طالبان که سوله ونه کړي، وبه ځپل شي

غلام جیلاني ځواب

0 701

د ملي امنیت سلاکار ښاغلی ډاکټر حمدالله محب د ملګرو ملتونو ۷۴ يمه مجمع کې د وینا پرمهال پر طالبانو غږ وکړ چې نور له غرونو راشئ ښار ته او له افغان حکومت سره سوله وکړئ چې د ژوند په خوند باندې پوه شئ.  که چېرته سوله مو زړه نه غواړي او نه یې کوئ بیا نو افغان حکومت دې ته چمتو دی چې د تاسو پر وړاندې جګړه وکړي او تاسو د جګړې له لارې سولې ته راضي کړي.

افغان حکومت تل پر طالبانو دا غږ کړی چې د بین الافغاني مذاکراتو له لورې سوله وکړي. په جګړه کې مو خېر نشته، سوله چې د الله امر دی او په دې کې نه تنها زمونږ بلکې ستاسو هم خیر دی، د وطن هم خیر دی او د ولس هم خیر دی، خو طالبان هېڅکله هم دا نه مني چې سوله وکړي. ځکه چې د دوی مشران نه غواړي له افغانانو سره سوله وکړي.

ولس بیا دېته حیران دی چې طالبان ولې له امریکایانو سره سوله کوي، مګر له خپلو افغانانو سره له سولې څخه انکار کوي؟ دا واقعا د حیرانتیا خبره ده. ځکه چې په روانه جګړه کې ټول زیان افغانان ویني، د جګړې اصلي قربانیان افغانان دي نه امریکایان، نو پکار دی چې له افغانانو سره سوله وشي.

حمد الله محب چې د ملي امنیت سلاکار دی او دی په خپلو ملي او دفاعي ځواکونو باندې ویاړي ځکه چې تل یې د دښمن پر وړاندې مقاومت کړی او تر هغې  ورسره جګړه کوي تر څو یې چې ختم کړي نه وي او یا یې پر شا تمبولي نه وي.

ښاغلي محب د ملګرو ملتونو په ۷۴یمې عمومي اسمبلۍ کې ګډون والو ته وويل چې سوله زمونږه د افغانانو ګډ هدف دی او د دغه هدف د تر لاسه کولو لپاره  له خپله سره هم  ورته تېر یو. افغانان نور نه غواړي چې د نورو لاس لاندې واوسي افغانان غواړي چې خپلواک واوسي ځکه چې له افغانانو نه څوک زیات دي او نه هم څوک ترې هوښیار دي.

د افغان سولې لپاره له تېر ۲۰۱۸ ميلادي کال راهیسې چې کومې هڅې شروع شوې وې او د افغان سولې لپاره له طالبانو سره  د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد د نهو دورو خبرو څخه وروسته چې  کومې پایلې ته ونه رسېدل او بلاخر د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه خبرې لغوه اعلان کړې. خو د سولې په دغه روانه پروسه کې طالبانو او امریکا  افغان حکومت بېخي شاته غورځولی وه چې د سولې روانې پروسې افغان حکومت ته هم خوند نه ورکاوه. ځکه چې طالبان سوله له افغان حکومت سره کوي او خبرې له امریکې سره او هغه څه چې افغانان یې غواړي هغه نه مني خو څه چې امریکا غواړي هغه مني. په همدې خاطر افغان حکومت هم د سولې خبرو په لغوه کېدو سره خواشينې نشول ځکه چې دا یو پلان وه چې طالبانو او امریکې جوړ کړی وه خو ښاغلي غني پرې نښودل چې په خپل پلان کې بریالي شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply