ورځپاڼې: د افغانستان ستونزو ته امریکایی حل لټول ګټه نه کوي

0 753
Image captionواشنګټن پوسټ د امریکا د پوځ د یوه پخواني افسر له قوله په دې تړاو لیکي چې ستونزه دا ده چې د افغانستان ستونزو ته د امریکا د وضعیت له مخې د حل لارې موندل کېږي دی وايي، په افغانستان کې شرایطو په کتو د حل لارې وموندل شي.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا دفاع وزارت د تفتیش څانګې په حواله لیکلي چې د افغان ځواکونو لپاره د معاشونو د یوه کمپیوټري سیسټم په رامنځته کولو میلیونه ډالر لګول شوي، خو په سمه توګه کار نه کوي.

ورځپاڼه لیکي څیړونکو ویلي چې دا سیسټم د دولتي اړونده ادارو له سیسټمونو سره نه دی نښلول شوی، بایومټریک هغسې نه دی پلي شوی چې باید شوی وای او د معلوماتو زېرمه کول په ابتدايي بڼه شوي دي.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې تمه ده راتلونکی کال افغان حکومت د دې پروګرام بشپړ مسؤولیت په غاړه واخلي.

واشنګټن پوسټ د امریکا د پوځ د یوه پخواني افسر له قوله په دې تړاو لیکي چې ستونزه دا ده چې د افغانستان ستونزو ته د امریکا د وضعیت له مخې د حل لارې موندل کېږي دی وايي، په افغانستان کې شرایطو په کتو د حل لارې وموندل شي.

ګارډین

تردې سرلیک لاندې چې افغانستان ته د شا کولو خطر متوجه دی، بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین یو مطلب خپور کړی او لیکوال یې وايي، په دوحه کې روانې خبرې هغه خبرو ته ورته ښکاري چې په ۱۹۸۹میلادي کال کې وشوې او د یوې هوکړې له مخې د شوروي اتحاد ځواکونه له افغانستانه ووتل، د نجیب الله حکومت ړنګ شو مجاهدین راغلل، جګړه پيل شوه او بیا طالبانو ته لاره هواره شوه چې واک ته ورسیږي.

دوحې خبرې: له ماښام وروسته به تر شپې ناوخته بحث دوام ولري

طالبان
Image captionد امريکا او طالب استازو ترمنځ د خبرو اترو نهم پړاو وروسته له هغه پيلېږي چې دواړه مرکچي ډلې د يوه احتمالي وروستۍ هوکړې په تړاو له خپلو مشرانو سره څو ورځې سلا مشورې وکړې.

د مطلب لیکوال چې په افغانستان کې د بریتانیا پخواني پوځي اتشه دی په دې نظر دی چې تاریخ کټ مټ نه تکراریږي، خو وضعیت مثبت نه ښکاري او که لویدیځه نړۍ د افغان دولت له ملاتړه لاس واخلي نو ډېر زیان خلکو ته رسېږي.

نوموړی وايي، په بیړه یوه جوړجاړي ته رسېدلو کې د خلکو ګټې له پامه غورځول کېږي، نو ځکه راتلونکي څو کلونه به د افغانستان لپاره ستونزمن وي خو بریتانیا ته په کارده چې په دغه هېواد کې د خپلو قربانیو درناوی او خپلو مسؤلیتونو ته ژمن پاتې شي. لیکوال د افغانستان د خپلواکۍ مناسبت ته اشاره کوي او زیاتوي افغانستان له بریتانیا د خپلواکۍ سلمه کالیزه لمانځل باید موږ ته را په یاد کړي چې له دغه هېواد سره د اړیکو اوږد تاریخ لرو.

هندوستان ټایمز

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې د افغانستان په تړاو ویل شوي چې په افغانستان کې د هند نرم نفوذ کافي نه دی.

لیکوال وايي په افغانستان کې د جهاد ټیاټر مخ په پای ته رسېدو دی، طالبان له امریکا سره په دوحه کې خبرې کوي او دا خبرې پرته له دې چې د هند اندېښنو ته پام وشي دوام لري.

لیکوال په دې نظر دی چې هند په افغانستان کې خپل اخلاقي مسؤولیتونو ته ژمن پاتې شوی خو هند نه شي کولی د دې نرم سیاست په خپلو سره څه تر لاسه کړي.

د جاپان لومړي وزیر (کېڼ خوا ته) د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د تېرې جون میاشتې پر ۲۹مه د جاپان اوساکا کې د جي ۲۰ سرمشریزې پر دویمه ورځ وکتل.
Image captionد جاپان لومړي وزیر (کېڼ خوا ته) د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د تېرې جون میاشتې پر ۲۹مه د جاپان اوساکا کې د جي ۲۰ سرمشریزې پر دویمه ورځ وکتل.

په داسې حال کې چې د امریکا او چین ترمنځ د سوداګریزو تعرفو پرسر شخړه نوي پړاو ته داخل شوې، جاپان ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د جاپان او امریکا ترمنځ د سوداګرۍ پر سره مسلې هوارې شوي او تمه ده چې په پاریس کې د جې ۷ هېوادونو سرمشریزې پرمهال رسماً اعلان شي.

ورځپاڼه د جاپان د اقتصاد د وزیرله قوله رپوټ ورکوي چې له امریکايي استازو سره د درې ورځنیو خبرو په پایله کې ډېر پرمختګ شوی او په دې برخه کې شته اختلافات هوار شوي دي.

د نوموړي په وینا په خبرو کې شوی پرمختګ به په پاریس کې د جاپان د لومړي وزیر شینزو ابه او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمنځ کتنه کې وروستۍ شي او رسماً به اعلان شي.

bbc.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply