که د احمدشاه ابدالي رول ناوړه وای، نو ما به نه ادا کولای ـ سنجی دت

احمد فؤاد لامع

0 896

له نن نه ٢٥٨ کاله پخوا، په کال ١٧٦١ کې د پاني پت درېیم جنگ وشو چې د هند په تاریخ کې تر ټولو غټه او بې سارې جگړه بلل کیږي. د دې جگړې گټونکی، د افغانستان د معاصر دولت بنسټ اېښودونکی پاچا، احمد شاه ابدالي و چې په پښتنو کې د احمد شاه بابا په نوم یادیږي.

دوه نیمې پېړۍ وروسته، په هند کې اوس هغه جگړه په یو سینمایي فلم کې ښودل کیږي چې په کې د احمد شاه بابا رول، سنجی دت لوبوي، او هغه هم په بالیووډ کې په سنجو بابا مشهوره دی.

د فلم د جوړېدو چارې بشپړې شوي او تمه ده چې د ډسمبر پر ٦مه سینماوو کې نندارې ته وړاندې شي. خو په افغانانو، او په عمومي توگه په ټولو پښتنو کې دا اندېښنه راپیدا شوی چې “سنجو بابا” به د “احمدشاه بابا” رول څنگه ادا کړی وي، او فلم جوړوونکي، اشوتوش گواریکر به تاریخ ته څه رنگ ورکړی وي؟

د گل/اتوار په ورځ سنجی دت په خپل ټویټر د پاني پت فلم نوی پوسټر خپور کړ، چې هغه پکې د احمد شاه بابا په رول کې راڅرگند شوی. په دې نوي پوسټر کې، د احمد شاه ابدالي څهره، ډېره هېبتناکه ښودل شوې ده.

1,477 people are talking about this

سنجی دت له دې پوسټر سره لیکلي: “احمد شاه ابدالي ـ چېرته چې یې سیوری خورېږي، هلته مرگ رانازلیږي.”

سنجی دت دا هم ویلي چې سبا د نهې/سې شنبې په ورځ به د فلم پوره آفیشل ټرېلر هم خپور شي.

که څه هم تر اوسه د فلم پوره قصه او څرنگوالی ندی معلوم، او نه یې حتی ټرېلر خپور شوی دی، خو بیا هم د بالیووډ وروستیو فلمونو ته په نظر سره چې په تاریخي کسانو باندې جوړ شوي دي، ځینو ته دا اندېښنې را پیدا کړي چې په دې فلم کې د احمد شاه ابدالي سپکاوی نه وي شوی.

د افغان حکومت اندېښنې

د پاني پت فلم د څرنگوالي په هکله، نه یوازې عامو پښتنو ته، بلکې د افغانستان حکومت ته هم اندېښنې راپیدا شوې، او له همدې امله په هند کې افغان سفارتکاران وایي چې دوی څو څو ځله هڅه کړې ده د فلم له جوړوونکو سره په تماس کې شي او دا اندېښنې ورسره شریکې کړي.

په ممبئی ښار کې افغان قونسل، نسیم پښتون شریفي، وي او اې ډېوه ته وویل چې افغان سفارتکارانو په کراتو، او د مختلفو لارو هلې ځلې کړي چې د پاني پت فلم له جوړوونکو او اداکارانو سره په خبرو کې، د فلم څرنگوالی ځان ته معلوم کړي.

ښاغلي پښتون شریفي وویل چې په دې اړه یې پخپله له سنجی دت سره هم ټلیفوني خبرې کړي او هغه ډاډ ورکړی چې “که چیرته د احمد شاه ابدالي رول په فلم کې ناوړه وای، نو ما به یې رول نه لوباوه.”

په ممبئی کې افغان قونسل نسیم پښتون شریفي
په ممبئی کې افغان قونسل نسیم پښتون شریفي

د افغان قونسل په وینا، د فلم جوړوونکي اشوتوش گواریکر ورته ویلي چې دوی به د هند تاریخ په فلم کې نندارې ته ږدي.

افغان قونسل نسیم پښتون شریفي، د افغانستان او هند حکومتونو اوسنیو دوستانه علایقو ته په اشارې سره دا هم وویل چې هند یو آزاد ملک دی، او د شخصي کمپنیو په لاس جوړ شوي فلمونه یې له حکومتي سیاست سره پرتله کیدای نشي.

بل اړخ ته په اسلام آباد کې یو تاریخپوه جهانداد خان، بیا بالیووډ د سیاست سره تړلی گڼي. هغه وایي: “هندي سینما په اصل کې د ښي اړخي هندو نشنلیزم په خدمت کې ده، کوم چې په دې ورځو کې په غوړېدو دی.”

څه موده مخکې بالیووډ د پدماوت فلم وړاندې کړ چې په هغه کې، د تاریخ پوهانو په وینا، سلطان علآ الدین خلجي ته ډېر سپکاوی شوی و او تاریخي پیښې غلطې ښودل شوې وې.

په فلم کې د سنجی دت نه علاوه، ارجن کپور هم شته چې هغه بیا د مرهټه ځواکونو د سردار سداشیو راو بهاو رول لوبولی، او کریتي سېنون به یې د پاروتي بای په توگه د مېرمنې رول ولري.

پر سوشل میډیا غبرگونونه

د پاني پت فلم، د خپرېدو مخکې لا پر سوشل میډیا تاوده بحثونه راپارولي دي. د اداکار سنجی دت د ټویټ په ځواب کې گڼ شمیر خلکو بیلابېل نظرونه شریک کړي دي.

د اکرام یوسفزي په نوم یو کس ورته لیکلي: “روانې سیاسي سناریو ته په نظر سره او دې ته په کتلو چې بالیووډ هم غواړي ځان ورسره عیار کړي، زه شکمن یم چې که دا فلم به حقایقو ته لا نږدې هم نه وي.”

د رېسسټنټ په نوم یو بل ټویټر کاروونکي بیا لیکلي: “مونږ ولیدل چې بالیووډ څرنگه علآالدین خلجي انځور کړ او ویې ښود، له ډېرو دروغو او جعلیاتو سره. تمه مې دا ده چې د احمدشاه بابا په هکله به هم همدا ډول دروغ وړاندې کړي.”

سمیر لمر بیا پر ټویټر لیکلي: “په دې هیله چې د پاني پت (فلم جوړولو) ټیم، تاریخ جعل نه کړي. د پاني پت درېیم جنگ، د هند په تاریخ کې بد حیثیت لري، خو د افغانانو دپاره طلایي دور و. همدا راز احمد شاه ابدالي د نوي افغانستان بنسټ اېښودونکی دی.”

Sanjay Dutt

@duttsanjay

Ahmad Shah Abdali – Death strikes where his shadow falls.
Panipat trailer out tomorrow. @arjunk26 @kritisanon @AshGowariker @RohitShelatkar @ckmurali_dop @neeta_lulla @KolhapureP @Mohnish_Bahl

View image on Twitter

Samir Limar@SamirLimar1

Hope Team doesn’t manipulate the . 3rd war of has dark status in the history of , while it was the Golden era of , Also, Ahmad Shah Abdali is the founder of New .

احمد شاه ابدالي د پښتنو تاریخي مشر او د نوي افغانستان د واکمنۍ باني دی چې له همدې امله پښتانه او په ټوله، افغانان، ورته “بابا” وایي. خو د هغه له نوم څخه گاونډیو هېوادونو هم کار اخیستی دی. پاکستان چې د هند اېټمي سیال هیواد گڼل کیږي، پر خپل یو ډول میزاییل یې لا د ابدالي نوم ایښودلی دی.

voadeewanews.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply