د سولې په اړه څو غلط فهمیو ته باید متوجه اوسو

0 705

خوشال خلیل

د سولې په اړه څو غلط فهمیو ته باید متوجه اوسو چې د ولسمشر سیاسي مخالفان ورنه ناوړه تبلیغاتي استفاده کوي.
سوله یو عاطفي او احساسي موضوع ده او سیاسي مخالفان هڅه کوي د خلکو احساساتو نه په استفادې داسې وښيي چې ولسمشر سولې ته ژمن نه دی، د ولسي احساساتو یوه څپه رامنځته کړي او بیا په دې څپه سپاره او مطرح شي.
اول، اصلا د سولې جدي بحث او اړتیا همدغه ولسمشر میدان ته را وغورځوله او خبره دې حد ته راغله چې حکمتیار راغی، اوربند وشو، بین المللی کنفرانسونه وشول او سوله د افغانستان د بهرني سیاست په اجنډا کې لومړی خبره شوه چې له اندونیزیا نیولې، تر سعودي عرب او اسلامي کنفرانس په هر ځای کې د بحث موضوع شوه.
دویم، د سولې پروسه لا پيل شوې نه ده، پیلېږي هغه وخت چې کله دواړه لوري مخامخ د مذاکراتو میز ته کیني بیا پوهېږو چې څوک د سولې مخالف او څوک یې موافق دی، اوس نو قضاوت تر وخت مخکې دی.
درېیم، کله چې د سولې پروسه پيل شي مطلب مذاکرات شروع شي، بیا نو لږ تر لږه شاید یو کال یا تر هغې لږ وخت وغواړي چې یوې موافقې ته ورسېږي، په قطر کې مو له امریکایانو سره د طالبانو اوږده بحثونه ولیدل او حکمتیار سره هم دغسې اوږده او د میاشتو میاشتو بحثونو نه وروسته مذاکرات پيل او توافق ته ورسیدو.
څلورم، کله چې توافقات وشي، بیا نو لږ تر لږه پنځه کاله وخت په کار دی چې د توافق نامې مواد تطبیق شي، لکه د جنګیالیو بیا ادغام، د کډوالو راستنول، د جنګ قربانیانو ته رسیدګي او د ویجاړو شویو کلیو بیا ابادي او بیا میشتیدنه.
پنځم، ولسمشر کله کله دا هم وايي چې سوله ممکن یو کال کې راشي، خو اجتماعي سوله لس کاله وخت نیسي، اجتماعي سوله څه ده؟ په تېرو جنګونو کې کرکې، عقدې او تربکنۍ او دښمنۍ پیدا شوي دي، د دغو تربکنیو له منځه وړل او د یو بل زغمل او په سوله کې اوسېدل لږ تر لږه لس کاله وخت نیسي، که د پښتنو دود او دستور ته وګورو پښتانه سل کاله بعد هم د غچ اخیستو انګیزه لري، نو موږ په دې حساب لس کاله هم کم بللی شو چې ټول کدورتونه او تربکنۍ محوه شي.
ولسمشر کله کله په نړیوالو کنفرانسونو کې د سولې په هکله کله یو کال، کله پنځه او کله لس کاله یادوي او مخاطبان یې هم نړیوال او د سولې متخصصان او د بین المللي ادارو مشران وي، دلته د ولسمشر له خبرو نه یوازې هماغه یو نقل قول راخیستل کېږي او تر دې مخکې او وروسته خبره ترې قطع کوي او دلته ورنه د ځان په ګټه منفي تبلیغات جوړوي، نو د ولسمشر د خبرو اساسي هدف ته نه ګوري چې هغه دا خبره په کوم ټکس او کانټکس کې کړې ده، د ولسمشر سیاسي مخالفان په دې خبرو چې ما وکړې ښه پوهېږي، خو دا چې اکثریت خلک په دومره جزییاتو د سولې پروسې نه خبر نه دي، یا دا تخصصي خبرې دي، نو دوی ورنه ناوړه استفاده کوي او د خلکو احساسات را پاروي. دوی په دې توګه په لوی لاس د سولې په پروسه کې د طالب منطق ته غیر مستقیم کمپاین کوي، نو هیله ده چې هر مفهوم او هره جمله په دقت واوریدل شي او بیا قضاوت وشي او پرېنښودل شي چې د سولې له موضوع نه سیاسي ډلې، کاندیدان او نور ناوړه ګټه پورته کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply