د عطار نیشاپوری د تذکرةالاولیا څخه/سید عبیدالله نادر

0 1,124

عبدالله مبارک حج ته تللی وو ، هلته یي په خوب کې ولیده چې یوه فرشته ورته حاضره شوه ، او عبدالله مبارک ته یی ووییل : چې په شپږ زرو راغلو حاجیانو کې څوک حاجی نشته ، مګر علی بن موفق هغه موچی یا (بوت ګنډونکی)چې په دمشق کې دی ، او هغه نه دی راغلی . عبدالله مبارک د حج د مراسمو څخه وروسته ولاړې دمشق ته ،او علی بن موفق یی ولیده ، او په خپلو سترګو یي ولیده چې د خلکو بوټان ګنډي ، او وصله کوي یي ، نو ترې یی و پوښتل : چې سره له دې چې سږ کال حج ته نه وې تللی ،نو زمونږ د ټولو په مینځ کې ستا حج قبول شو ، علی بن موفق ورته ځواب ورکړ : د دیرش کالو راهیسي زما آرزو وه چې حج ته ولاړ شم . او سږ کال می نیت وکړو،او د بوټانو د دي وسله ګنډلو څخه می دری سوه درهمه جمع کړې وې .خو زما ښځه امید واره (حامله) وه ،او د ګاونډی د کور څخه د ښه مزه داره طعام بوی راته ،خو زما ښځي زه د ګاونډی کره ولېږلم ،او راته یي ووییل :چې ولاړ شه لږ ترې وغواړه ، علی بن موفق وایي : وختي چې ؛ګاونډی کره ولاړم .ګاونډي راته ووییل : ماشومان می اوه ورځي وږي ول ،او هیڅ شی یی نه وو خوړلی ،نن می یو مړ خر ولیده ،د هغي څخه می څه غوښه جلا کړه ،او کتغ می ترې جوړ کړ ،ستاسو د پاره شاید حلاله نه وي ،ما چې دا خبره واوریده زما په ځان کې یو اور وغورځیده ، او هغه درې سوه درهمه می راواخیستل او ګاونډی ته می ورکړل ،او ورته ومی وییل:د خپلو ماشوانو نفقه پرې وکړه او زمونږ حج همدا دی ،(زمونږ په مینځ کې داسي کسان شته چې یو ځل نه بلکه څو ځله حج ته ځي ، او هلته ورته په ګاونډتوب کې داسي کسان ورته پراته وي چې د شپي او ورځي ډوډۍ نه لري .او یا به مریضان وي د دوا او درمل پیسې به  نه لري ، د سل ها آرمانونو څخه به يې یو آرمان هم پوره نه وي ،خو دوي به څو ځلي حج ته ځي چې په اصطلاح (د احمد او دمحمود )د سیالي څخه وروسته پاتي نشي ، او د الحاج نوم ورباندي کېښودل شي ،

نو بده به نه وي که دمو لانا صاحب رومی دا شعر او د استاد محمد نسیم اسیر مخمس شعر په مولانا صاحب باندی چې په فارسي دی ، و لوستل شي .

مولوی » دیوان شمس » غزلیات

 

ای قوم به حج رفته کجایید کجایید

معشوق همین جاست بیایید بیایید

معشوق تو همسایه و دیوار به دیوار

در بادیه سرگشته شما در چه هوایید

گر صورت بی‌صورت معشوق ببینید

هم خواجه و هم خانه و هم کعبه شمایید

ده بار از آن راه بدان خانه برفتید

یک بار از این خانه بر این بام برآیید

آن خانه لطیفست نشان‌هاش بگفتید

از خواجه آن خانه نشانی بنمایید

یک دسته گل کو اگر آن باغ بدیدیت

یک گوهر جان کو اگر از بحر خدایید

با این همه آن رنج شما گنج شما باد

افسوس که بر گنج شما پرده شمایید

***************************

از استاد نسیم اسیر

یک روز اگر چشم بصیرت بگشایید

یک بار گر از ورطء وسواس برآیید

این نغمه جانبخش مکرر بسرایید

ای قوم به حج رفته کجایید کجایید

معشوق همین جاست بیآیید بیآیید

*******          

ای دور ز پندار و فرو رفته به کردار

پا از حرم عقل برون آمده مگذار

یک حرف حقیقت به تو میگویم و هوشدار

معشوق تو همسایهء دیوار به دیوار

در بادیه سرگشته شما در چه هوایید

********          

بی دانه عجب بی سرو سامانه برفتید

خود دام بجا مانده وبی دانه برفتید

از دوست سخن گفته، به بیگانه برفتید

ده بار ازان راه ، بدان خانه برفتید

یکبار ازین خانه برین بام برآیید

*********            

در کعبه رسیدید و چمیدیدو خمیدید

بسیار صفا رفته و در مروه دویدید

یک نغمه خوش کو اگر آن لحظ شنیدید

یک دسته گلی کو اگر آن باغ بدیدید

یک گوهر جان کو اگر از بهر خدآیید

*********            

با آنکه به مژگان در آن خانه برفتید

در بادیه پیمایی نه خوردید و ، نخفتید

صد در گرانمایه بگفتید و ، بسفتید

آن خانه لطیف است نشان هاش ، بگفتید

از خواجه آن خانه ، نشانی بنمایید

*********            

ای خانه بیگانه ز امداد تو آباد

از خانه ویران شده خویش بکن یاد

در خانه دل های حزین، خانه کن ایجاد

با این همه این رنج شما گنج شما باد

افسوس که بر گنج شما , پرده شمایید

***********

او دا هم د حضرت مولانا یو بل شعرچي وایی:

هزار بار پیاده ، طواف کعبه کنِ

قبول حق نشود ، گر دلِ بیازارِی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply