Browsing Tag

خوشال خلیل

د ملي بيرغ ورځې په پلمه څو خبرې

د ملي بيرغ ورځ ده، پدې پلمه څو خبرې را يادې شوې. ملي بيرغ تر هر څه وړاندې د ملي هويت او ملي یوالي يا ملتپالنې نښه ده او ټول هغه خلک او ډلې چې دا بيرغ نه مني، معنا په اوسني افغانستان او يووالي باور نلري، لنډه دا چې افغانان ندي. تر دې…

د بهرني پوځیانو وتل، هم تهدید دی او هم فرصت

بالاخره د امریکا ولسمشر جوبایډن له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرې وکړې او له افغانستان څخه یې د ټولو ځواکونو د ویستو پلان ورسره شریک کړ، ولسمشر غني هم په خپل تازه ټویټ کې ویلي چې د دې پلان په تطبیق کې یې د همکارۍ ژمنه ورسره وکړه او زیاته کړې…

طالبان د ناز لپاره ډېر کم وخت لري

اوس وخت کې طالبانو ته یو داسې طلایي چانس په لاس ورغلی دی که چېرې په نسبي توګه هم د پاکستان له نفوذ نه خپلواک عمل یعنې سیاست وکړي، ډېرې سیاسي لاسته راوړنې لرلی شي او په راتلوکي کې د افغانستان د سیاسي نظام غوښنه برخه جوړیدای او خپل جنګي هویت…

هغو ته چې د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي 

اول، خو هغه کسان چې له تېرو دوو کالو راهیسې یې طالبانو ته وزر ټپاوه او د ټول نظام او سیستم په سر یې د مسکو، قطر او اسلام اباد په پنځه ستوریزو هوټلو کې ظاهراً د سولې تر نامه لاندې په ټول هېواد معاملې روانې کړې وي او انتخابات یې نه منل، هیڅ…

غلا او فساد

زموږ په وطن کې ټول د غلا او فساد نه شکایت کوي، ولس ډېر کله ځوانانو ته سترګې نیولي وي چې ځه دا طبقه خو په غلا روږدې نه ده او که چارې ور وسپارل شي ممکن غلا ورسره کمه شي، خو کله چې تعلیم یافته ځوانان وګوري چې د یو منصب په ترلاسه کولو د سترګو…

د سولې د مخالفت او په اړه یې د پوښتنو تفکیک په کار دی

-/خوشال خلیل موږ افعانانو له تاریخي پلوه په بد حالت کې تل له مسائلو سره سطحي برخورد کړی دی، په افغانستان کې د نظام د انقطاع لوی دلیل همدا سطحي برخورد ګڼل کېدای شي. دا سطحي برخورد د بد نیت له امله نه دی شوی، د افغاني ټولنې هغه که د هر قوم…

اوسنی وضعیت او را روان وضعیت/ خوشال خلیل 

په تېرو اتلسو کالو کې د هرو انتخاباتو مخکې طالبانو ولس ته ګواښ کړی چې پام ټاکنو ته لاړ نشی، کنه وبه وژل شی، خو په عمل کې ولس هر ځل په ډېرې میړانې ټاکنو کې په برخې اخېستو د طالبانو امارات ته نه ویلي دي او جمهوریت یې تاييد کړی. نن هم…

د سولې په اړه څو غلط فهمیو ته باید متوجه اوسو

خوشال خلیل د سولې په اړه څو غلط فهمیو ته باید متوجه اوسو چې د ولسمشر سیاسي مخالفان ورنه ناوړه تبلیغاتي استفاده کوي. سوله یو عاطفي او احساسي موضوع ده او سیاسي مخالفان هڅه کوي د خلکو احساساتو نه په استفادې داسې وښيي چې ولسمشر سولې ته ژمن نه…

زما له نظره ملا د روانې غمیزې لومړنی قرباني دی/ خوشال خلیل

نن د ملا باره کې ډېر پوسټونه وشول، خو زما له نظره #ملا د روانې غمیزې لومړنی قرباني دی. زموږ دودیز ملایان خپلو جوماتونو کې ناست وي، یو چڼی چې هیڅ سبق یې نه وي ویلی ورته راشي ملا راکاږي ورته وايي ولي جهاد نه کوي ولي د جهاد غږ نه پورته کوې، بي…

که حوصله یې لری د غزني د جنګ په بهانه څو خبرې کوم / خوشال خلیل

اول، خو باید دا ومنو چې موږ لکه څنګه چې فکر کېږي له کمزوري دښمن سره نه یو مخامخ، د دې دښمن تر شا ستر قوتونه لکه ایران، روسیه او پاکستان ولاړ دي او ډېرې منابعې یې په اختیار کې دي او تر دې هاخوا داسې قوي ایډیالوژي لري چې حتا زموږ د فرد فرد تر…