له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د همکارۍ ژوندۍ بېلګه

0 736

محمدبشیر یوسفزوی-

د غزني د اندړو شېراحمد خان [دا یې اصلي نوم نه دی] چې خپله رنځوره نګور یې کابل ته د درملنې لپاره راوړې وایي چې د ماسخوتن له لمانځه وروسته ښه ناوخته شپې مهال به یې د موټرسایکل غږ ترغوږ شو، چې بام ته وختم، نو موټر سایکل د جومات وره سره ولاړ وو. دا کار به په اونۍ کې دوه درې ځله د شپې ناوخته تکرارېده.

بله ورځ مې د جومات ملا صاحب نه پوښتنه وکړه، هغه ځان ناګاره کړ او ژر یې خبره په  بله واړوله، ملا زما له دې پوښتنې سره ناراحته شو. د ملا ناراحتۍ زما شک او اندېښنه زیاته کړه، بله ورځ چې د ولسوالۍ بازار ته تلم، نو له امنیتي کارمند سره مې دا موضوع شریکه کړه، خو دا مې ورباندې شرط او شرعي کړه، چې خبره به یوازې زما او ستا ترمنځ وي، په دې کې زه کومه بله مدعا او مطلب نه لرم، یوازې د خپل کلي او جوماتوالو د خوندیتوب اندېښنه راسره ده.

یاد کارمند خپله شمېره  راکړه او راته کړه یې، هر وخت چې دا کسان راغلل، نو موږ ته غلنی خبر راکړه، ستا له  زنګ څو شیبې وروسته به موږ در ورسېږو. دا ځل نو ویښ ورته ناست وم چې د موټر سایکل غرهار مې تر غوږ شو، نو زنګ مې ورته وکړ چې خلک بیا راغلل. ښایسته شیبه وروسته مې چې کتل دوه د پولیسو موټر چې شنه څرانه یې ځل او بل کېدل را ورسېدل، د جومات مخې او څنګ ته ودرېدل. د موټرو له لیدو سره په موټرسایکلو راغلي کسان په دېوال اوښتي او تښتېدلي وو، مګر له پلټنې وروسته د جومات ملا، د تښتېدلو کسانو موټر سایکل، مخابره او چاودېدونکي توک او درې میله وسله چې یوه کلاشینکوف او دوه تومانچې وې امنیتیانو له ځانه سره یووړل.

سبایي د کلي سپین ږیري ولسوالۍ ته لاړل په څه عذرونو او ضمانتونو یې د جومات ملا اماما را خلاص کړ ، مګر له هغې شیبې وروسته بیا نه موټرسایکل او نه هم کوم مشکوک کس زموږ په کلي او جومات کې ولیدل شول او له دې سره زما هم غوږونه ارام او زړه ډاډه شو، نو که تاسو هم غواړئ چې خپل کلی او جومات له دغسې شر او شوره وژغورئ، نو مشکوک خلک تعقیب کړئ او په اړیه یې امنیتي او کشفي ارګانونو ته معلومات ورکړئ. دا یې هم اسانه او هم خوندي لاره ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply