پر انسټګرام د بالیووډ مشهورې څېرې

0 716

تاسې به له سرخطه مخکې په ټولنیزو شبکو کې د بالیووډ مشهورو انسټګرامرانو په اړه اورېدلي وي چې په یوه پوسټ څومره زیاتې پیسې اخلي، خو دا ځل درته د هغوی د ډېرو مینه‌والو په اړه مالومات درکوو.
په هندي سېنما کې د ټولنیزو رسنیو فېسبوک او ټویټر تر څنګ د دې سېنما مشهورو ستوریو په انسټګرام کې هم ډېر فعالیت پیل کړی دی.
دوی له سهار له راپورته کېدو، سهارنۍ خوړلو او د شپې مېلو پورې، د هغوی له ښایسته جامو نیولې تر سیلفي او نورو کارونو په اړه د خپلو مینه‌والو د مینې ماتولو لپاره پوسټونه کوي.
خو اوس راځو دې ته چې په دې ټولنیز رسنۍ کومه ستورې ډېره مینه‌وال لري؟
پر انسټګرام تر ټولو ډېر مینه‌وال د بالیووډ وتلې ستورې دپیکا پډوکون ده. هغه د ۲۰٫۴ میلیونه مینه‌والو په درلودلو سره تر ټولو مخکې ده. هغه پر دې ټولنیزې شبکې د خپلو انځورونو تر څنګ د خپلو فلمونو، د چکر ځایونو او د خپل ورځني ژوند په اړه مطالب خپروي.
له پډوکون وروسته پریانکا چوپړا ده چې د ۲۰٫۲ ميلیونه مینه‌والو په درلودلو سره په دویم ځای کې قرار لري. هغه پر خپل انسټګرام د مینه‌والو تندې خړوبولو لپاره خپل سيلفي او له ملګرو سره خپل انځورونه خپروي. د دې تر څنګ د خپلو فلمونو د ودې لپاره هم کمپاین کوي.
ورپسې د بالیووډ وتلې ځوانه اداکاره عالیه بهټ ده چې پر انسټګرام ۱۹ ميلیونه مینه‌وال لري. هغه د خپل ورځني ژوند تر څنګ د خپلې اهلي پیشو انځورونه هم پر خپل انسټګرام خپروي.
شرادا کپور د ۱۸٫۵ ميلیونه مینه‌والو په درلودلو سره څلورم او جاکوېلاین فرننداز د ۱۵٫۵ ميلیونه مینه‌والو پر درلودلو سره پنځم مقام خپل کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply