د افغانستان مهم سوداګریز بندرونه

داوود نیازی

0 2,739

لومړی د اقینې یا اګین بندر:

دا بندر د اندخوي د ښار څخه 35 کیلو مټره واټن لري چې له ترکمنستان هیواد سره یو ډير مهم سوداګریز بندر دی چې له دې لارې افغانستان اسیايي او اورپايي هیوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه کوي.له ترکمنستان سره په کال 1887 کې سرحد ټاکل شوی دی.که په تاریخې لحاظ اسیايي هیوادونو او اورپايي هېوادونو سوداګریزو اړیکو ته نظر وکړو نو د وريښمو یوه لار له همدې مسیر څخه تیری ده چې د بارتر سیستم له مخې اموال تبادله کیدل چې هلته د کمیساری په جوړیدو سره ګومرکي اموال تبادله او د بخار په نامه یاد و. خو کله چې په روسیه کې اوښتون رامینځته شو نو د دواړو خواوو پرمخ وتړل شه خو په کال 1371 لیږدیز کې یو ځل بیا له ترکمنستان سره دا لار پرانستیل شوه خو اوسمهال د ګومرک تر څنګ یو شمیر نورې ادارو او شرکتونو خپلې څانګې پرانیستي او له دې بندر څخه وارداتي توکي عبار ت دي له : خوراکي مواد، نفتي مواد، طبی دواوې ، عراده جات او هغه هیوادونه چې ایران، چین، ترکیه، امارات متحده عرب، آلمان ، روسیه ، اندونیزیا، مالیزیا، کوریا، جاپان و ترکمنستان وارديږي. په همدې ډول صادرات عبارت دي له : کرنیز او حيواني محصولات ،قالینې،قره قول پوستکي، پسونو کولمې، کنجد، شیرین بویه ، اوستوق، ممیز، چهار مغز او بادام د هیواد د سوداګرو له خوا ایران، ترکیه، فنلند، روسیه او عربستان صادریږي.خو د ژمي په موسم کې ډیری وخت ستونزې لري خو د اوړي په موسم کې ترې هر وخت ګټه پورته کیدای شي.

دویم حیراتان بندر:

دا بندر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د بلخ ولایت په شمال کې پروت دی چې د هیواد له مهمو بندرونو څخه ګڼل کيږي.چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحد د امو سیند جوړ وي ټول ټال 137 کیلو متره سرحد دی او په کال 1982 کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستي پل د شوروري اتحاد په وسیله جوړ شو چې افغانستان یې له مرکزي اسیا ،روسیې او چین سره وتړه. شوروي اتحاد په کال 1983 څخه 1984 کال پورې یو څلویښت زریزه ښارګوټې هم جوړ کړو دا لار په تیرو جنګونو کې امن ترینه لار  وه د حیراتو کچه له بحر څخه 300 متره ده چې هوا يې ګرمه او لقمه په نامه کبان په کې پیدا کيږي چې د هیواد له مهمو بندرونو څخه ګنل کيږي .په دې وروسیتو کې چې زموږ اړیکې له پاکستان سره په نسبي ډول خرابې شوي نو له دې بندر څخه ډیر کار اخیستل کيږي دا بندر ددې ترڅنګ چې ریل لیکه هم لري چې دا دویمه لیکه 15 کیلو متره د ازبکستان له ترمز څخه د حیراتانو پورې اضافه کول او بیا وروسته دامو د سیند پورې په مدې ډول د دوستې تر پول پورې ادامه پیدا کوي. چین هیواد څخه لومړی سوداګریزه محوله هم د اوسپنې لیکې د حیراتان بندر څخه صورت ترسره شول چې د هیواد لپاره ډيره مهمه مسله ده. چې په هیواد کې د بیکاری او امینت په تامین کې مهم واقعې شي.

دریم د ای خانم بندر:

دا بندر په تخار ولایت کې دی افغانستان له تاجکستان سره نښلوي،دا بندر د طالبانو سره د جنګ په وخت کې شمال ټلوالۍ له خوا تاسیس شوی و خو تراوسه د هیواد له مهمو بندرونو څخه نه ګنل کيږي، چې بنسټیزه ستونزه یې دا ده چې دا بندر پل نه لري ددې تر څنګ د تګ راتګ لارې هم مناسبه نه ده سړکونه هم نه دی جوړ خو کله چې سوداګر وغواړي نو خپل توکي د بیړیو له لارې د امو له سیند څخه بلې غاړې ته وړي او یا یې هم راوړي له همدې کبله عواید هم ډير کم دی ،خو اوسمهال دا بندر له سقوط سره مخ دی چې د هیواد شمال ختیزو بندرونو څخه ګڼل کيږي ددې بندر په رغولو سره به د هیواد اړیکې له منځنۍ اسیا سره نورې هم پیاوړې شي.

څلورم  شیر خان بندر:

دا بندر د هیواد په شمال ختیز کې دی چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پروت دی د شیر خان بندر او تاجکستان ترمنځ د امو لوی سیند پروت دی چې د پنچ پل په وسیله ټړلی دی. شیر محمد ناشر د خروټو د قوم یو لوی خان او قومی مشر و چې د افغانستان په تاریخ کې د شیر خان په نامه مشهور دی. له هغې وروسته چې بچه سقاو د نادر خان له لاسه ماتې خوري نو د شیر خان په مشري ځواک یې د شمال په لوري حرکت کوي تو څو یاغیان وځپي او شیر خان د تاجکستان تر پولو ځان رسوي. نادر خان د ثبات لپار فرمان ورکوي ترڅو شیر خان هملته دایمې اووسي. شیر خان په کال 1309 هجري شمسي په کندوز کې والي مقرر شو چې وروسته لوی ځمکوال او پر ځواک شخص وګڼل شو. د شیرخان زوی غلام سورو ناشر په قندوز کې شیرخان بندر، د پنبو له دانو څخه د غوړیو جوړولو فابریکه یا سپین زر شرکت،سپين زر هوټل او موزې تاسیس کړی. شیرخان د محمد ظاهر شاه بابا د کاکا هاشم خان له خوا ووژل شو.

چې دې د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ ډيرې اسانتیاوې رامینځته کړي چې هر ورځ ډير خلک سوداکر او سوداګریز توکي سره تبادله کيږي.

پينځم تورغونډۍ بندر:

دا بندر افغانستان له ایران ،ترکمنستان او قزقستان سره تړي ،دا بندر د ملت بابا محمد ظاهر شاه له خوا په لومړنۍ بڼه جوړ شو چې د هیواد په هرات ولایت کې موقعیت لري ازبکستان سره اوسمهال ډيری سوداګري د اقینې بندر له لارې صورت نیسي چې په دې وروستیو کې د تورغنډۍ بندر د ظرفیت د لوړونې لپاره هم لارښونه شوی ده د هیواد لپاره ډير مهم سوداګریز بندر دی چې افغانستان د ترکمنستان له لارې اذربایجان او د هغې لارې اروپا سره تړل  کيږي چې د لاجوردو لار يې هم بولي.

د ترکمنستان له سرهتیاب څخه د تور غونډی تر ښاره د لسو کیلو مترو په اندازه د شوروي اتحاد له خوا جوړه شوی وه.او تر کال 2007 پورې هماغې پاتې وه. له تور غندی څخه تر هرات تر هوايي ډګره د اوسپنې د لیکې تخنکي او اقتصادي سروي پیل شوی چې 200 کیلو متره دی او پیسې د اسیا پرمختايي بانک ورکوي کانادايي شرکت مخ ته وړي.

شپږم  اسلام قلعه بندر:

دا سیمه د کافر قلعه په نامه هم یاديږي چې د افغانستان غربي ولایت په هرات کې موقعیت لري او سرحد له ایران هیواد سره دی دا یو رسمي سرحد دی چې د ایران د تایباد له سیمې افغانستان ته راداخلیږي اسلام قلعه د کوهسان ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د اسلام قلعه د لویې لار په وسیله د هرات ولایت له ښار سره تړل کيږي او د افغانستان او ایران تر منځ سود اګري هم له همدې لارې ترسره کيږي دا بندر د افغانستان او ایران ترمنځ وجود لري چې ډیری خلک له همدې بندر په وسیله تګ راتګ کوي اسلام قلعه کوچنۍ کلي لري چې د کلاته تاجیک ها او کلات پربز او قدوس اباد یاديږي ،قدوس اباد یو ښارګوتې دی چې هرات ته د راتګ لیکه جوړوي. چې د کهسان په ولسوالۍ پورې اړه لري چې هوایې هم مناسبه ده.

اووم بندر ابونصر فراهی:

دا بندر افغانستان له ایران سره نښلوي ، ټول مساحت یې زر متره مربع دی او د 4001 زره متره مربع په کې بنسټونه جوړ دي  چې 8/5 میلیارده ریالو باندې د ایران حکومت له لوري جوړ او هر کال 100 میلونه افغانۍ عاید لري.

عواید این بندر سالانه بیشتر از 100 ملیون افغانی است.

اتم  د نیمروز د وريښمو د پل بندر:

دا بندر د نیمروز په ولایت کې موقعیت لري ددې بندر له لارې ایراني اموال نفت،کیمیاوي سرې، ګچ، سمنټ، اوسپنیز ګاډر، خوارکي مواد،لبنیات او نور وارديږي. چې بندر عباس څخه 1500 کیلو متره واټن لري.

نهم سپين بولدک :

دا بندر د قندهار ولایت په سویل کې پروت دی چې له کويټې سره قندهار نښلوي چې هغې خوا ته یې چمن بولي او دی خوا ته یې سپين بولدک بولي. په کال 1891 کې برطانیه استعماری حکومت غوښتل چې د هندوستان اوسپنۍ لار را داخله کړي خو د سیاسي لاملونو له وجې بریالي نه شول.

لسم بندر غلام خان :

دا بندر د خوست ولایت کې موقعیت لري دا بندر د ټرانزیټ ټول معیارونه پوره کړي دی چې خو رسمی ډول ټرانزیټ شوی نه دی. دا بندر د نورو بندرونو په نسبت لنډه واټن لري.

یوولسم تور خم بندر:

تور هغه سیمه ده چې لر او بر پښتانه سره د ډیورنډ په نا منلی کرښی سره بیلوي چې ننګرهار ولایت له پيښور ولایت سره تړي چې ددې دواړه خواوو خلک پښتانه دی چې هر ورځ ترې زرګونه خلک تګ راتګ کوي په دې بندر کې دوه لارې شتون لري یو قانوني لار ده او بله غیرې قانوني چې غیری قانوني لار د اوښانو په لار یاديږي چې مسافر او سوداګر له دواړو لارو کار اخلي چې ډيری وخت ویزې یا پاسپورت ته اړتیا نه لیدل کيږي چې وروستي د نښلولو ټکی هغې خوا ته د خیبر تنګی او دی خوا ته شمشاد غر جوړ وي . هوا یې ګرمه ده په اوړې کې خو په ژمي کي متعدله د تګ راتګ لپاره ډیره مناسبه چې د بحر له سطحې څخه 1066 متره لوړ دی.دا بندر ننګرهار ولایت ختیز ته پروت دی چې د هیواد له مهمو بندرونو څخه ګڼل کيږي دا چې افغانستان په وچې پورې تړلې هیواد دی نو دا بندر اقتصادي هم ډير زیات مهم دی ځکه دا بندر د هیواد مرکزي او شمالي سیمو ته تر ټولو نژدي دی.په همدې ډول یو شمیر غیرې رسمې لارې هم شته چې په کنړ ولایت کې ،په همدې ډول په پکتیا کې د انګور اډه او په همدې ډول برمل ولسوالۍ او یو شمیر نورې لارې هم شته چې رسمې بڼې نه لري.

سیمه ییز بندرونه : 

واګه بندر:

دا بندر د پاکستان په پنجاب کې موقعیت لري چې هم سړک او هم د ریل ټرانزیټ لري چې دا د پاکستان د لاهور او د هندوستان ارمیتسر سره نښلول شوي دي دا بندر 24 کیلو متره له لاهوره او 32 کیلو متره له ارمیتسر څخه واټن لري دا چې دې ته ولې واګه وايي هلته د یوه کوچني کلي نوم واګه ده.او دا بندر په 1947 کال کې کله چې هندوستان په پاکستان سره بیل شول دا بندر مینځته راغلو.

چاه بهار بندر:

چاه بهار بندر د ایران هيواد په بلوچستان ایالات کې موقعیت لري ، چا بهار بندر 14 زره هکتار مساحت لري چې په شمال کې منځنۍ اسیا او افغانستان ، ختیز کې پاکستان او سهیل کې د هند سمندرګي سره تړلی دی. په لویه پیمانه د لويو بیړیو چلونې وړتیا لري اوسمهال په دې بندر کې ډيره پانګونه ترسره کيږي چې په دې بندر کې به د بیړیو چلولو لپاره ځایونه، هوايي ډګر، منځنۍ اسیا پورې د ریل لیکه جوړه شي. دا بندر د منځنۍ اسیا هيوادونه (افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجیکستان، قرقیزستان او قزاقستان) چې وچې پورې تړلي دي ډير ارزښت لري او دا هیوادونه به تر ټول لنډه لار ازادو اوبو ته پيدا کړي. د اقتصادي موقعیت تر څنګ دا سیمه ډيره تاریخې او طبیعي هم ده چې دد ې ښار هوا تل پسرلنۍ او معتدله وي نو ځکه ورته چاه بهار هم وايي.

د نړۍ له دریو د لیږد رالیږد لارو څخه دوه یې د ایران څخه تیريږي او چابهار به د ختیز او لویدیز ، سهیلي لار وي. ایران اوسمهال د اوبو له لارې سوداګري کې کمزوری دی یوازې د عباس بندر له لارې سوداګري ترسره کوی.

د چاه بهار ازاد سوداګریز زون ایران ته هغه موقې په لاس ورکوي چې ایران غواړي د منځنۍ اسیا او سهیلي اسیا او د فارس د خلیج ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ مرکز شي .چاه بهار د 2.5 میلونه ټن کلنې وړتیا لري او ایران غواړي چې دا ظرفیت 12.5 ته لوړ کړي ،ایران تر دې مهال 340 میلونه ډالره پانګونه په چابهار بندر کې کړې ده یوازې ایران نه ، ایران نور هيوادونه هم هڅوي تر څو په دې برخه کې پانګونه وکړي لکه افغانستان او تاجکستان، څو سړکونه جوړ کړي ، پايپ لایونو جوړ کړي، ریل لیکې جوړې کړي په همدې ډول ایران غواړي د هرات ریل پټلې تر منځنۍ اسیاپورې وغځوي له بلې خوا ایران هوکړه کړې چې د قرغیز برخه چې د ایران،افغانستان، تاجکستان ،قرغیزستان او چین سړک دی تمویل کړي او په تاجکستان کې د انزوب تونل هم تمویل کړی دی چې تاجکستان او چین ته لار ده او د ګران هیواد له شمال او لویدیز څخه تیريږي.

ایران هڅه کوي چې د چاه بهار ارزښت لوړ کړي افغانستان له منځنۍ اسیا سره ونښلوي چې دا ډيره ارزانه لار هم ده. په کال 2013 زیږدیز کې د ایران سفیر د افغانستان په اړه وویل کله چې چابهار بندر په کار پیل وکړو نو افغانستان به د منځنۍ اسیا له 14 هیوادونو سره ونښلول شي. ایران وار د مخه د چا بهار او افغانستان تر سرحده سړک جوړ کړی دی ،چې دا سړک د زرنج دلارام سړک سره وصل دی او د کندهار او هرات له عموم سړک سره یو ځای کيږي. چې له دځایه څخه به د هيواد نورو برخو ته توکي لیږدول کيږي.

چاه بهار د هندوستان لپاره هم ډير مهم دی ځکه هندوستان غواړي له افغانستان او منځنۍ اسیا سره اړیکې ولري او د اړیکې لاپسې پراخې کړي د دبندر له لارې هندوستان له افغانستان سره نښلول کيږي ، دا بندر د نیول شوي بلوچستان ګوادر سره ډیر نژدې پروت دی چې څه کم سل کیلو متره واټن لري چیرته چې چین غواړي 46 میليارد (دا مقدار ډیر دقیق نه دی ) پانګونه وکړي چې چا بهار به دا پروژه کم ارزښته کړي ،پاکستان او چین د هندوستان لپاره ډیر مهم سیالان دي او هند به د د بندر له لارې وکولی شي چې دواړه هيوادونه د هند په سمندر او خلیچ کې وڅاري ، د پاکستان په نشتون کې هند د چا بهار له لارې افغانستان، منځنۍ اسیا او روسې ته لار پیدا کړي ، منځنۍ اسیا  ته د هند لاس رسی پيدا شي، په همدې ډول د چین سریلنکا، بنګلادیش او مالدیف کې هم پانګونه کړی چې د چین رول په سیمه کې څرګندوي او هند غواړي چې د چین رول راکم کړي چاه بهار یې بدیل دی ، د هند لپاره د ازادې سوداګرۍ زون حلاص شي لویدیزې اسیا ته لار پیدا کوي په همدې ډول به د صادراتو په برخه کې هم پرمختګ وکړي ، د ټرانسپورټ لګښت به یې هم راکم شي او د اومه تیل او تازې میوې به ارزانه وارد کړي، له اروپا سره سوداګري ، اوس مهال هندوستان له سرې بحیرې ، سویس کانال او مدیترنۍ څخه ترسره کوي خو د چابهار له لارې ورته دریش یا څلويښت سلنه کم لګښت لري. په همدې ډول هند غواړي په مرکزي اسیا کې د بیمې ، بانکوالۍ، مخابرات، ټکنالوژې ،کرنه او درملو په برخه کې پانګونه وکړي او د هند لپاره ډیر مهم سکتور د تیلو او ګازو دی ځکه چې هند د انرژې له قلت سره مخ دی دا تر اوسه نه دي شوي چې یوه سبب د مخامخ لارې نه شتون و چې چا بهار سره به دا ستونزه هم ختمه شي په عربو سمندرګي د چین شتون د پاکستان د تقویت د ګوادر بند له لارې به هم د هند تر څار لاندې وي.

په همدې ډول زموږ لپاره هم ډیرې ګټې لري زموږ لپاره د پاکستان بدیل دی ، په همدې ډول له هندوستان سره زموږ نښلیدل، د افغانستان له لارې د هندوستان او منځنې اسیا اړیکې ،په هيواد کې د لويو لارو جوړول( زرنج دلارام تر چا بهاره،شمال ،لویدیز کې سړکونه)، د ریل لیکو( چاه بهار څخه تر بامیانو 900 کیلو متره ریل لیکه) جوړول او دې ورته د هيواد د سوداګرو ته اسانتیاوې ،صادراتو او وارداتو په برخه کې ستونزې له منځه تللو او یو شمیر نورې ګټې دي چې موږ له دې لارې ترلاسه کوو.

نو له پورتنیو څرګندونو څخه داسې معلوميږی چې چا بهار بندر یوازې د هیواد لپاره په سوداګریزه برخه کې نه بلکې په اقتصادي لحاظ هم ډیر ارزښت لري ددې بندر په فعالیدو سره به د هيواد اقتصاد ارزښت لاپسې لوړ شي موږ په مخامخ د هندوستان سره اړیکې ولرو چې د نړۍ اووم لوی اقتصاد لرونکی هيواد دی له بلې خوا به پاکستان اړخ ته کړی وي هغه تکیه چې موږ پرې د لسیزو راهسي لرله راکمه. هيواد به مو د سیمې او نړۍ له لویو هيوادونو سره وتړل شي چې دا به د هيواد په سیاسي ، اقتصادي او ټولینز حالت کې ژور بدلون راولي.

ګوادر بندر :

دا بندر د بلوچستان کې موقعیت لری چې دا بندر د عربو په سمندر کې موقعیت لري چې د کويټې له ښار څخه 728 کیلو متره واټن لري.700 کیلوټره له کراچۍ څخه او 72 کیلو مټره د ایران له چاه بهار سره واټن لري د فارس خلیچ په ختیز ته پروت دی چې عمان ته مخامخ دی چې له کال 1783 څخه تر 1958 پورې پرې واک درلود. خو په کال 1954 کال کې د امریکا ځمکه پيژندونکو ددې بندر سټراتيژیک ارزښت په وپيژنده چې د عمان تر واک لاندې و.خو په کال 2007 کې د پاکستان واک دار پرویز مشرف له خوا ددې بندر لومړني چارې 248 میلونو ډالرو پیل شوی.خو په کال 2015 زیږدیز کې پاکستان او چین په دی اړه د چین پاکستان دهیلیز جوړ کړو چې په هغې کې ګوادر باندې هم کار وشي او ورغول شي چې دا پروژه میلیاردونو ډالرو په اندازه ده.ګوادر څخه تر چمن پورې 825 کیلو متره دی.د ګوادر بندر افغانستان ته د کراچۍ بندر په پرتله ډیر نږدی دی

په سټراتیژیک لحاظ ګوادر بندر د کراچۍ له بندر څخه ډير واټن لري چې د هند او پاکستان په جنګ کې کراچی بندر هم د هندي ځواکونو لخوا ویشتل شوی و چې د لنډ وخت لپاره یې د کراچی بندر کړنې شنډې کړې وې.ګوادر بندر په بلوچستان کې موقعیت لري چې سیاستي ستونزه هم لري ځکه بلوڅ ازادي غوښتونکي یې مخالف دي او څو ځلې په چېنايي انجنیران بریدونه هم کړي دي چې کار په موقتی ډول له خنډ سره هم مخ و.دا یوه لويه پروژه ده له بله اړخه د بلوڅ د هوکړې نه شتون دا بندر نړیوال کیدل یو ستونزمن کار دی ددې تر څنګ په دی برخه کې داوسپنۍ لارې او صنعتي وړتیا او لږ پرمختللی سیمه ده.په همدې ډول د افغانستان سویل کې د دبندر او سویلي اسیا ته لار او په همدې ډول زمینه یې نه ده مساعده. په همدې ډول که اسیا پراختیايي بانک یوه ارزونه کړې ده چې که دا بندر جوړ شي نو د ازبکستان او ترکمنستان لپاره هم ګټور دی.

بندر قاسم خان بندر:

دا بندر د سندستان د بن قاسم ښارګوټي د مالیار ولسوالۍ په شمال کې پروت دی چې په کال 1973 د اګست د میاشتې په 25 نېټه د وخت لومړني وزیر ذولفقار علي بوټو په وسیله پرانيستل شو د جوړیدو انګیزه هم په سیمه کې د اوسپنۍ کمپنۍ نښلول و چې لومړني موخه یې د اسانتیا وو رامینځته کول او په همدې ډول د پاکستان د اوسپني میل ته د وارداتو راتګ و ددې تر څنګ د وارداتو تخلیه ځای رامينځته کړي . ددې بندر جغرافیاوي موقعیت له مخې ډیرمهمو لارو سره تړلې ده د ملي لارې څخه یوازې 15 کیلو متره 22 کیلو متره تر هوايي ډګره واټن لري ،په همدې ډول ریل لیکې ته هم ډیر نژدی دی چې د کراچی ښار کې ختیز لوري 35 کیلو متری کې پروت دی چې د پاکستان 35٪ سلنه کارګو له همدې لارې ترسره کيږي چې د عربو د سمندر په سواحلو کې موقعیت لري چې د کراچی له قاسم بندر د پاکستان له ډیر بوختو له بنادرو څخه ګڼل کيږي چې د پاکستان 90سلنه بهرنۍ سوداګري له همدې لارې ترسره کيږي.ددې بندر ټول مساحت (49 km2) دی. چې ډیری صنعتي زونونه په کې شتون لري چې د پاکستان 80 سلنه موټرو صنعتونو همدلته دي چې دوه صنعتي زونو نو ته مخامخ اوبه ورکوي.قاسم بندر او تورخم تر منځ واټن 1390.8 کیلو متره دی.1390 کیلو متره تر تورخمه.

کراچی بندر :دا بندر د سویلي اسیا له مهمو بندرونو څخه ګنل کيږي چې ډیر بوخت بندر هم دی د هیواد 60 سلنه کارګو له همدې لارې ترسره کیږي 25 میلونه ټونه هر کال وړتیا لري.او د سند ایالات په کراچۍ ښار د کامري او صدر د ښارګوټو په منځ کې موقعیت لري چې کاروباري سیمو او صنعتي سیمو ته نژدي دی . جغرافیاوي موقعیت یې ډیر مهمو لارو چې هوموز تنګي ته هم نژدی دی. د کراچۍ او تورخم ترمنځ لار 1406 کیلو متره ده .

بندر عباس :په کال 1622 زیږدیز کې شاه عباس د ایراني سردار امام قلی خان په مرسته ددې بندر څخه د پرتګالیانو لاس لنډ کړو چې له همدې کبله ویاړ د بندر د ګمبرون څخه یې نو په عباس بندر واوښت. په اوسني وخت کې بندر عباس ښار هرمزګان استان مرکز د ایران له مهمو ستراتیژیکو او سوداګریزو سیمو څخه ګنل کيږي چې د خلیج فارس او د عمان سره نژدې موقعیت لري چې اوسمهال د ایران له پرمختللو سیمو څخه ګنل کيږی. دایران له لویو بندرونو څخه ګڼل کيږي چې د بندر عباس واټن له تهران څخه 1287 او له اصفهان څخه 931 کیلو متره دی.دا سیمه په ځانګړو شرایطو له کبله له هر وخت له ایران څخه د ډیرو میلمنو کوربه وي. بندر عباس او اسلام قلعه ترمنځ واټن 1390 کيلومتره لار ده .

محمد داود نیازی

اخیستنې 

    1. وحدت احمد شاه،د افغانستان لنډه پيژندنه،دانش کتاب پلورنځی،1396 ل ،کابل افغانستان
    2. ارشاد اورنګزیب،افغانستان پيژندنه،دانش خپرندویه ټولنه،1395 ل کابل افغانستان
    3. رحیمي بروجردی ډکتر علير رضا،همګرايي اقتصادی ترتیبات تجاری منطقه ای و بازارهای مشترک.
    4. د مالونو د حمل او نقل قانون،1388 ل .
    5. AAN،سرک حلقوي،د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه ،کابل افغانستان، 1394
    6. A modern silk road strategy,S.Frederck starrr  and Anndrew C.Kuchins with Stephen Benson,Johannes Linn,Thomas sanderosn, Central Asia-Caucasus Institute & Silk Road Studies Program  In Cooperation with the Center for Strategic & International Studies, ©                                  Central Asia-Caucasus Institute & Silk Road Studies Program – A Joint Transatlantic Research and Policy Center Johns Hopkins University-SAIS, 1619 Massachusetts Ave. NW, Washington, D.C. 20036, Institute for Security and Development Policy, V. Finnbodav. 2, Stockholm-Nacka 13130, Sweden ,www.silkroadstudies.org
    7. India S role in south Asia trade and investment integration,Rajiv kumar and Manjeeta singh,2009,Asin development Bank.

 

  • Understanding china s Belt and road initiative, peter Cai,March 2017,lowy institute for international ,policy.
  • Strengths and Challenges of China s one belt, one road, initiative,feb 2016, centre for geopolitics and        security in realism studies.
  • Regional economic integration in central Asia and south Asia,Montague lord,15 May 2015
  • Afghanistan S Cross-border trade with Pakistan and iran and the responsibility for conflict-sensitive employment ,Elke Grawert/BICC,Rabia Nusrat/international Alert and Zulfigar Ali Shah/united Nations university,2017
  • Afghanistan transport sector master plan update (2017-2036),Asian Development Bank.
  • The Afghanistan National Railway: A Plan of Opportunity, Lawrence J. Pleis, Richard Lliteras, David A. Wood,Matthew D. Bain, and Steven J. Hendrickson
  • Regional economic intergration in central asia and south asia ,Montegaue lord,2015

 

 

  • China–Kyrgyzstan–Tajikistan–Afghanistan–Iran railway corridor to boost regional economies,the time of central Asia.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply