دروغجن له دې لس (۱۰) لارو وپیژنئ!

0 617

۱. دروغجن انسان له پوښتنې ډیر ویریږي، او کله چې ترې عادي پوښتنه کوئ نو دا به فکر کوي، چې راباندې پوه شوی به وي. همدرانګه دروغجن ستاسو د پوښتنې ځواب په ډیر تفصیل سره درکوي. د مثال په توګه ستاسو د پوښتنې ځواب به لنډ وي، خو دې به هڅه کوي تر څو په ډيرو خبرو سره ستاسو پوښتنه ځواب کړي، دا کار ځکه کوي تر څو پرې باور وکړئ.

۲. دروغجن انسان په خبرو کې ځینې جملې ډيرې تکراروي او یوه خبره څو ځله کوي.

۳. دروغجن انسان په خبرو کې ډیر قسمونه کوي، یعنې په ټولنیزه توګه دروغجن قسمخور وي.

۴. د دروغجن انسان په څیره کې ځانګړي تغیرات لیدل کیږي، دا تغیرات په یوه ثانیه کې بدلیږي را بدلیږي، او د تغیراتو پیژندل آسانه هم نه دي یو څه ځیرکتیا او تجربه غواړي.

۵. د ارواپوهانو په اند، دروغجن انسان ډیر ځله په ناڅاپي توګه تیزې خبرې پیل کړي او بیا د خبرو په منځ کې ورو شي.

۶. رښتینې شخص ته چې د کیسې تفصیلات وریاد شي، ښي لور ته ګوري، یعنې د سترګو ګاټي ښي لور ته کږوي، او دروغجن سترګې چپ لور ته کږوي.

۷. دروغجن انسان د دروغو ویلو پر مهال اخوا دیخوا شیانو ته ګوري، یعنې د دروغ ویلو پر مهال تاسو سره خپلې سترګې نشي مخامخ کولی.

۸. د دروغو ویلو پر مهال د دروغجن انسان لیاړې کمیږي، او په تکلیف سره د غاړې د لوند لرلو په نیت لیاړې تیروي او دا نښه په غاړه یا مرۍ کې لیدل کیږي.

۹. دروغجن انسان ډير ځله د دروغو ویلو پر مهال خولې کیږي او نشي کولای له خولو نه ځان وژغوري.

۱۰. د دروغجن د لاسونو او پښو حرکت هم تغیر کوي، لکه غوږ یا څټ ګروي، خو دا حالت کله کله د ځینو نورو عوارضو له امله هم رامنځته کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply