تودوخه بېټرۍ هم چارجوي

0 582

په نړۍ کې اوس‌ مهال له یو اربه ډېر خلک د برېښنا له نعمته بې‌‌برخې دي، خو د برېښنا غم خوړولو لپاره انجینیران په دې لټه کې دي چې نوې تجربې او لارې چار ولټوي.
د همدې لپاره په امریکا کې انجینیرانو یوه داسې اله جوړه کړې چې د ځمکې له تودوخې برېښنا اخلي او اوس‌ یوازې د موبایل بېټرۍ او یو کوچنی ګروپ چارجولای شي، خو په پام کې ده چې دا اله لا پیاوړې کړي.
د ریډي سکای کولېنګ په نوم دا اله د کلېفورنیا پوهنتون یو ساینس‌پوه ډاکټر اسوت رامن د خپلو ملګرو په مرسته جوړه کړې چې له ځمکې د حرارت راوتلو له لارې برېښنا تولیدوي.
د لوېدیځو رسنیو د مالوماتو له مخې، دا اله اوس په پنځه مربع مټر کې ۲۵ ملي واټه برېښنا تولیدوي چې د یوه کوچني ګروپ د روښانولو لپاره کفایت کوي، خو په ګرمو سیمو کې یې د تولید کچه زیاتېږي.
اوس‌ مهال د دې الې بیه ۳۰ ډالره ایښودل شوې او ساینس‌پوهان وايي، د دې الې د پیاوړي کولو لپاره به نورې تجربې هم وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply