هغو ته چې د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي 

خوشال خلیل

0 721

اول، خو هغه کسان چې له تېرو دوو کالو راهیسې یې طالبانو ته وزر ټپاوه او د ټول نظام او سیستم په سر یې د مسکو، قطر او اسلام اباد په پنځه ستوریزو هوټلو کې ظاهراً د سولې تر نامه لاندې په ټول هېواد معاملې روانې کړې وي او انتخابات یې نه منل، هیڅ حق نه لري، د ټاکنو په مشروعیت او نه مشروعیت بحث وکړي، ځکه دوی له اوله د ټاکنو په ضد دریځ درلود او د جي ایچ کیو نریټيف باندې روان و او دلته د موقت حکومت غوښتونکي و. دوی د خپل حرص په خاطر ځانونه د پردیو غېږ ته واچول او تر اخره یې له هرې وسیلې کار واخیست چې خلک په ټاکنو بې باوره کړي، د دوی او هغو طالبانو چې د رایې په مرکزونو یې بریدونه کول هیڅ فرق نشته بلکې تر هغوی لا خطرناک او مضر ثابت شول، ځکه طالبانو په انفجار او انتحار ولس په ټاکنو کې له ګډون منع کاوه، دوی بیا د ولس رواني امنیت ته صدمه رسوله او ولس یې په ټاکنو کې له ګډون منع کاوه، دواړه یو هدف ته کار کاوه.
دویم، ځیني قطر ته تللي سیاسیون او مدني فعالان او د خلیلزاد پخواني یاران او د هغوی فیسبوکي شاګردان په ټاکنو کې لږ ګډون پلمه کوي او وايي چې راتلونکی ولسمشر په څه کم یو میلیون رایو راځي او دا د ټولو استازیتوب نشي کولای. دوی ته باید وویل شي چې د افغانستان ډموکراسي له اروپا او نورو با ثباته هېوادونو سره مه مقایسه کوی، بلکې په افغانستان کې یې له نورو بدیلونو سره مقایسه کړئ. تېرو تاریخي تجربو او د قدرت په سر د تنظیمي مشرانو جنګونو ته په کتو په ۲۰۰۴ کال کې اساسي قانون جوړ شو چې له مخې یې افغانستان کې د قدرت د انتقال یوازینۍ لار انتخابات دي.
له انتخاباتو علاوه، په افغانستان کې د قدرت د انتقال درې نورې لارې شته او تجربه شوي چې اوله یې د حل اهل عقد شورا وه چې کابل کې سلګونه د مجاهدینو مشران راټول او استاد رباني یې د حکومت مشر وټاکه، اوس نو تاسې مقایسه وکړی چې دوه میلیونه خلک تصمیم ونیسي ډېر مشروعیت لري او که زر نفره.
د قدرت د انتقال بل میکانیزم، دا دی چې په کندهار کې دوه زره ملایان راټول شول چې اکثره یې د یو قوم او یوې سیمې خلک و، د ټول عالم اسلام لپاره یې امیرالمومنین او د افغانستان مشر وټاکه، اوس دا هم له دوه میلیون رایو سره چې د ټول افغانستان نه په کې خلکو برخه درلوده ډېر مشروعیت لري او که دوه زره ملایان.
د قدرت د انتقال درېیم، میکانیزم چې افغانستان یې ټوټې ټوټې کړ د جبل السراج معاهده وه چې اکثریت تنظیمي مشران راټول او په کابل راننوتل او له راولپنډۍ نه ورته مجددي صاحب د دوه میاشتو لپاره ولسمشر وټاکل شو، هغه ته به یې هم پوره ولسمشر نه وایه ممثل ولسمشر یې باله.
تر هغې هاخوا بل میکانیزم د کرزي صاحب لخوا نیغ نیغ کېږي چې دوه زره کسیزه جرګه باندې غواړي د حکومت مشر وټاکي او ددې جرګې ملاتړ به هم د افغانستان پاخه دښمن هېوادونه لکه ایران، روسیه او پاکستان کوي.
اوس، همداټاکنې او همدا میکانیزم چې نن یې له مخې د ابتدايي پایلو په اساس اشرف غني ګټونکی دی، دا به ډېر مشروعیت لري او که ددوی فرمایشات. دلته نورې ټولې نسخې ناچله شوي او د قدرت د انتقال همدا یوه لار ده او هغه ټاکنې دي، اوس که خیر و حکومت جوړ شو، باید اول کار یې طالبانو سره د ټول ملت په استازیتوب د سولې خبرو پیلول وي چې لومړی دا جنګ او د سولې په نوم پروژې بس او یوې دایمې سولې ته ورسېږو، دا چې د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي دوی ویره لري که سیستم او نظام جوړ شي بیا به د دوی د سیاسي کړو وړو او رفتار مشروعیت تر پوښتنې لاندې راشي او د قانون تابع به شي، نو سر له اوسه اوبه خړوي. ملت خپل تصمیم نیولی او په دومره بدو شرایطو کې راووتل چې اصلا مخالفانو او د جي ایچ کیو تیورسنانو هیڅ فکر نه کاوه چې څوک دې خپل ژوند خطر کې واچوي، خو ولس دا کار وکړ. د ولس ارادې ته باید احترام وشي نه دا چې پرې ملنډې ووهل شي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply