مناظره او شکست خوړلی غني؟ / عنایت الله دیدار

0 700

مناظره د لغت په حساب بحث، مذاکره او ګفتمان ته وايي. په قاموسونو کې یې د مناظرې د ټول روح او اصل پر خلاف (مجادله) هم بولي. متمدنې او په فکر ولاړې ټولنې د مناظرې مجادلوي اړخ نه خوښوي .دوی یوازې په دې باور لري چې د دوه فریقینو تر منځ دې یوازې نظر ورکړای شي، په دلیل دې سره مخکې ولاړ شي او شواهد دې سره وړاندې کړي.

د مناظرې په پېل کې یوه دعوه ایښودل کیږي، چې کله وار پکې یو کس په طبیعي لحاظ مدعي او بل هغه پکې د پوښتونکي بڼه هم خپلوي. کله چې د مناظرې نوم اخلو، نو مخاطبین مو په طبیعي لحاظ د دوو متضادو اړخونو تر منځ یوازې مباحثوي حالت تصویر کوي او د (مناظرې) نوم یې د دوو تنو تر منځ دلیل ویلو ته تداعي کوي.

د بر صغیر ستر عالم پروفېسر سید علي عباس جلالپوري وايي:

«د منځني پېر مغل هنر او علم پروري خلک وو. مغلي دربارونه به د مشاعرو او مباحثو کوربانه و. شهزادګان، چې معمولا تر نورو خلکو غېر عادي ژوند کوي، په ډېرو علومو او فنونو باندې یې ناز خدشه دار کیږي، خو دارا شکوه د علم او بحثونو تر اثر لاندې هندي مذهبي کتابونه فارسي ته وژباړل. دغه مهال به عیسایي عالمان راتلل، له مسلمانو هغو سره به یې مناظرې کولې، مسلمانانو علماوو به ماتې خوړه، ځکه چې دوی د بایبل په ترجمه نه پوهېدل.»

په دغه پېر کې د ننني ډاکټر ذاکر نایک په څېر یو مسلمان ډاکټر ( وزیر خان ) د مناظرو مېدان ته راووت. دا سړی د بایبل او نورو ادیانو په ټول تاریخ، احکامو، تناقضاتو او سیاق و سباق خبر و، ډاکټر وزیر خان عیسايي عالمان وننګول او ډېری مناظرې یې ترې وګټلې.

تقریبا ټول رالېږل شوي پېغمبران له خپل امت او له دوی بغاوت کوونکیو سره په څه نا څه ډول مناظرین پاتې شوي دي. قران پاک د حضرت ابراهیم علیه السلام او نورو انبیاوو یادونه کوي، چې له خلکو سره به یې مباحثې کولې. حتی د فقهې په فروعي مسایلو کې د پېغمبر علیه السلام د اصحابو تر منځ هم اختلافات و او مباحثې به یې پرې کوله.

انساني ذهنونه په رواني لحاظ د مباحثې په نسبت عامي، معمولي، تکرار شوې، د دوی له شخصیت سره بې تعلقه او… خبرې ته توجه نه کوي، تر چې په مناظره کې دوه متضاد اړخونه، چې په عین تضاد کې یې فکري، علمي او عملي حوزه سره شریک وي، بحث کوي او د دلیل وسله له ځانه سره وړي، دغه مهال مناظره د لوبې په څېر له سسپېنس او تلوسې ډکیږي، ممکن خلک په خپل ذهن کې یو ګټونی او بل بایلونکی ثابت کړي.( که څه هم دا کار به په پخوا زمانو کې ثالث (درېیمګړي ) کاوه او په ښکاره ډول به بریالي او نا بریالي مناظرین اعلانول ، اما په نن زمانه کې ولس ته د درېیمګړي حیثیت ورکول کیږي.)

په افغانستان کې سیاسي مناظرې تقریبا نوی ګام بلل کیږي. دا په دې هم ګواهي ورکوي، چې خلک د ډیموکراسۍ د اصل پر بنیاد د خلکو له نور اثر او رسوخ ور ها خوا د دلایلو، حقایقو، واقعیتونو، برنامو او په ټوله کې د فکر په لحاظ د سیاسیونو( خصوصا کاندیدانو ) تر منځ مباحثې ته ټاکونکی نقش ورکوي.
د غني او ډاکټر عبدالله عبدالله مناظره :

ولسمشر محمد اشرف غني وعده هم کړې وه، خو له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د یوې مهمې رسنۍ پر پرده مناظرې ته حاضر نه شو. دغه حالت په خواله رسنیو کې د خلکو غبرګونونه څرګند کړل. ځینو د ولسمشرغني نه راتګ له مناظرې څخه وېره وګڼله او ځینو نورو هغو بیا داسې هم وویل، چې یادې رسنۍ د یوه مشخص کاندید پلوي کوله او ولسمشر غني آن په 90 دقیقه کې دغه حالت درک کړ او مناظره یې ملغا اعلان کړه.

اما خبره د دغې رسنۍ له خوا د یوه مشخص کاندید په ګټه د تمایل خبره نه وه، بلکې له اره د دغې مناظرې کول د مناظرې د اصولو خلاف کار و.

ولسمشر غني د نړۍ په کچه د فکر دویم کور ګڼل شوی دی. عبدالله عبدالله بیا په علمي لحاظ یو ابتدايي سیاستوال، او د فکر په دغو لویو نړیوالو لارو نابلده سړی دی. یانې دا دوه تنه په هېڅ وجهه په علمي لحاظ سره برابر نه دي، نو بنا باید غېر سیال لوبغاړي د سیالۍ پر مېدان د لوبې وزن او حیثیت خراب نه کړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله له هېڅ علمي ادرسه هېڅ علمي بېکګراونډ نه لري، اما ولسمشر غني په انسانشناسۍ او سیاسي علومو کې دوکتوراوې لري او په نړۍ کې تر دښمنو کړیو پرته د ( فکر سمندر) په نوم یادیږي.

دواړو جهتونو ته په یوه سټېج، یوه اندازه وخت، پروټوکول، توجه، مساوات او د دلیل فرصت ورکول د غېر سیال کس لپاره فرصت او د سیال لپاره د شخصیت د داو مانا لري. د ولسمشر غني د مقناطیسي او کاریزماتیک شخصیت شتون په خپله عبدالله عبدالله ته پروټوکول او د ده هومره د ارزښت ورکولو په مانا دي.

ډاکټر عبدالله جدال مزاجی، جدال پلوی او د دلیل د قوت له شدته د محرومیت له امله جدال پرستی مناظر یا ویناوال دی. په رواني لحاظ دا هم ثابته ده، کله چې دلیل ختم شي، خشمګین حالت په مقابل لوري باندې د قابض کېدو ظهور کوي. له ډېرې پخوا زمانې د مناظرې دغه اړخ  په یو نا یو ډول د مناظرې له یوه بحث او یا په ټوله کې له مناظرې څخه د تېښتې لپاره هم وي. غني په فزیکي لحاظ له مناظرې ډډه وکړه، عبدالله عبدالله په خپل شتون کې هغه څه ونه شوای کړای، کوم چې ده ثابتول غوښتل.

عبدالله په مناظرو او بحثونو کې یوازې ټوکې کوي، ډېر جدي مسایل غېر جدي کوي/ګڼي، دا د سیاسي وقار خلاف کار ګڼل کیږي، هېڅ اکېډمیک عمل نه دی او دغه چاره د دلیل پر سټیج ګنجایش نه لري.

مناظرې ته د ولسمشر غني نه ورتګ په هېڅ دلیل او حتی د عبدالله د نژدو پلویانو په فکر هم د هغه په کم علمۍ او د بحث او دلیل په نه لرلو دلالت نه کوي، دغه مهال عبدالله عبدالله یوازې پرېښودل هم یوه سیالي او لوبه وه، چې ولسمشر وکړه.

عبدالله عبدالله د خلط مبحث (د بحث د ګډوډلو) پلوی ویناوال دی، چې همدا چاره له اره د مناظرې حیثیت او هدف بل لور ته بیایي، چې په دغه رنګ، رنګ شوی حالت مناظره نه شي بلل کیدای.

ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشر غني د کاریزماټیک شخصیت او ده ته له ولسمشر سره د مناظرې په پروټوکول ورکولو سره هغه چانس پېدا نه کړ، کومې چې په تضاد کې ښې ذهین نشینې کېدای شوې، ده هغه خبرې ونه شوې رسولای، کومې چې یې د غني د شخصیت په په رنګ کې رسولای شوې. د عبدالله عبدالله بحث ده ته د مناظرې په نسبت هېڅ ګټه ونه رسوله، په تکرار رنګ خبرې یې آن له خولې سره نورې عادي شوې دي او خلک پوهیږي، چې څه وايي.

دوی یوازې یو مشترک ټکی سره لري او هغه دا، چې دواړه د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دي، دا مشترکات اوولس دي او د عبدالله هغه سیالان یو څه داسې حالت رامنځ ته کولای شي، چې موږ یې مناظره وبولو . بیا شاید ولسمشر غني د یوه اورېدونکي په حېث مناظره واوري او بس!

زموږ عنوان (په مناظره کې شکست خوړلی، که بریالی غني؟) په اصل کې زموږ له ټولې لیکنې سره متضاد دی اما کله چې د سیالانو د سیالۍ یوه پوړۍ واټن هم پېدا شي، کله چې اصول مات کړای شي، کله چې ثالث (په نن زمانه کې رسنۍ) طرف خپل کړي، نو دغه مهال د اصولو پابند خلک په دې ښه ښکاري، چې اصل ته پام وکړي او جزوي شی د کلي هغه په نسبت کمتر وګڼي، یانې مناظره تر انساني عهدونو او اصولو مهمه نه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply