غلا او فساد

خوشال خلیل

0 942

زموږ په وطن کې ټول د غلا او فساد نه شکایت کوي، ولس ډېر کله ځوانانو ته سترګې نیولي وي چې ځه دا طبقه خو په غلا روږدې نه ده او که چارې ور وسپارل شي ممکن غلا ورسره کمه شي، خو کله چې تعلیم یافته ځوانان وګوري چې د یو منصب په ترلاسه کولو د سترګو په رپ کې شتمن شي اوغلا کوي، نو ولس ناهیلی شي.
په جزايي حقوقو کې غلا دې ته ویل کېږي چې د نورو له رضایت پرته د هغه مال واخلي یا په بله ژبه د یو چا له باور، جهل، ناپوهۍ او غفلت نه په استفادې د هغه مادي یا معنوي مال په خپل نوم کړل شي دې ته غلا وايي.
پوښتنه داده چې اخر یو انسان سره له یو لړ ټولنیز منزلت چې لري یې بیا نو ولې غلا او فساد ته مخه کوي، د روان پوهنې او ټولنپوهنې په رڼا کې دې پوښتنې ته لاندې ځوابونه ویل شوي دي.
اول، عاطفي فقر: هغه ماشومان او ځوانان چې په یوې پاشلې کورنۍ کې را لوی شوي وي، د مور یا پلار مرګ یې دوی له یو لړ ټولنیزو بې عدالتیو سره مخ کړي وي او عاطفي ضربه یې لیدلي وي، دا خلک ډېر کله په خفګان، انزوا او ګوښه توب کې ژوند کوي او داسې خلک د نامناسبو کړو وړو لپاره کافي ظرفیت لري.
دویم، ناکامي: کله چې یو شخص د مادي یا معنوي هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راشي یا خنډ ورته واچول شي او خپلې موخې ته ونه رسېږي، نو دغه راز رواني حالت ممکن دا شخص نامناسبو کړو وړو او غلا ته را کاږي.
درېیم، حسادت: کله یو شخص د نورو اجتماعي او اقتصادي منزلت ګوري او دی چې خپل ټول امکانات سنجوي نشي ور رسیدلی او سیالي ورسره نشي کولای، نو دغه حسادت او کینه یې غلا ته راکاږي تر څو د ژر شتمن کېدو له لارې هغوی سره ځانونه سیال کړي.
څلورم، لټي او راحت طلبي: د غلا اصلي علت روحي رواني حالت دی، کله چې یو فرد زیات هڅاند او تکړه نه وي هڅه کوي چې له لنډې لارې خپل ځان او کورنۍ له اقتصادي پلوه پورته کړي او د خوارۍ او زحمت له ګاللو پرته شتمن شي. دا ډول راحت طلبي او لټي ددې سبب کېږي چې دا ډول افراد د چلبازانو، جعلکارانو او تقلب کارو ډلو او بانډونو سره یو ځای شي او د غلا داسې حرفوي ډلې جوړې کړي چې ژر ژر شتمن شي.
پنځم، د ماشومتوب تجربې: د ماشومتوب بد دوران او ترخې تجربې هم کېدای شي له یو شخص نه د ټولنې ضد سړی جوړ کړي. اکثره غله که تاسې وګوری حتا تعلیم یافته غله به له ټولنیز پلوه ډېر بې ادبه، لچک او سپکوونکی کړه وړه لري او تل به د قانون له ماتولو خوند اخلي. دوی حتا د نورو له ځورولو، حتا له نورو څخه په زور او تشدد د مال اخیستو څخه خوند اخلي، دوی چې کله دغسې ناوړه کارونه کوي ذهن او فکر کې ورګرځي چې له دغې ناعادلانه ټولنې خپل غچ اخلي او هیڅ یې چورت نه خرابېږي او کوم څه چې ترلاسه کوي فکر کوي دې کې دده حق و او خپل حق یې اخیستی دی.
پنځم، ځانښودنه او انانیت: ځیني ځوانان خپلو نورو سیالانو ته د قدرت، کاکه ګي او ځوانمردۍ د ښودلو لپاره غلا کوي چې بیا هغوی ته خپل ځان مهم او ارزښتمن وښيي او خپلې ډلې ته ووايي چې که دی نه وي د دې ټولو کار خراب دی. ځکه اکثره ځوانان چې ګوري نور همزولي یې پریمانه پیسې لګوي او دوی سره جیب کې څه نه وي، دغه حالت یې ژر ټولنیز انحراف ته راکاږي. ممکن نور رواني علتونه هم ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply