د سلمان خان ۲۱کلنه قضيه

سرخط

0 570

څو کاله وړاندې خو به مو د هندي سېنما د وتلي ستوري سلمان‌ خان د هوسۍ وژلو په تړاو د هغه دوسیه اورېدلې وي، د هوسۍ وژلو په تړاو هغه ته ۲۱ کاله وروسته هم د مرګ ګواښوونه کېږي.
د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې، پر فېسبوک د محصلانو له یوې فېسبوک‌پاڼې هغه ته ګواښوونه شوي چې له قانونه پورته نه ‌دی او په دې قضیه کې به حتماً یوه ورځ ووژل شي.
پر فېسبوک د هغه پر انځور سرې کرښې را کښل شوي او ورسره لیکل شوي، سلمان خانه ته فکر کوې چې د هند له قانونه هم لوړ یې، خو بشنويي برادري او سوپو پارټي به تاته حتماً د مرګ سزا درکړي، ته د سوپو محکمې ته مجرم یې.
په ورته وخت کې د راجستان یوې محکمې د هوسۍ د ښکار په قضیه کې د نه حاضرېدو له امله اخطار ورکړی او ویلي يې دي چې که هغه دا ځل حاضر نه ‌شي، ضمانت به یې منسوخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هندي سېنما دا وتلي ستوري ۲۱ کاله وړاندې په راجستان کې د یوه فلم انځور اخيستلو پر مهال د دوو هوسیو د ښکار په تور پرې په ډېرو محکمو کې قضیې ثبت شوې وي، ځکه د دې ایالت کسان د هوسیو ښکار خورا بد ګڼي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply