افغانان پیاوړی نظام او پوځ غواړي

0 718

غلام جیلاني ځواب-

افغانان په حوادثو او ناخوالو کې ښه پاخه شوي دي او دا مهال په غوڅ اکثریت د ملي مسایلو او ملي منافعو په اړه فکر کوي او د دغه ډول فکر او انګېزې په ایجاد کې د ولسمشر غني زیات رول وو، ځکه نوموړي د شایسته سالارۍ په اساس وړ او بې واسطې ځوانان رامخې ته کړل، د امنیتي ځواکونو لیکې یې له فساد پاکې کړې او انحصاري او میراثي سیاست ته یې د پای ټکی کېښود او له نېکه مرغه زموږ د خلکو له لویو هیلو څخه داده چې بنسټونه جوړ شي، ترڅو موږ په خپلو پښو ودرېږو.

خلک وایي موږ د نظام له لارې نظام او امنیت غواړو، نه ډوډۍ. موږ دا توانایي لرو چې د نظام په چوکاټ کې ډوډۍ پیدا کړو. د ولسمشر غني په وینا زموږ دنده ده چې نظام جوړ کړو. موږ تصمیم ونیوه چې پر ځان په اتکا سره له وطن او خپلې خاورې د دفاع رسالت ځوانو سرتېرو او خپلو تکړه منصبدارانو ته وسپارو. د امنیتي انتقال په دوران کې مې د هیواد ولایتونو ته په سفرونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو زرګونو سرتېرو او منصبدارانو سره وکتل او په پایله کې مې د افغانستان امنیتي او دفاعي سرتېرو کې هغه اطمینان او کامل تعهد په خپلو سترګو ولیده. چې د یو لوی ملت سرتېري یې باید ولري.

د انتقال پروسې پرمهال په بامیان کې یوه عسکر راته وویل چې درې ځله زخمی شوی او خدای ساتلی یم. که لس ځله نور هم زخمي شم خپله خاوره به ساتم.

 یا، هغه دوه میندې مې هیڅ وخت نه هېرېږي چې یوې یې په بدخشان او بلې په پکتیا کې عین حالت درلود.  دوه زامن یې د هیواد د دفاع په خاطر شهیدان شوي و ، خو دریم زوی یې هم د ملي اردو په لیکو کې شامل کړ او ویې ویل چې زموږ زلمو ته د خدای مینه، د وطن مینه او د خاورې مینه له پلرونو څخه په میراث پاتې ده. موږ به خپل بیرغ اوچت ساتو.

زما لیدلوری دادی چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه، داسې ځواک وي چې ټول افغانان په کې ځانونه وویني، افغانستان شمول وي، په هیواد کې د ثبات او ملي یووالي اساس او پایه وي، د ځمکنۍ بشپړتیا او د افغانستان د سرلوړو خلکو د عزت ساتونکي وي، غیر سیاسي وي، غیر حزبي وي، د افغانستان د هرې سیمې، هر کلي، ولسوالۍ او ولایت استازي وي، له اسلامي او ملي روحیې څخه برخمن وي، مسلکي تجربه او پوهه ولري او بالاخره د سیمې د ثبات او د افغانستان د خلکو د روحي ارامي لامل وي.

د افغانستان خلکو د افغانستان په ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو لوی اعتماد کړی، چون د خپل ملي ناموس د ساتنې مسوولیت یې دوی ته سپارلی دی. د دې لوی موخې د تحقق لپاره موعملا عمده ګامونه اخیستي. زموږ د نوي نسل په توګه ستاسو کوښښ، تحصیل او زده کړه چې له سختیو او جنګ څخه راوتلي یاستئ موږ د دغه ارمان تحقق ته زیات نږدې کوي  او خصوصاً د نجونو وجود زموږ د ویاړ موجب دی. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply