، په تیره بیا د سوداګرانو ځوان نسل، راڅرګندېږي او خپل نوښتونه د هنر، موزیک، معلوماتو معلوماتي ټیکنالوژۍ، او داسې نورو کې چې ټولنیزو ارزښتونه او بنسټونو ته وده ورکوي.

  • دودیزې شوراګانې : 

دودیزې شوراګانې، په ځانګړې توګه په محلي سیسټمونو کې د مدني ټولنې او حکومتدارۍ تر مینځ یو بل ګډ پوزیشن لري. له یوې خوا، د عنعنوي شوراګانو غړو خپل سیمه ایز حکومت کولو کې برخه اخلي ، او له بلې خوا، دوی د دولت او نورو لوبغاړو په تړاو د دوی د سیمې څخه بهر د خپلو ټولنو غږونه کوي.

  • خپلواکې رسنۍ: 

خپلواکې رسنۍ د مدنې ټولنې یو له فعاله برخو څخه شمیرل کیږي چې د فساد د مخنیوي، ټولنیزې کچې کمزوری حکومتدارۍ او د ډموکراتیکې حکومتدارۍ وده او د حکومتدارۍ په اړیکو کې د مدنې ټولنې لپاره پیاوړی او مهم رول لوبوي. خپلواکه رسنۍ  هم د اداري فساد، خپلويپالنې او خراب مدیریت د ستونزو په اړه معلومات په ډاګه کوي او هم ولسواکه مدیریت ته د ودې ورکولو او په مدیریتي چارو کې د مدني ټولنې پیاوړي رول لپاره کار کوي.

  • افغان اکاډیمیا: 

د مدني ټولنې د نورو برخو په پرتله، افغان اکاډیمیا د ډیموکراتیکو مفکورو د پوهیدو په پراختیا کې نسبتا کمزوری دی او په دې برخه کې باید هڅه وشي ترڅو د لوړو زده کړو د نصاب له لارې مطالعه، تفسیر او معرفي شي.

په افغانستان کې د ښې حکومتوالی په وده کې د مدني ټولنې رول : 

مدني ټولنه یوه لویه جرګه ده چیرې چې  خلک پراختیا، هوساینې او ظرفیت لوړولو ته وده ورکوي او د اجرائیه، مقننه او قضایي قوې سره د مشورو او پریکړو په برخه کې همکاري کوي او د ظرفیت په لوړولو د کارونو د عملي  کولو او د ښې حکومتدارۍ ډاډمن کولو لپاره کار کوي.

ښه حکومتداري په افغاني سیاسي ادب کې یو نوې مفهوم ده او هیواد مو د ښې حکومتدارۍ د ترسره کولو تاریخي تجربه او سابقه نلري. مګر په یو جنګ ځپلی هیواد لکه افغانستان کې د ښې حکومتوالۍ ترسره کول د دوامداره دموکراسۍ جوړولو لپاره مهم دي. ‎

 ښه مدنی ټولنه هڅه کوي ترڅو د خدماتو د وړاندې کولو او د واک ورکولو د پروسې تر منځ د اړیکو په اړه پوهه رامینځته کړي – لکه د چارواکو ټاکنې  لپاره د رایې ورکولو له لارې – په منظمه توګه په عامه توقعاتو کې د مرستې لپاره د حکومت سره د یوه شریک په توګه، دا د خدماتو وړاندې کولو څارنه ده او دا

یقیني کوي چې عامه سکټور کولئ شي معلوماتو ته عامه لاس رسی پیدا او بلاخره د ټیټ حساب ورکونې تضمین وشي .

په 2001 میلادي کال کې د طالبانو له رانسکورېدو وروسته، د لومړنیو مرستو او بشري مرستو لویه برخه د نړیوالو او نادولتي موسسو لخوا ترسره کیده. د 2001 او 2004 ترمنځ، د اړتیاوو لوړولو له امله مدني ټولنې سازمانونو د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې د دولت سره په ملګرتیا ټینګار وکړ. (Harpviken, 2002)

په همدې توګه، مدني ټولنه د یوې “سکټور” په پرتله چې د نادولتي مؤسسو  لخوا تکیه کیږي ډیره پیژندل شوې ده: مدني ټولنه نن ورځ د منظم او غیر منظم ګروپونو پراخه او ډیر فعاله لړۍ لري. د مدنی ټولنې فعالین د اسانتیا رامینځ ته کوونکو ، ناستو او نوښت کوونکو او همدارنګه د خدماتو چمتو کوونکو او د مدافع وکیلانو ارزښت څرګندوي.

د ښې حکومتوالۍ پرمخ وړلو کې، مدنی ټولنی د یوې مهمې حکومتدارۍ لوبه کوي، له یوې خوا، د نوي ټاکل شوې ولسواکۍ مشروعیت لوړوي او له بلې خوا دا د دوی په حکومت کې د ولسونو باور ډیروي.

لاندې ټکي د مدني ټولنې رول څرګندوي:

د اتباعو ساتنه:

لکه څنګه چې افغانستان یو د هغو هیوادنو له جملې څخه دی چیرته چې دریو لسیزو جګړو او ناخوالو له امله کابو یو ملیون خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په ملیونونو وګړي یې څو څو څلې له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي او بهرنیو هیوادونو ته یې مهاجرتونه کړي او له ډیرو ستونزو او ناخوالو سره مخ شوي چې په دې برخه کې  په دودیز ډول ‘خوندیتوب’ – د تاوتریخوالی او د زیان منونکو ډلو څخه د ټولنیزې ساتنې په وړاندې فزیکي خوندیتوب اکثرا د محلي ټولنې ادارو لخوا چمتو شوي دي. چې د سیمه ایزې شوراګانو د شخړو د حل کولو او د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په برخه کې او همدې ټولنو مرسته او همکاری کړي ترڅو د خپلو اتباعو د خوندیتوب په برخه کې خپل مسولیت او رسالت ادا کړي .

د افغان مدنی ټولنې سازمانونه د جنګ ځپلو او بشردوستانه امتیازاتو، د نړیوال قانون په اړه معلومات او همدارنګه د جګړو او د هغوی د کورنیو او بندیانو ترمنځ د اړیکو پر اسانتیاوو باندې تمرکز کوي. افغان مدني ټولنې د تاوتریخوالي څخه د خلکو ساتنه او د طالبانو ،  افغان او نړیوالو ځواکونو لخوا د ناوړه چلند په ساتلو کې مهم رول لوبوي.

د حساب ورکونې څارنه:

د مدني ټولنې رول د حکومت د سیاسي مشرانو اود ملکي کارکوونکو حساب ورکونه د ولس پروړاندې  ډاډمنه کوي. چې دا په خپله د سیاسي حساب ورکونې مانا لري چې د اجراییه، مقننه او قضایي څانګو ترمنځ د چک او توازن سیسټم له لارې د عامه اعتماد موقفونه د تصویب او امتیاز ورکولو لپاره منظم او پرانیستې لارې چارې ولټوي د افغانستان مدني ټولنه د بشر د حقوقو سرغړونې (بشري حقونو څارنه) او پرمختګونو کې خورا مهم رول لوبولی شي او د حکومت له کارونو نه نظارت ، د حکومت د غلطو سیاستونو پر وړاندې ودریدل ، د خپل ولس د حقه حقوقو د غوښتنې او د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې فعال رول لوبوي  . (Vitalino, 2012)

د 2001 کال څخه وروسته، د سیمه ییزو شوراګانو او مدني ټولنو استازو حکومت او ناحکومتي موسسو ته د تاوتریخوالی او بشري حقونو د سرغړونو په اړه د بشري حقونو سرغړونې راپورونه ورکړې. مدنی ټولنی د دولت مختلفو څانګو څخه د حساب،  نظارت او شفافیت غوښتونکي وو ځکه مدني ټولنه دنده لري چې د چارواکو فاسد چلند وپیژني او د ښې حکومتوالۍ او په حکومت کې د اصلاحاتو د رامینځ ته کولو په برخه کې هڅه وکړي.

مدافعیت:

مدني ټولنو په افغانستان کې د د شخړو په هواري ، د حکومت او د عامه ولس ترمنځ د اړیکو په جوړښت او نیږدې ولي کې مهم  رول لوبولی دی او د افغانستان د سولې پروسې په اړه په مختلفو خبرو اتروکې فعاله ونډه لري. د سولی، ډموکراسۍ او بشري حقونو په وده کې مختلف مدافع سازمانونه شتون لري. مذهبي مشران، په ځانګړې توګه علماء کرام ، امامان چې د خپلو ممبرونو له لارې خپل  ولس د ملي او نړیوالو سیاسي فعالینو په وړاندې متحد کوي او همدارنګه د پخلاینې پیغامونه خپروي.

ټولنیز کول:

افغانستان د مذهبي، توکمیزو او سیاسي ویشونو سره سره د جګړې لینونو سره د درې لسیزو وسله والې شخړې درلودلی. د طالبانو په جریان کې یواځې یو څو مدني ټولنو او سازمانونو په ښکاره ډول د ځایي کچې سولې راوستلو په برخه کې هڅې وکړې  خو د طالبانو له رژیم وروسته ، ګڼ شمیر مدني ټولنو سازمانونو د هنر، کلتور او نورو بیلابیلو لارو د سولې او پخلاینې لپاره هڅې وکړې او دا لړۍ لا دوام لري ترڅو خپلو ولسونو ته سوله او ملي پخلاینه رامینځ ته کړي.

د نوو پرمختیایي ټولنو د پیژندلو سره سره، ډیری ټولنې لاهم د شوراګانو دودیز ډولونه ساتي چېرته چې مشران او مذهبي چارواکي تر ټولو زیات نفوذ لري. مدنې ټولنې فعالین او ادارې په اسلامي او اخلاقي ارزښتونو، ټولنیزو کړنو او سیاسي نظرونو باندې د پام وړ نفوذ ساتي.

ټولنیز ارتباط:

مدني ټولنې د ټولنیزې پانګه اچونې – یا ‘ښه ټولنیزه پانګه اچونه’ جوړوي. مدني ټولنې هڅه کوي ترڅو  د قومي او سیمه اییزو ویشونو، مذهبي، سمتي او ژبني توپیرونو ترمنځ، اختلافات له منځه یوسي او د یو متحد ملت په توګه د ټولنیزو  اړیکو په نیږدېوالي او ټینګولو ټینګار کوي. په افغانستان کې نادولتی مؤسسو خپلې هڅې د مرستندویه ټولنو په چوکاټ کې د عامه اړیکو د ساتلو او د ټولنیزو روابطو په رامینځ ته کولو لپاره د عامه پوهاوي په لوړولو تمرکز کړی او ډیری سازمانونه په کلتوري فعالیتونو، سپورټونو او سوداګرۍ باندې تمرکز کوي ترڅو د خلکو له ذهن څخه  د مخکینیو جګړو او ناخوالو تصویر لرې کړي او د یوه هوسا ژوند په لوري یې رهنمایی کړي.(OOMMEN, 2004)

منځګړیتوب او اسانتیاوې:

د دودیزو شوراګانو اساسي رول د منازعې په حل کې، په ځانګړې توګه په محلي سطحه کې دی. د طالبانو په جریان کې، د مدني ټولنې لخوا اسانتیا او منځګړیتوب خورا مهم و، ځکه چې د رسمي خبرو اترو خونه د رژیم او د نړیوالې ټولنې تر منځ د سیاسي اړیکو د نه شتون  له امله محدوده وه.

دواړه عصري او دودیزې مدني ټولنې د منځګړیتوب او تسهیل کونکو په توګه کار کړی، د شخړو لپاره د سوله ییز حل موندل، او د ملکي مرستو سره ملکي خلکو ته د لاس رسی .

د خدماتو وړاندې کول:

د افغانستان لپاره د خدماتو وړاندې کولو د مرستندویه صنعت او د عصري انجوګانو تاسیساتو سره تړاو لري. د طالبانو په ټول واک کې، افغان نادولتي مؤسسو په خدماتو کې مهم رول لوبولی، په ځانګړي توګه په ځینو سیمو کې روغتیا، ښوونې او کرنې کې اساسي خدمتونه یې کړي .

د طالبانو له رژیم وروسته د موقعتې ادارې په رامنځ ته کیدو سره هم بې شمیره نادولتي موسسې او انجوګانې په مختلفو برخو کې رامینځ ته شوې چې بدبختانه ځینو نادولتي او بهرنیو موسسو او انجوګانو ددولت سره په نه همغږۍ ځینې پروژې د خپلو شخصي ګټو په موخه پلي کړي چې په دې برخه کې د دولت او خصوصي سکتورونو له خوا پر نا دولتي ادارو یا انجوګانو په بیلابیلو برخو کې نیوکې او انتقادونه شوي د نوموړې نیوکو څخه یو یې هم د انجوګانو د فنډ او د پیسو د لګښت پر څرنګوالي نیوکه ده، په دې اړوند نیوکه کوونکې وایي چې د انجوګانو د فنډ یوه ډیره کمه فیصدي اړمنو خلکو ته ورکول کیږي او نورې ټولې پیسې د نوموړو ادارو لګښتونو او د کارکوونکو او لوړې کچې مدیرانو پر تنخواګانو او د هغوی په  نورو بیلابیلو لګښتونو مصرفیږي. نوموړې نیوکه تر یوه بریده سمه ده خو په ځینو مواردو کې نوموړې نیوکې د داسې وګړو له لوري مطرح کیږي چې هغوی د انجوګانو شتون د خپلو ګټو پر زیان ویني له همدې امله هغوي کوښښ کوي چې په ټولنه کې انجوګانې بدنامې کړي. انجوګانې د خپلو لګښتونو او د خپلو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې څخه ناچاره دي او باید د خپلو کارونو د پر مخ بیولو لپاره دا ډول لګښتونه تادیه کړي خو په ډیری مواردو کې انجوګانې د تر لاسه شوي فنډ ډیره ستره برخه پر دغه کار مصرفوي چې له امله یې انجوګانې د دا ډول نیوکو سره مخ دي. د انجوګانو د لګښت د زیاتوالي یو لامل هم د فنډ د لاس ته راوړلو لپاره د خصوصي سکتور په څیر په مارکیټینګ ډیر زور راوړل او د بازار موندنې لګښټونه دي تر څو د بیلابیلو لارو خپل د اړتیا وړ فنډ لاس ته راوړي. (Graig, 2011)

پر انجوګانو یوه بله نیوکه دا ده چې د هغوی د فعالیتونو د ګټې څخه یې شاید زیان  زیات اوسي یعنې په یو کار کې به د هغوی اراده ګټه رسول وي خو په غیر ارادي توګه شاید وګړو او ټولنې ته زیان واړوي. د بیلګې په ډول کله چې د خوراکي موادو مرستندویه نا دولتي سازمانونه د بډایه هیوادونو څخه مخ پر ودې هیوادونو ته خوارکي توکې راوړي نو په دې سره د خوراکي توکو کوربه تولیدوونکو ته زیان اړوي چې په پایله کې یې د یو هیواد بزګرانو او په لویه کې ټول اقتصاد ته زیان رسیږي.

د مدني ټولنو پر وړاندې ننګونې: 

په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې مدني ټولنې د پرمختګونو سره سره، بیا هم د یو شمېر ننګونو سره مخ شوې ځینې ټولنې د سیاسي او امنیتي شتونزو او ځینې یې د واقعیتونو د را سپړلو له امله د دولت او بهرنیو کړیو له لوري تهدید سره مخ شوې. لکه څنګه چې لیدل کیږي پداسې حال کې چې په تیرو څو کلونو کې د پرمختیا مهمې نښانې شتون لري، په افغانستان کې د مدنې ټولنې پراختیا لپاره هڅې د کابل او لویو ښارونو څخه بهر په سسته توګه حرکت کوي. د فنډ نشتوالی، ، امنیتي اندیښنې او محدود ظرفیت، هغه فکتورونه دي چې په هیواد کې یې  د مدنی ټولنی داغیزمنتیا مخه نیولي.

په افغانستان کې د مدني ټولنو پر وړاندې لاندې  ننګونې پیژندل شوي:

امنیت:

د ډاډمن امنیت  نه شتون د مدنی ټولنی د سکټور لپاره یو له لویو خنډونو څخه دی. لومړی دا چې د ډادمن امنیت په نه شتون کې مدنی ټولنې له لوی خطر سره مخ کیږی . دوهم، د امنیت په نه شتون سره سیمې محدودې کیږي او فعالیتونه یې یوازې په هغو ځايو کې کیږي چې چیرته امن وي . څرنګه چې د مدني ټولنې د حکومت نظارت او د بشري حقونو پرمخ بیولو کې مهم رول لري نو د په سیمه کې د ډاډمن امنیت نه شتون کولای شي چې مدني فعالان د خطر سره هم مخامخ کړي. د اساسي قانون د حاکمیت نشتوالي او همدارنګه د ټولنې د بنسټیزو او محافظه کارو عناصرو له خوا مخالفتونو او د وضعیتي  بدلونونو سره د مخالفت یو بل فکتور دی چې دوي هم په لوی لاس د مدني ټولنو د فعالیتونو مخالفت کوي او یا ورته په لوی لاس خنډونه را پیدا کوي .

د امنیت نه شتون له وجې په ځانګړي ډول د ښځو حقونو، نادولتی مؤسسو، ژورنالستانو،  د اداري فساد ضد ادارو او یو شمیر نورو ازادو ادارو چې د ټولنې د اصلاح او سمون لپاره یې کار کولو ډیرې له خطر سره مخ دي ځکه مدني فعالان کولی شي چې د ټولنې تر بل هر وګړي په ښه شکل د سولې، امن، ثبات او پرمختګ په برخو کې اغېزمن رول ادا کړي. (ICNL, 2018)

د امنیت د نه شتون ترڅنګ اداري فساد، نامسلکي کارکوونکي او په حکومتي جوړښت کې د جنګساالرانو موجودګي او ځېنې مهمې ستونزې لکه له قانوني واکه ناسمه ګټه اخیستل، امتیاز یا حمایوي چارې، خپلويپالنه، د خلکو اګهۍ کموالی او ٍ نورې داسې ډېرې بېلګې شته چې په افغانستان کې یې د مدني ټولنې سازمانونه او فعالین ننګولي دي.

مالي تمویل:

 مالي ثبات د مدني ټولنې لپاره عمده اندیښنې پاتې دي چې د تمویل مسلې د مدنی ټولنی  ډیر وخت او انرژي مصرفوي. د کافی او اوږدې مودې بودیجې نشتوالی د مدنې ټولنې سیالۍ کموي او د مالي سرچینو د نه درلودلو له امله د مدني ټولنې کړنې کمزوری کوي. مدني ټولنې ډیرو  لږو مالي سرچینو ته لاسرسۍ لري او د حکومت د ملاتړ چمتو کولو لپاره محدودې سرچینې لري. برسیره پردې، فلسفه غیر بنسټيزه پاتې ده، ځکه چې ډیری افغانان غواړي خپلې خیرات په مستقیم ډول خپلو بې وزلو کورنیو یا قبیلو او ګاونډیو ته ورکړي. په پایله کې، ډیری مدني  ټولنې د مرستې لپاره د ټولنې په بسپنه باندې تکیه نشي کولی.

فساد:

 په حکومت کې فساد یوه ستونزه ده چې نږدې ټولې مدني ټولنې ورسره مخامخ شوي، که څه هم ځینو یې د دوی د قوي اړیکو له لارې ستونزې  حل کوي خو بیا هم مدني ټولنې په هیواد او په اداراتو کې د شته فساد له امله د ستونزو سره مخ دي

د نادولتي مؤسسو ډیری کارکونکي  له ستونزو سره مخ وي ځکه دولتي کارمندان هم ددوي د پروژو او مالي سرچینو په اړه کره مالومات لري چې له کومو منابعو څخه یې ترلاسه کړي او څنګه یې د مدني ټولنې په نوم په مصرف رسوي نو دوي هم د خپل سهم په توګه د رشوت غوښتنه کوي ، پدې ترتیب سره د پروژې پیل او د بسپنه ورکونکو ته خنډونه پیدا کوي او ژمنې ځنډول کیږي .

بل خوا یو شمیر مدني ټولنې هم په فساد کې ښکیلې دي او دوي د مدني ټولنې له نوم سوْ استفاده کوي د مدني ټولنو په نوم له بهرنیو انجوګانو ، موسساتو او بسپنه ورکوونکو څخه مالي امکانات تر لاسه کوي خو هدف یې د شخصي ګټو وي همدارنګه دوي له حکومت هم ځینې پروژې اخلي چې بیا د همدې پروژو د پلي کولو له امله دوي هم مجبور دي د حکومت کارمندانو ته د بخشیش په نوم  رشوت ورکړي .

بې سوادي :

 بې سوادي د لسیزو جګړو له امله د کړکیچ یوه خورا ستونزمنه پدیده او یو بد میراث دی. په ځانګړې توګه افغان ځوانان په په دې برخه کې سخت اغیزمن شوي دي ځکه چې دوی خپل شکلونه د جنګ په چاپیریال کې ویني او زړونه یې د تاوتریخوالی او محرومیت څخه ډک شوي. د افغانستان خلک نه یواځې

د خپلو مدني حقونو څخه محروم شوي؛ بلکې  دوی د مدني حقوقو خورا لږ تفاهم ترلاسه کړی، همدا علت دی چې دوي د مدني ټولنې په رول او اهمیت نه پوهیږي . دوي له باسوادو کسانو سره د سیاسي بحثونو او د تابعیت لکه مدني تابعیت، مدني ټولنې او نورو مدني مسایلو باندې د پوهیدو وړتیا او پوهه نه لري.

د داوطلبۍ کمښت او عامه ملاتړ نشتوالی:

 بله ستونزه دا ده چې د رضاکارانه کار کولو لیوالتیا خورا ټیټه ده. دا د فقر پایله (د عنعنوی او مذهبی نظریاتو سره سم) په پام کی نیول کیدای شی. ډیری باسواده ځوانان د ژوند ستونزو سره مبارزه کوي او ځینې زده کونکي ځوانان چې په حکومت کې ونډه لري، محافظه کاران دي چې رضاکارانه کار کولو کې لږه دلچسپي لري او په مدني فعالیتونو کې ګډون کوي. خو په مجموع کې داسې کسان چې رضاکارانه حاضر شی او په مدني فعالیتونو کې ونډه واخلي ډیر لږ دي .

بل خوا عامه ملاتړ هم په نشت حساب دی ځکه ډیری عام وګړي بیا په دې اند دي چې د مدني ټولنو فعالین د خپلو شخصي موخو او د ځان د ګټو په خاطر له مونږ ګټه پورته کوي او خپل ځان ته له بهرنیو موسساتو، انجوګانو او مرستندویه ټولنو څخه مالي امکانات ترلاسه کوي او هم فکر کوي چې دوي د ولس او عامو خلکو په سر له حکومت سره معاملې کوي او ځانته پرې کریډیټ اخلي ، همدا وجه ده چې په اوسنیو شرایطو کې مدني ټولنې د عامه ملاتړ څخه برخمنې نه دي .

د اداري ظرفیت محدودیتونه:

اداري ظرفیت هم  د بودیجې د ستونزو سره تړاو لري، مدني ټولنې ډیری وخت د ځای، وسایطو، د پروژې ظرفیتونه او تخنیکي وسایل نلري. څرنګه چې مدني ټولنې په رضاکارانه توګه خپل کارونه مخته وړي او کومه ټاکلي بودیجه په واک کې نه لري نو نه شي کولای وړ فارغین ، متخصصین کسان د معاش په مقابل کې استخدام کړي نو په دې اساس ددوي کاري او اداري ظرفیت کې ستونزې وي او د یوه منظم پلان او پوره مسولیت له مخې یې کارونه مخته نه ځي .

پر مدني ټولنو د حکومت محدودیتونه:

 د افغانستان مدني ټولنې د مثبت بدلون لپاره د خلکو مدافع وکیل، د غیر عادلانه پریکړو ننګونه، د لاریونونو او عامه غونډو تنظیم کولو دنده په غاړه لري د ولس د بهبود لپاره مبارزه او د حکومت د ښو پالیسیو ننګه د مدني ټولنو مسولیت دی. (AREU, 2017)

د مدني ټولنو د جوړولو او راجستر کولو په برخه کې د حکومت لخوا ډیری محدودیتونه شتون لري. د نړیوالې ټولنې ډیری پرمختیایي مرستې د حکومت له لارې  اختلاص شوي چې په دې برخه کې حکومت نه حاضریږي چې د مدني ټولنې پر وړاندې د روڼتیا او شفافیت په اړوند حساب ورکړي او همدارنګه مدني ټولنې اړوندو وزارتونو ته لاسرسی نلري. برسیره پردې، مدني ټولنې عمومآ شکایت کوي چې عامه چارواکي د پروګرامونو تایید لپاره رشوت اخلي.

د کمزوری اړیکو زیربنا:

 له 2001 کال را وروسته په زیاته اندازه بهرنیو او کورنیو  رسنیو او ارتباط شبکې په ټول هیواد کې په ډیره چټکی سره خپل  فعالیتونه شروع کړل ، چې همهاله ورسره زیات شمیر مدني فعالانو د نظر خاوندانو او ژورنالستانو د بیان د ازادۍ نه په استفادې خپل غږونه اوچت کړل د افغانستان د سولې ، پرمختک ، بیا رغونې او د ښوونیزو شبکو په تړاو یې خپل فعالیتونه شروع کړل، مدني فعالینو باور درلود که چیرې د سولې په  نوښتونو کې د رسنیو پراخ پوښښ وي، نو دا به نور افغانان وهڅوي چې په خپلو ټولنو کې د سولې پروسې ملاتړ وکړي او په هیواد کې د سولې په اهمیت او ارزښت پوه شي .

خو په ورته وخت کې  د افغانستان لویه برخه د انټرنیټي اړیکو نشتوالي ستونزه لري په دې مانا چې زمونږ ډیری وګړي د انترنیت یا نړیوال جال سهولت نه لري او نه شي کولای چې د مدني تولنې انترنیتي فعالیتونه وګوري او پوه شي چې مدنې ټولنې په څه مانا ؟  د کومو موخو لپاره رامنځ ته شوي او کوم اهداف پلي کوي ؟

سپارښتنې :

  • حکومت او مدني ټولنه باید ټول شته اصول او میکانیزمونه د هغوی ترمنځ د سلامشورې لپاره په نښه کړي او په هغوی کې تشي او نیمګړتیاوې په ډاګه کړي.
  • د دولتي بنسټونو، مدني ټولنې ، نا دولتي موسسات او انجوګانو  ترمنځ د همکاریو میکانیزمونه باید د حکومت او مدني ټولنې فعالینو لخوا وکتل شي او په ټاکلي وخت کې نیمګړتیاوې په نښه او لمنځه لاړې شي. په ستراتیژیو، پالیسیو او قوانینو کې د مدني ټولنې د بنسټونو نظرې په پام کې ونیول شي او د بریالیتوب لپاره باید معیار وګرځول شي.
  • د مدني ټولنې ګډون او ښکیلول باید په ټولو دولتي بنسټونو کې د مرکز او ولایتونو په کچه فعال رول ولري او ترڅنګ یې سیمه ایز حکومتونه باید مسوولیت منونکي او حساب ورکونکي واوسي.
  • نړیواله ټولنه او بسپنه ورکوونکي ډونران باید له دولت او د مدني ټولنې له همکاریو څخه د منظمو سیکتورونو په توګه ملاتړ وکړي
  • رسنۍ باید په ټولنه کې د اړیکو د ساتلو په موخه د خلکو په پوهاوي کې ونډه واخلي او متوجه اووسي چې دا خبرې په ټولنه کې حساسیتونه  را ونه پاروي.
  • د نوو قوانینو په لیکلو او مصوبو کې د مدني ټولنې بنسټونو فعال ګډون ته باید پاملرنه وشي.

پایله :

دا مقاله په افغانستان کې په ښه حکومتوالۍ کې دمدني ټولنې پر رول راڅرخیږي او د مدني ټولنې، ښې حکومتولۍ، د ټولنې او دولت د اړیکو د اصطلاحاتو د مفهوم د پوهاوي او همداراز په ښه حکومتدارۍ کې د مدني ټولنې رول او په هیواد کې د مدني ټولنو اوناحکومتي سازمانونو پروړاندې شته ستونزې او ننګوونې په یوه پراخ چوکاټ کې څنکه معرفي شوي او پیژندل شوي، په یوه لنډه څیړنه پیل شوې.

په افغانستان کې د مدني ټولنې د تاریخي  ځانګړتیاوو په معرفي کولو دې لیکنې هغه مفهوم چې مدني ټولنه ډير کله تر ناحکومتي سازمنونو پورې محدود وي ننګولی دي. دا ټکی  دلومړنیو څیړنو دترسره کولو په پروسه کې د څیړنې د یو اصل په توګه عملي شوی دی. مقالې همداراز د دې څیړنې هغه محدودیتونه هم یاد کړي چې مدني فعالان او د ناحکومتي ټولنو او موسساتو کارکوونکي د خپلو مدني فعالیتونو پرمهال ورسره مخامخ  دي .

له 2001 څخه وروسته د مدني ټولنې سازمانونو په ټول افغانستان کې کار کړی ترڅو د ډموکراسۍ او  د دموکراتیکې حکومتدارۍ ملاتړ وکړي. د مدنې ټولنې سازمانونه د شفافیت او حساب لپاره د مدافع وکیل په توګه د بشري حقوقو څخه دفاع کوي چې د حکومتونو او نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کولو کې فعاله ونډه لري ترڅو حکومتونه او خلک پرمختګ وکړي.

دا روښانه ده چې د مدني ټولنو سازمانونه او نور د ښې حکومتوالۍ په اړه د دوی د چټک  فعالیت او ټینګار له لارې دوامداره پراختیا ته وده ورکوي. د مدني ټولنې سازمانونه د حکومت د ځواک تمرین کولو لپاره د چیک یا بشپړتیا په توګه عمل کوي. مګر په افغانستان کې د مدني ټولنې سازمانونو اغیزمنتوب په ډاډ کې، ټولنیزې، پالیسۍ او سیاسي چاپیریال باید مناسب وي. سربیره پر دې، د مدني ټولنې بیلابیل سازمانونه باید مناسب ظرفیتونه هم په واک کې  ولري.

دا چې د پرمختګ سره سره، په افغانستان کې د مدنی ټولنې وده او پیاوړتیا ناشونی ده وجه دا ده چې یوازې  په کابل ولایت کې مدني ټولنې د حکومت سره پیاوړي ریښې او تولیداتي کاري اړیکې رامینځته کړي، پداسې حال کې چې په نورو ولایتونو کې دا قضيه نده او د مدنې ټولنې سازمانونه شکمن او غیررسمي له حکومتونو څخه بې برخې پاتې دي.

په دې څیړه نیزه مقاله کې د مدني ټولنو په اړه مالومات او نظریات د مدني ټولنې سازمانونو لارښوونه ده ځکه چې دوی راتلونکي مصروفیت او فعالیتونه په برکې نیسي .

د حکومتولۍ په اړیکو کې د مدني ټولنې د مختلفو برخو پر رول او همدارنګه د  مختلفو سازمانونو او ډلو له حکومتي ادارو سره په ولایتي او ملي کچو د اړیکو په اړوند څیړنه شوي

د حکومتولۍ او مدني ټولنې د رول په  اړوند په دې مقاله کې مفصل بحث شوی او د مدني ټولنې پر وړاندې شته پیچلتیاوې یې  بیان کړي

مقالې ګڼ شمیر ننګونې په ګوته کړي:  د ځانګړو کسانو یا ډلو/ سازمانونو له خوا هغه اندېښنې چه مدني ټولنې یې لري او یو شمیر نور داسې موضوعاتو لکه ډېموکراټیکه دولتداري، استازیتوب او د قانون تابعداري، امنیت ، مالي تمویل ، فساد ، بې سوادي ، د داوطلبۍ کمښت او عامه ملاتړ نشتوالی، د اداري ظرفیت محدودیتونه ، د کمزورو اړیکو زیربنا چې د مدني ټولنې رول یې محدود کړی تر بحث لاندې نیول شوي .

په افغانستان کې مدني ټولنه د سازمانونو او ډلو په بڼه پیژندل کیږي چې پکې شوراګانې، جرګې، د ټولنې پر کچ پرمختیايي شوراګانې او نور دودیز جوړښتونه هم شامل دي.  دا سازمانونه د ولس او دولت تر منځ د واټن کمولو او د سیاسي پرېکړو کولو او د ولس له اړتیاو سره سم د پالیسیو جوړولو وړتیا لري.

همدا لامل دی چې د مدني ټولنو پیاوړي کول، په ټوله کې د احتساب بهیر ته ګټه رسوي، د خدماتو رسول بهتروي او همداراز، د دولت او د دې د ادارو مشروعیت پیاوړی کوي.

ABSTRACT:

The special focus of this research article is about the useful and highly cost-effective role of civil society in relation to good governance. This study has been attempted to build efficient and superior governance in all government sectors, non-governmental organizations, civil society, religious organizations, and  private sectors, traditional Committees and independent media levels and in all sectors to make civil society integration and civil institutions in the government’s policy and strategy, providing this opportunity to volunteer to strengthen the government and public relations through effective programs and prove to be effective for better governance structures.

In this article, the essence of independence of civil society organizations between the civil society and the government will be illustrated as a definitive line and will show the level of influence, power and development of civil society, and social order and stability, explain the role and ability of civil society in the emerging peace and shared nationality.

The commitment to civil society and organizations, and the creation of a common national unity by their own, and playing an effective role in establishing good governance is exactly what the importance of civil society can be done.  Even if a small civil society is working in a remote area, it should try to provide the opportunity to connect with the people. The civil society should highlight a strong relationship between social groups, different areas and other languages. This is a great nationality to large or small civil society organizations.

References:

  1. Momin, M. (2013). Democracey, Journalism and civil society . Kabul : Mediothek Afghanistan
  2. Razia. (2012). A brief History of Afghanistan.washington: Roys of Hope Foundation.
  3. Harpviken, K. B. (2002). Afghanistan and civil Society .Peshawer : Narwegian Ministery of Foreign Affairs .
  4. Vitalino, C. (2012). Governance Challenges in Afghanistan . Kabul : NATO Parliamentary Assembly .
  5. OOMMEN, T.K. Nation, civil society and social movements. New Delhi: Sage Publications India Pvt Ltd, 2004.
  6. Graig, C. (2011). Afghan Civil Society Assessment Report. Kabul: Counterpart International .
  7. ICNL. (2018). ICNL. Retrieved from ICNL: http://www.icnl.org
  8. Role of Civil Society in Promoting Good Governance: RCSGG http://www.areu.org.af
  9. Mohanty, Rajesh Tandon and Ranjita. Does Civil Soceity Matter? New Delhi : SAGE Publications , 2003.
  10. Chandhoke, Neera. The Conceits of Civil Society . New Delhi : Oxford University Press, New Delhi , 2003.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply